پر لويه لاره ځای پر ځای سوي ماينونه کشف او شنډ سول
افغان ملي پوليسو هغه درې کړۍ ماينونه چي د وسلوالو مخالفينو لخوا دکندهار د خاکرېزولسوالۍ ته پر تلونکې لويه لاره باندي ځاى پر ځاى سوي وه کشف او شنډ کړل.
دغه ماينونه د چنار تو په کلي کي د هغي لاري پر سر ايښودل سوي وه چي پرېروزانه سلګونه ملکي وګړي تګ راتګ کوي او پرې ګڼه ګوڼه زياته ده.
داسي ماينونه چي د لويو لارو په اوږدو کي ځای پر ځای کيږي ډېر کله د عامو خلکو د سپرلو پر موټرونو چاودي چي له امله يې نژدې هره مياشت لسګونو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړوي ، دولت ددې ماينونو پړه پر طالبانو ور اچوي ، خو طالبان دغسي تورونه ردوي او وايي چي بهرنيان دغسي چاري ددوی د رنګ بدي لپاره کوي .