کور / هستوي فزيک / نړیوال اوس له لرګیونه هم بریښنا تولیدوئ

نړیوال اوس له لرګیونه هم بریښنا تولیدوئ

بیوانرژی دنوښت وړ((Renewable انرژي ده، دا انرژي له بیولوژيکي چینو لرونکو توکو څخه لاس ته راځي چې دغه توکي بایوماس نومیږي.
بایوماس هغه عضوي توکي دي چې دلمرانرژي په کیماوي ډول زیرمه کوي. هغه بایوماس کوم چې دانرژي د تولید لپاره ترې کټه اخیستل کیږئ په دری ډلوونو ویشل کیږئ: کرهڼیزپاتي شوني، د کروندوپاتي شوني، ښاري جامدې خزلې اوداسي نور. هر کیلوګرام بایوماس دفوټوسنتیزیزد عملیې په واسطه ۱۶ میګاژوله د لمرانرژي زیرمه کوئ.
په حقیقت کې کومه انرژي چې له بایوماس څخه لاس ته راځي د لمر زیرمه شوې انرژي ده. دغه بایوماس په ریکټورکې په ۸۰۰ تر ۱۴۰۰سانتی ګریډ تودوښه او دهوا په شتون کې سوځول کیږئ چې په پایله کې ډول ډول ګازات لکه (CO2 ،CO ، H2 ، CH4اوN2 (مینځ ته راځي، نوموړي ګازات وروسته له تصفیې اوسړوونکي سیسټم ته ځي او په پایله کې جنراټورته ځي اوبریښنا تولیدوي. د یادونې وړ ده چې یوکیلو ګرام بیوماس کولای شي چې یوکیلوواټ بریښنا تولیدکړئ.