کور / تازه خبرونه / کنړ:د بحر آباد د نجونو منځنې ښوونځي ودانۍ پرانیستل شوه

کنړ:د بحر آباد د نجونو منځنې ښوونځي ودانۍ پرانیستل شوه

د کنړ ولایت د سرکانو ولسوالي د بحرآباد د نجونو لیسي ودانۍ په پاخه او اساسي ډول په یو پوړیز ډول د۲۴۰ زرو امریکایی ډالرو په مجموعي لګښت په کنړ ولایت کې میشت د ولایتي بیارغونی ټیم په مالی مرسته دیو کال په موده کې جوړه شوی، چې ۱۰ درسي ټولګي، ۶ اداري خونۍ، ۱۰ تشنابه، د اوبو څښکلو څاه، د احاطي دیوار، د زده کوونکو لپاره ۱۵۰ پایی میز او چوکی، د شمسی برق سیستم او نور ي آسانتیاوې لری.


د یادې ونې وړ ده چې اوس مهال په نوموړی ښوونځي کې ۴۳۹ نجونۍزده کوونکی په یو وخت کې په زده کړه بوخت دې چې د یادې ودانۍ په جوړولو سره به د زده كوونكو ستونزه د درسي ټولګيو دنشت والي له امله حل شی.