لويه جرګه د پيلېدو په درشل کي ده
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي د کابل په ښار کي يې د لويي جرګې د تدوير په خاطر کلک امنيت نيولى او هيله لري چي جرګه به په امن سره پاى ته ورسېږي.
ټاکل سوې ده چي لويه جرګه نيم ساعت وروسته د ولسمشر کرزي په وينا پرانيستل سي.
د جمهوري رياست څخه تازه خپاره سوي خبرونه وايي چي ولسمشر کرزى به په خپله وينا کي د شاوخوا ١٧ سيمو نومونه اعلان کړي چي امنيتي چاري به يې افغان ځواکونو ته وسپارل سي.
د افغانستان حکومت د ٢٠٠٠ کسانو په ګډون لويه جرګه راغوښتې، چي له امريکا سره پر ستراتيژيک تړون، له طالبانو سره پر سولي او افغان ځواکونو ته د امنيتي چارو د سپارلو په باب خبري پکښي وسي.
طالبانو، اسلامي حزب او د ډاکټر عبدالله په مشرۍ د حکومت مخالفي ټلوالي جرګه غير قانوني بللې او وايي پرېکړي يې د اعتبار وړ نه دي.