کور / خبرتیا او پيغامونه / دخواشينې او تسليت پيغامونه !

دخواشينې او تسليت پيغامونه !

 



د تسليت پيغام


 ٢٤ دمارچ ٢٠٠٨
په ډيرې خواشينۍ سره خبر شوم چې ډاکټر شاه زار ليوال د ورپيښې ناروغۍ له امله دپرديسۍ په حال کې دمسکو دښار په يوه روغتون کې دتل لپاره له دی نړۍ سترګي پټي کړي او خپل ټول خپلوان، دوستان او همسنګران يې تر شا ويرجن بريښودل.


ارواښاد شاه زار ليوال په هيواد مٌين سياسي، ټولنيز او علمي شخصيت و، د خپلو خلکو سره يی ژوره مينه لرله، د هيواد ترقي او د خلکو هوسايي يې د ژوند لوی ارمان و او د خپل اګاهانه سياسي ژوند لويه برخه يې په پوره صداقت،ځان تيرېدنې او سر ښندنې سره ددغه لوړ انساني ارمان د تحقق لپاره مبارزې ته بيله کړی وه.


زه په دې ويرجنو شيبو کې د هغه پتمنی کورنۍ او ټولو خپلوانو، دوستانو، خواخوږو او همسنګرانو ته خپله ژوره خواشيني، خوا خوږي او تسليت وړاندې کوم، هغوي ټولو ته د لوي صبر او زغم غوښتنه کوم او د هغه پاک روح ته د دعا لاسونه پورته کوم.


                    روح دی يې تل ښاد وي.


نياز محمد مومند






 


په سويډن کي دافغانانو دعلمی او کلتوری مرکز دخواشينی پيغام


په زياته خواشینی سره مو دتل افغان ويب پاڼي په مټ خبر تر لاسه کړ چي د هېواد د پوهنې او سياسی  ډگر   ټولنيز شخصيت د جرگو اومرکوپېژندل  سوۍ افغان  شاه زار لېوال مودلاسه ورکړ، اوزموږ نه د ابدی ژوند په لوروکوچيدي .           اناالله و انا اليه راجعون


دغم خبره داده چي له يوې خوا دپرديو په بم اوريو، راکټونو اوځانمرگی بريدونوکي هر ه ورځ  بيگناه افغانان خپل خوږ ژوند له لاسه ورکوې،دبلې خوا لوي څښتن زموږ څخه داسي کسان  هم جلا کوې چي افغان ولس  ئې په بيلتون  ډير زيات  خوار او زورېږي .


ارواښاد شاه زار لېوا ل په 1326 لمريز کا ل  د خوست د لټکو دکلي په يوه غريبه كورنۍ کې دې نړۍ ته سترگي روڼي کړېدي  . هغه په  1345 کا ل کې د خوست د غرغښت د ليسې د دولسم ټو لگي څخه تر فارغېدو وروسته  د كابل په پوليتخنيک  انستيتو ت کې خپلو لوړوزده کړو ته دوام ورکړ .


ارواښادشاه زار ليوال  عالي تحصيلات سرته ورسول اوديوافغان بچۍ په توگه يې دژوند په ټول عمر کي دافغانستان سره دميني او وفاداری په روحيه د مختلفو دولتی دندوپه  سرته رسېدوسره خپل ژوند ته دوام ورکړ .


شارزار ليوال ديوافغان په توگه دخپل ماموريت په دوام کي دافغان ولس دښېرازي اوبسیا ينې لپاره دخپل توان له مخې زيار ايستلی اوپه پاکو لاسويې  ټولی ورسپارل شوی دندي سرته رسولي  دی .


له بدمرغه  ۱۶ کاله  پخوا په افغانستان کي ورستيو سياسي  تحولاتو هغه لکه بل هر خواخوږۍ افغان دې ته اړيست چي له هيوادنه  فرار وکړی  .


شاه زار ليوال له هيواد نه ليري  داقتصادی پلوه  په ډير ستونزمنو شرايطوکي  له ټولو ناخالو سره په کشما کش کي د ژوند تر ورستيو شيبو پوری  خپل ستونزمن  اوله کړاو ونو څخه ډک ژوند ته دوام ورکړ  .


زموږ دمعلوماتو له می دمهاجرت په ستونزمن ژوند کي شازارليوال خپل ټا ټوبۍ (افغانستان) هيڅ وخت  له ياده نه دۍ ايستلۍ او تل ئې په افغانستان کې دسولي او ملي يو والي دتامين لپاره دخپل توان له مخي زيار ايستلۍ دی .


موږ پداسي حال کې چي دنوموړې مړينه دهيواداو هيواد والو  لپاره لويه  او جبران نه منونکې  ضايع  گڼو، د هغه دکورنۍ غړو، دوستانو اوټولو علاقمندانو ته دلوي خداي ((ج)) له دربار نه دصبر او حوصلې غوښتنه کوو .  روح دې ښاد اوياد دې ابدسی وي


په سويډن کي دافغانانوعلمی اوفرهمگی مرکز  دمشرتابه  جرگې په استازيتوب


حبيب اله غمخور