کابل: د ده سبزخاص ښوونځي ودانۍ پرانیستل شوه

د لراوبر اداره | نوومبر 13th, 2011


دکابل ولايت: د کابل ولایت د ده سبز ولسوالي د ده سبز خاص لومړني ښوونځي ودانۍ د نوموړي ولايت د پوهنې ريیس لخوا په داسى حال كې چې د دولتی ادارو یو شمیر مسوولینو، قومي مشرانو، استادانو او شاګردانو ګډون درلود د پټي په پریکولو سره پرانیستل شوه.


نوموړی ودانۍ په پا خه او اساسي ډول په یو پوړیز ډول د دوه جریبه ځمکي په ساحه کې چې د سیمې د خلکو لخوا ورکړل شوي د۱۲۰ زرو امریکایی ډالرو په مجموعي لګښت د متحده آیالاتو د اردو په مالی مرسته د ۵ میاشتو په موده کې جوړه شوی، چې ۱۰ درسي ټولګي، ۳ اداري خونۍ، ۵ تشنابه، د اوبو څښکلو څاه، د احاطي دیوال، د زده کوونکو لپاره ۲۰۰ پایی میز او چوکی او نور ي آسانتیاوې لری.


دیادې ونې وړ ده چې اوس مهال په نوموړی ښوونځي کې ۱۰۰ تنه نجونۍ په زده کړه بوخت دې چې د یادې ودانۍ په جوړولو سره به د زده كوونكو ستونزه د درسي ټولګيو د نشت والي له امله حل شی.

Copyright Larawbar 2007-2024