کور / شعر / غزل

غزل

داځکه چې ته تل کوې له ما نه توره تېښته


کېدای شي چې دشپې وي له سبا نه توره تېښته


غروردې ډېرله  ډاګې ډاګې وويشتم پرځمکه


ای مينې اوس  کومه له ښکلا نه توره تېښته


نور ځمه سترګو  رپ قدرې را وګوره وړانګينې


که څه هم د ډېوې وي له هوا نه توره تېښته


هجرت په محبت کې به زما په نظر دا وي


دچا چې وي دچا  په سر له چا نه توره تېښته


دا زېری مشتري  چې داشنا شوم په ځان پوی شوم


کومه اوس  دخپل کور له سودا نه توره تېښته


پکتيا / اتفاق  مېنه