کور / اسلامي / شیطان پيژندنه – نهمه برخه

شیطان پيژندنه – نهمه برخه

 شیطان په عربي کي« الشیطان» ختا کار ، تیری کوونکی او دښمن په مانا راغلی دی ،شيطان عربي لفظ دي چې له «شطن »څخه اخیستل سوې دي او شطن دليري والي او نا فرماني په مانا دی. ځینې يي ریښه  «شیط» بولی او ځنینی يي «شیطن، تشیطن» بولی چې هغه اوږدې رسۍ ته هم وایي او هم هغه آس ته وايي چې د خاوند نا فرماني  کوي، او «غزوه شطون» یاني اوږد کاراوبار او «نیّه شطون» اوږ دي هیلي ته وايي 
پیغامبر (ص) وايي:  غلی( چوپ) سوی خلک  د شیطان د حق  ویلو ګونګیان  دی
دشیطان صفت یو بل موجود ابلیس ته ورکړ سوی دی  ، ابلیس یو پيری دی چې دخدای له امره يي سر وغړوی او خدا ی (ج) هغه  ورټی چې د انس اوجنس دتیر ایستلویو منبع سو.
د شیطان  بله مانا «خبیث او پست» ده ،شیطان سرکښه او متمرد موجود ته ویل سوی دی اوهم شریره روح او له حق څخه لیری والی ته وايي.
د شیطان اصلی نوم  د شیعیه  مذهبو  به باور حرث يا حارث\”  دی چې د خدای له رحمته ووت او ابلیس سو.
په قرانکریم کې د شیطان کلمه ( ۶۴ ) واري مفرد او معرفه او( ۶ ) واری مفرداونکره او( ۱۸) واري جمع راغلې ده ،یاني  شیطان  په مفرد ډول (۷۰ ) واري او د جمع په ډول یاني شیاطین (۱۸) واري راغلي  دي.
 په اسلام کي شیطان د  انسان  دازمایښت عامل سوی، د قرانکریم په اساس شیطان په دوه ډوله دی یو انس او بل جنس او هر پيغامبر  انسي اوجنسي شیطانی دښمنان لري  ،شیطان او  دهغه کام  دهغه ځایه چې تاسو هغه  نه وینئ تاسو ویني   اوخدای (ج)وايي آیا تاسو شیطان او اولادونه  یې زما پر ځای خپل دوستان نیسئ؟
شیطان عام نوم ( دجنس نوم ) دی او ابلیس خاص نوم دی په بله مانا شیطان هر موذی او منحرف سرکښ اویاغی  ته ویل سوی دی.
د شیطان خباثت یوازې په  دعوت ، تلقین او وسوسې که  نه خلاصه کیږي داچې انسان دننه درې قوی غرایز لکه  خښم، شهوت او غضب لري نو شیطان په  دعوت ، تلقین او وسوسې سره انسان بې لارې کوي   دا درې قوی غریزې انسان له روحي او رواني تعادل څخه بهر وي او د خطر سره يې مخامخ وي .
شیطان دقرانکریم په ډیرو ایتونوکې د اخلاق ضد سمبول بلل سوی دی.
دیس شریف  دسوری په (۶۲-۶۱ )ایتونو   کې راغلي چې انسان دوې لارې لري یوه د خدای لاره  او بله د شیطان لاره .


