افغانان به كله پوه كيږي …..؟

د لراوبر اداره | نوومبر 14th, 2011


دافغانستان دسولى امنيت اوپرمختيادپاره دبون دغونډي څخه نيولي بياتراوسه پوري په وارو وارو نړۍ والى غونډي چي دلوړى كچى غونډي هم وي ترسره شوي خو دبده مرغه ددي څخه څه ترالاسه نه شول ددي سره سره چي دملګرو ملتو په لارښود نه په لويه كچه باندنى ځواكونه افغانستان ته راغلو خو دلس كاله پاته كيدوسره سره په دي هيواد كښې سوله او سوكالى چاونه ليدله بلكى جګړي نوري تودي او زيانونه زيات شول دا ولي؟ په كار دي چي افغانان په دي غور وكړي چي دنړۍ والو داوږ دوهلو ځلو سره سره دا هيواد نه په كراره كيږي كه داعلتونه  ولټول شې اولاري چاري ورته وتراشل شې نو تر ډيره افغانستان ددهغه ناخوالو څخه ځان استلي شې خو څنګه او كله؟ لومړي به افغانان دنورو داغيز وڅخه ځان خلا صوي هغه لاس پوځي چي دنورو دګټو دپاره خپل هيواد خاوروي هغه به افغان دنوم څخه استل وي او هغه باندنيان او ګاو نډيان چي دخپلو ګټو دپاره افغانستان او افغانان اورته ورغورځوي هغه به په ګوته كول وي دافغانستان دتيرو دوديش كلو كښې باندنيانو كومى ناوړه كارونه كړي دي هغه به وولس ته ورښكاره كول وي او دابه هم ليدل په كاردي چي دافغانستان سوكالى او پرمختيااو سوله دچاپه زيان تماميږي دهغه لاس به غوڅ كول وي خودبده مرغه افغانان دنورو دپاره خپل هيواد په داؤلګولى دي كه دوي پخپل سوچ فكر كښې بدلون رانه ولى تر دي به حالات نو ركړكيچن شي  او افغانستان به ويوه داسي كندي ته لويږي چي نوم بى هم پاته نه وي نو هغه ټول پښتون افغان  چي و داسي خبري اوريدوته تيارنه وي او باندنيان هم ودي ته ناست وي او داكار بيرته هم دافغانانو په غولولو كوي نو ددهغه ډول تش په نامه افغانانو سره څه كول په كاردي؟ داپريكړه به هم ټول افغان ملت كوي ځكه چي ديوه وګړي لاس دناسورټپ جوړشي نو دهغه يواځنى علاج د ناسور شوي لاس قطح كول وي كه په يوه كور كښې يو وګړي خپل كور ورانوي يا اور ورته وركوي آياد كور نور غړي به لاس په لاس ورته ناست وي؟ په افغانستان كښې لويه جرګه راروانه ده په كاردي چي دهغه خبره ورته وړاندي شې چي لوئى جرګى كومه پريكړه وكړه حكومت دي په هغه عمل وكړي.


دافغانستان سوله سو كالى پرمختياپخلپه دافغانانو په لاس كښې ده دوي ته دهغه هر څه په لاس نور باندنيان او ګاونډيان نه شې وركولى دافغانانو دناپو هي اوبى اتفاقى دكبله دنورو ملكو خپل منځني جګړي په افغانستان كښې روانه دي چي دنړۍ په يوه هيواد كښې داسي څه ته ليدل كيږي ځكه چي نور ملكونه لومړي خپلى ګټى څاري بيادنوروسره چل چلاوكوي خو افغانان خپلى ګټى په نورو قربانوي چي ځان او ولس دواړه داورلموته دروي خو اوس دافغانانو او ددوي خپلواكي تر پوښتنى لاندي ده دوي په دي اړه كوم ګام پورته كوي؟ يواځى يوه  ډله او ګونددا ناخوالى دمنځ څخه نه شي وړي ټوله به لاس سره وركوي كه څوك نه دريږي هغه دافغانستان دښمن دىدافغانستان ۳۲كلنه جګړه په رښتياددي هيواد جګړه نه ده بلكى داجګړه دهغه ملكو جګړه ده چي دوي ددي سيمي دقدرتى وركړو څخه واخلى او ياد هغه چاده چا چي داسلام سپيڅلى نوم دخپل وجود او خپلو ګټو دپاره دوخت څخه ګاركړي او ګاره وي يې خوداجګړه ددي كبله وافغانستان ته وغزول شوه چي دافغانستان دهغه وخته څخه څه سياسي او جغرافيائى نظر او وژن نه ووتراشلي او سنجولي ځكه د دوي هدف نه لري نو دچا چي يو هدف نه وي هغه به څنګه ځان ته لاره ټاكى بلكى د دوي هر څه خودرو وو  چي څه د ددي هيواد جغرافيائى جوړښت دي او ددي دڅنګه دګاونډ يانو چي انګريزانو يې بنسټ ايښي وو ناوړه چلن وو چي حكمرانان ودي ته اړ وو چي دګاونډيانو غوښتنى ومنې او خپل هر څه ترپښو لاندي كړي ولكه هغه په هيواد كښې دننه  وو ياد هيواد څخه دباندي چي نن دهغه بې مرامه حكمرانانو كارونه دي چي ټول لراو برورسره مخامخ دي.


