دږوب په مسلم باغ سيمه کي ترافيکي پېښه رامنځ ته سوه چي په پايله کي ئې پنځه تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ. اوددووماشومانوپه شمول ترلس زيات زخميان سوي دي .
دږوب اوکوټې پر غځېدلې لار ترافيکي پېښه هغه مهال رامينځته سوه، چي کله له کوټې ږوب ته روان دسپرلۍکوچ دچلوونکي له بې احتياطۍ اوتېزرفتارله کبله له تراکتورسره مخامخ وحنګېدی .
دپېښي مړي اوزخميان سيمه يزروغتون ته لېږول سوي دي . چي دزخميانوحالت دډاډوړنه دی .
پوليس وايي، چي په پېښه کي مړه پنځه کسان محمدعلي، جعفرحسېن، محمديونس ، صفدرعلي اوالله ياردخيبرپښتونخواپاړه چناراوسېدونکي وو، اوله کوټې خپل کلي ته روان وو .
تردې وړاندي هم پرياده سوې غځېدلې لاره وخت ناوخته ترافيکي پېښي رامنځ ته سوي، چي ډېرخلګ په کي وژل سوي دي .