 د شیطا ن   شکلونه
د علامه آلوسي په تفسير روح المعاني په پاڼه ١٤٢ ټوک١٥كې راغلي دي
كله دغه شيطانان له خپلو شكلونو څخه ماسيوا په نورو شكلونو هم ليدل کیږي
د شیطان هغه شکلونه چي په قرانکریم  کې  ذکر شوی دی
په قرانکریم کي دشیطان کلمه جن او انسان ته راغلی ده
 ۱-منافقان
– دبقره  سورې  ۱۴ مبارک آیت : (وَ إِذَا خَلَوْاْ إِلىَ‏ شَیَاطِینِهِم)
 ژباړه (کله چې یوازې سي د شیا طینو( مشرانو) خپلو سره)
 دلته له منافقانو څخه  موخه کعب بن اشرف او نور و  مشرکانو ته ویل سوی دی .
(النفال دسوری په ۴۸ مبارک ایت  کې راغلی چې « ښایسته کړی دی (کفارو) ته شیطان عملونه ددوی او وی ویل چې نسته هیڅ غالب پر تاسو نن ورځ له خلقو او بیشکه زه ساتونکی یم ستاسو…»
ددې آيت  شریف په تفسير كي علما وو ليكلي دي ،چې شيطان كفاروته د عربو ديوه كافر سردارسراقه بن مالك بن جعشم په شكل له يوشمير لښكر سره راغي او هغو ته يي د بري ډاډ ورکړ
۲- خبیثه   ارواح یا پيری
شیطان ته خبیشه ارواح  یا پيری ویل سوی ده
 د انعام د سوری په ۷۱ ایت شریف کې راغلي دي
«كَالَّذِي اسْتَهْوَتْهُ الشَّيَاطِينُ فِي الأَرْضِ حَيْرَانَ  …»
 (په شان د هغه سړی چې بیولي وي( خبیث پيری) هغه  داسې مځکې ته چې حیران  وی)
 دانبیا د سوری په ۸۲ ایت شریف کی راغلی دی
«وَمِنَ الشَّيَاطِينِ مَن يَغُوصُونَ…»
(ځینو د شیطانانو« پيریانو»  څخه هغه وو چي غوټی يي وهلی)


 ۳-میکروب او ناروغی
په قرانکریم کی  شیطان میکروب او نارغیو به نوم هم راغلی دی
د ص سوره  ۴۱ مبارک ایت  کې ایوب (ع) خدای ته وايي زه شیطان لمس کړی یم
«وَاذْكُرْ عَبْدَنَا أَيُّوبَ إِذْ نَادَى رَبَّهُ أَنِّي مَسَّنِيَ الشَّيْطَانُ بِنُصْبٍ وَعَذَابٍ »


ژباړه : یاد کړه بنده  زموږ ایوب کله چې يې ږغ وکړ رب خپل ته چي  بیشکه زه مس کړی یم شیطان ( میکروب) په ایذاء او تکلیف سره
په یو حدیث کې راغلي، چې  د بریتو لنډوئ ځکه شیطان هلته ځای  نیسی
یا داچي  په غوښو لړلی دستمال په کور کې مه پریږدی چې د شیطان ځای کیږی
 ۴- ( د نفس هوایا نفس اماره)
 شیطان  ته د  نفس هوای  یانفس اماره هم ویل سوی دی 
کله چي انسان د شیطان د وسوسې تر اغیزې لاندې راسي پام يې د مادیاتو اولذایذو د نیا ته ګرځي نو د خدای (ج) له ذکره غافل کیږي
 نو انسان  نفس  د هواپه برابر کي وجودی استقلال نلري خو عملي استقلال لري
څینی پوهان وايي شیطان بیله نفس اماره بل شی نه دی چې د غرور اوسرکشي عامل دی
 د نفس ځای په زړه کی  دی
۵-زقوم :
 د صافات د سوری  ۶۵ مبارک ایت کې راغلی دی
 (طَلْعُهَا کَأَنَّهُ رُءُوسُ الشَّیَاطِین)
د زقوم میوه لکه د شیطان سر غوندی دی


نو ویلی سو د شیطان لفظ ډیر   مفهومونه  لري لکه  نفس اماره، د واهمې واک. نفسانی تخیل، ددنیاوی لذات، ریاسات او وهیمه، موذی حشرات، فاسد انسانان، د شیطان لښکر دی
یانی هر چا  کي  لکه په جن ، انس ، خزندی  کې  یاغی اوطاغی، شریر اوشرارت او داسی نور وی   هغه ته شیطان ویل سوی دی