دلويي جرګې په اړه د افغانستان ملي يووالي ګوند اعلاميه !

د لراوبر اداره | نوومبر 15th, 2011


بسم الله الرحمن الرحيم


لويه جرګه د اوسني افغانستان د منځته راتګ، تاريخ او شتون څخه يو نه بيليدونکی عنصر او جوړښت دی . لويو جرګو د هيواد د برخه ليک په ټاکلو، د ستونزو او ګواښونو څخه ژغورلو کې مهم او ټاکونکی رول درلودلی دی. دغسې ستر رول يې هغه وخت په ښه شان لوبولی دی، کله چې يې پریکړې په خپله اراده او خپلواکه توګه کړيدي .


له بده مرغه په وروستيو دريو لسيزوکې دپردیو،په خاص ډول، دپخواني شوروي اتحاد اود امریکې متحده ایالتونو د تسلط په شرايطو کې د انساني او مادي تاوانونو برسيره زموږ کلتوري، تاريخي او ملي بنسټونو په ځانګړي ډول لويو جرګو ته هم زیانونه اوښتي او ارزښت يې کم کړی شوی دی . دا ځکه چې پدغو وروستيو ديرشو کلونو کې د تش په نوم د لويو جرګو پريکړې د هيواد د ملی ګټو سره په ټکر کې او د بهرنیو هيوادونو او هم د هغوﺉ له خوا د منځته راوړل شوو حکومتونو په ګټه شويدي.


په پلازمينه کابل کې دوديزه لويه جرګه چې د هيواد د مهمو مسُلو او په دغه ډله کې د امريکې د متحده ايالتونو سره د ستراتيژيک تړون د کولو په اړوند جوړيږي، د افغانستان ملي يووالي ګوند غوښتنه او نظر دا دی، چې جرګه دې داسې پريکړې وکړي او يا هم مشورې ورکړي ،چې په هغو کې د هيواد او خلکو ملي ګټې خوندي اوسي او کوم زيان و نه ویني . په څرګنده توګه د دغې جرګې د ګډونوالو څخه زموږ  غوښتنې اود نظر ټکي دا دي چې :


۱ –  د افغانستان د دولت، ناټو او په تيره بيا د هغه د سروال امريکا څخه د هيواد د روان ناورين د سوله ايز حل  غوڅه غوښتونه و شي .


۲ –  د وسله وال مقاومت سره بايد د مخامخ خبرو او د ګاونډيو هيوادونو او د ملګرو ملتونو امنيت شوری څخه د سوله ايز حل له پروسې څخه د ملاتړ او د افغانستان په کورنیو چارو کې دبهرنیوهیوادونوځنې د هر ډول نه لاس وهنو تضمين وغوښتل شي .


۳ –  افغانانو په خپلو کمو امکاناتواوټینګ ملي یووالي سره هر وخت دخپل هيواد ساتنه کړیده او کولی يې شي.  خو په دې شرط چې بهرنيان ورباندې د جګړوله تپلو څخه په رښتينې توګه ډډه وکړي .که بهرني هیواد ونه دافغانستان سره دوستي غواړي نودغه دوستي دې د افغانانو سره په تخنیکي او اقتصادي مرستو اوزموږ خپلواکۍ، ملي واکمنۍ اوځمکنۍ بشپړتیاته په درناوي ،د جګړوپه پای ته رسیدو اوزموږ د جګړو ځپلي هیواد په بیا ابادیدو کې په خپلو بې غرضو مرستو سره ټینګه کړي .


۴-په افغانستان کې زموږ دهیواد د جیو ستراتیژیک موقعیت په نظر کې نیولو سره   د امریکې د متحده ایالتونواویا بل کوم بهر ني هیواد د پوځي اډو د جوړيدو سره موافقه په حقيقت کې د جګړو د دوام او د بهرنیو هیوادونو د لاسوهنو د زیاتیدو،زموږد هيواد د خپلواکۍ او ملي واکمنۍدنیمګړتیا په مانا او د افغانستان داکثريت خلکو ارادې ته نه درناوی او په پام کې نه نيول دی . 



ومن الله التوفیق


د۱۳۹۰کال د لړم دمیاشتې ۲۳

Copyright Larawbar 2007-2024