 دشوروي اتحاد په افغانستان كښې خپلى لښكري د داخل كيدو وروسته داسلام سپيڅلى نوم داسلامى ملكو او دغير اسلامى نړۍ لخوا په دومره ناترسي ګار شو چي ددي ګټى يې واسلامى نړۍ ته لږ او غيراسلامى  نړۍ ته زياته ورسيدي چي ددي څخه څوك ډه ډه نه شې كيدي خو افغانانو څه ترلاسه كړو په لكاؤ ګډوال دخپل هيواد څخه ووتل د هيواد ورانى دملى پوځ دمنځ څخه استل افغانان په دوو ډلو كښې ويشل كيدل چي يو دطالب په نامه وپيژندل شو او بل په غيرطالب ونومول شو چي دباندنيو ځواكونو دڅنګه پخپله دهغه دواړي ډلى افغانان سره وژل كيږي نور څه زيانونه وشو هغه هر ستر ګورته ورڅرګنده دي چي دلته بيانول ګران دي خو چا چي داسلام په سپيڅلى نامه په لكاؤ ګډوال وګاونډ يانو ته په لاس وركړودهغو سره څه وشو هغه هم په هر چا  څرګنددي خو هم په دي اونۍ كښې چي زه په اسلام آباد پنډي كښې وم سهار وختى هغه څوك چي دكورو صفائى كوي چي دلته بهنګى ورته ويل كيږي خپله د لاس ريړي روانه كړي وه چي دڅنګه  يې يوه افغان سپين سري ښځه روانه وه چي دمرداري په ريړي كښې به لاس وهى اوكاغذونه به ځينى رااستل دا ديوې ښځى يا ديوه افغان سره نه كيږي بلكى دپاكستان په زياتره ښارو كښې افغانان دهغه كارونه كوي چي داسي ښكاره كيږي چي افغانان به دهغه چاته چي بهنګيان او مهتر ورته ويل كيږي دهغه چاځائى به ونيسى  چي دځانګړي مذهب اونسل سره اړه لري هم ددي كار دپاره ټاكل شوي دي چيري دهغه مشران چي دنوروباندنيانو دپاره يې دهغه افغانان راكډه كړو كار يې ځينى واخستى او بيايې داسي و غورځول لكه ټشو چي لاس په پاك كړي او بيا يې وغورځوي ددي جواب به څوك وركوي ولى چي دحساب ورځ پاته ده؟


 نړۍ ودي ته ګوته په غاښ ده چي دهغه افغانان هر څوك چي دي داڅنګه خلګه دي چي د دومره ناخوالو او شخړوڅخه تير شوي او تيريږي خو دوي ددي څخه يو ډول زده كړى نه دكړي بيرته هم په هغه غارو لاس دننه كوي چي ښار مار دوي وهلى دي ددي خوار ولس سره څه نه دي شوي كه سره راټول شې كتابونه به باندي وليكل شې و دوي ته كوم نوم وركول كيدي شې هغه څه دي چي د دوي څخه فكر او سوچ وړي دي او دوي دبل دپاره خپل زيان كوي ددي جواب دچا څخه شته؟

Copyright Larawbar 2007-2024