کور / تازه خبرونه / یو فرانسوی او دوه امریکایی سرتیرې ووژل شول

یو فرانسوی او دوه امریکایی سرتیرې ووژل شول

د امریکې د دفاع وزارت په دوو بیلابیلو خبرتیاوو کی ولیکل چی د نوامبر په ۱۲ او ۱۳ په کندهار ولایت کی د ماینونو چاودنو د دوو امریکایی عسکرو ژوند واخیست .
همدا راز ، د فرانسې ولسمشریزه دفتر هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره خبر ورکړ چی پرون وسلوالو په کاپیسا ولایت کی د فرانسوي او داخلی پوځیانو په قطار ډزی وکړې چی په پایله کی یې یو فرانسوی سرتیرﺉ وواژه او بل یې سخت ژوبل کړ .