کور / تازه خبرونه / قبا يلي جرګــــــې هم محفوظي پاته نه شوې !

قبا يلي جرګــــــې هم محفوظي پاته نه شوې !

لراوبر – لو پښتونخوا



د شنبې په ورځ په كوهاټ كښې دجرګې پروخت نښته كښې لږ تر لږه 17 تنه مړه اوګڼ ژوبل شول تردې وړاندې په وزيرستان كښې دجرګى  پرمهال  دوسلوالو لخوا بريد كښې قبا يلي  مشرانو ته مرګ ژوبله  اوښتې وه د دره اّدم خيل ځانمرګى  بريد خو دقبا يلي  مشرانو دوژلو يوه نه هيريدونكې پيښه ده په قبا يلي سيمو كښې دپښتنو مشرانو دمرګ ژوبلې لړى  له ډيرې مودې راهيسي دوام لري  او پدغه  ترڅ كښې دپښتنو ملت پال ګوند پښتونخوا ملى عوامي  ګوند دغه خبرې كړيدي چى  په قبا يلى سيمو كښې لږ تر لږه دوو سوو ته نږدې قبا يلي  مشران دسپټمبر ديوولسمې دخونړى  پيښې وروسته په روان تاوتريخوالي كښې وژل شويدي  دغه شمير به د قيق وي  اوكه نه دغه پدوي پورې اړه لري  خو ويل  كيدلې شي چى  په تيرو دوومياشتوكښې ګڼ  شمېر قبا يلى مشران وژل شويدي  او دقبا يلي مشرانو دوژلو پيښې ديوه منظم سازش برخه ښكارى ولې چى  قبا يلي  مشران كولې  شي چى په سيمه كښې امنيت تا مينولو ته لاره هواره كړي  خو دسولې  مخالف قوتونه د قبا يلي مشرانو په وژلو سره دپ ښتنو سيمه  دجګړي په منتقل مستقل ډګربدلولو هڅه روانه كړيده.


  قبا يلي  جرګو كښې اوسنۍ خونړى  بريدونه ديوه خطر ناك راتلونكى ښكارندوى   دي ولې  چى  اوس  خبره تر ځوانانو تيره شوه او س دسولې  مخالفينو دسپين ژيرو اوشمله ورو پښتنو په وژنه لاس پورې كړيدى او ددغه  بنيادي  مقصد په سيمه كښې تاوتريخوالى ته وده وركول دي .



او ددغونه ختميدونكو بريدونو مخه نيولو لپاره  بايد پښتانه دغفلت له خوب څخه  رابيدار شي او پرته دڅه ذاتى ګټو څخه  دخپلو سپين ږيرو پګړۍ  ته دسپكاوي مخه  ونيسى اوسيمه كښې دروان تاوتريخوالى  دمخنوي  لپاره پرټولو پښتنو ديووالي غږ وكړي  او كور په كور كلى په كلى وګرځى  دپښتنو سياسي  مشران او قبا يلي  مشران كه چرته دخپل  راتلونكي نسل دبارودو له دود  څخه  ژغورل  غواړى نوپه سمدستى توګه  بايد اول خپلي  ټولي ځاني ګټي  شاته كړي  او دقومي مسئلې  دحل لپاره اغيز من ګامونه اوچت كړي دغه وخت تر ټولو مهمه ستونزه  دپښتنو په سيمه كښې د امنيت  ده پښتانه مشران بايد ترهرڅه  دمخه  ددغه  خواته پاملرنه وكړي  ولې چي  اول  بايد خپل كور له اورڅخه  وساتل شي اوبيا كلى…