حزب اسلامي: دا لويه جرګه بې خونده او بې قانونه بللې ده
لراوبر ته د حزب اسلامي لخوا په رسېدلې اعلاميه کي د امريکا سره د ستراتيژيک تړون په اړه د رابلل سوي لويي جرګې جوړېدل غيرقانوني بللې ده . په اعلاميه کيراغلي چي پر افغانستان مسلط ځواک چي دموکراسۍ تيږې پر سينه ډبوي د افغان ولس رايې ته سپکاوی کوي او غواړي پر خپلې له مخکې نه تيارې شوې پريکړې د هغو کسانو ګوتې کيږدي چې د واکمنو په شمول يې هيڅوک هم د ولس منتخب استازي نشي بللی .
په اعلاميه کي راغلي چي لويه جرګه له ځايه د انتصاب پر بنسټ ولاړه ده او تل هر واکمن د خپلې خوښې پريکړې پرې مهر کړيدي، خو دا ځل له بل هر وخت نه زياته بې خونده او بې قانونه ده، ځکه دداسې يوه حکومت تر اشراف لاندې دايريږي چې د خلکو خبره پر تن جامې يې هم پردۍ دي.
داعلاميې په يوه بله برخه کي راغلي دي چي له بهرنيو هيوادونو سره د ستراتيژيکو تړونونو په اړه يوازې هغه کسان تصميم نيولی شي چې د پرګنو له رښتوني استازيتوب نه برخمن وي، د واکمنو له لوري نصب شوي نه د ملت استازي دي او نه د دا ډول مهمو قضاياو په اړه د تصميم او پريکړې حق لري .
طالبانو له مخکي لا د ستراتيژيک تړون د موضوع او په اړه يې جوړېدونکي لويي جرګې سره مخالفت اعلان کړی و او برخه والو ته يې د مرګ ګواښ کړئ و .
د امريکا سره د اوږدمهاله پوځي ستراتيژيک تړون په اړه سبا په کابل کي لويه جرګه رابلل سوې ده ، د افغانستان ولسي جرګې هم د لويي جرګې راغوښتل غيرقانوني بللي و ، خو ولسمشر کرزي ډاډ ورکړی دی چي د امريکا سره د پوځي ستراتيژيک تړون په اړه وروستۍ پريکړه به د افغانستان پارلمان کوي .