کور / هراړخیز / ځنګلي جرګه !

ځنګلي جرګه !




کوم وخت د یو ځنګله د حیواناتو مشرانو د یوې غونډی په ترڅ کی داسی فیصله وکړه : نور باید په خپلو کی دښمنۍ پریږدو ، نفاق او جنګ ته په کرکه وګورو ، په دښمنیو کی هیڅ ګټه نشته بلکی هغه د ټولو په مطلق زیان تمامیږی . بس دﺉ ډیري دښمنۍ مو وکړې ، نور به د سولی او ورورۍ ژوند کوو او د ګډ دښمن په وړاندی به یو موټی کیږو . موږ د غټ ځنګله د مشرانو سره توافق ته رسیدلي یو او یو دوستانه تړون به ور سره کوو .


د دې لپاره چی د دغو مشرانو د فیصلې څخه د ځنګله ټول حیوانات خبر شی نو یوه ورځ یې وټاکله چی په هغه ورځ باید د ځنګل هر اوسېدونکیً د جرګې په میدان کی حاضر وی .


بالاخره نېټه مقرره شوه او په ټاکلې ورځ د ځنګله ټول ځناور د نمایشی جرګې میدان ته حاضر شول او غونډه په خاصو مراسمو سره پرانیستل شوه . په دغه لویه غونډه کی چی د ځنګله په تاریخ کی یې سارﺉ نه درلود ، د « اتحاد ! » او « اتفاق ! » تاوده تقریرونه وشول او مهمو ځناورو هر یو په خپل نوبت دښمني وغندله او د ورورۍ ، سولې او پخلاینې ژوند ته یې په درنه سترګه وکتل .


د تقریرونو او ویناوو په پای کی خنځیر ( چی د غټ ځنګله د زمري پټ استاځی و ) داسی وړاندیز وکړ : اوس چی موږ او تاسو پخوانۍ دښمنۍ هیري کړې او د ورورۍ ژوند پیلوو ، نو لازمه ده چی ټول یو بل د محبت په ګرمه غیږه کی ونیسو . د غونډې برخه والو د خنځیر دا پیشنهاد په یوه خوله ومانه او لږ ګړﺉ وروسته د یو او بل په غیږ کی نیولو پروګرام پیل شو . په دې ترڅ کی چی به هر حیوان خنځیر ته غیږه ورکوله ، نو څنګه چی خنځیر په سینه کی پر ټولو حیواناتو قوي دﺉ هغه حیوان به یې دومره سره کښېکیښ چی پُښتۍ به یې ورماتي کړې او په دغه ترتیب د « پُخلاینی !» ،  « ورورۍ !» او « اتحاد ! » په فضا کی خنځیر د ځنګله د ټولو هغو حیواناتو پښتۍ ماتي کړې چی په دې جرګه کی حاضر وو .


د دې حیواناتو لویه بدبختي دا وه چی یو حیوان به بل ته د خپلو ماتو پښتیو په هکله هیڅ هم نه ویل او د هر ځناور پښتۍ چی به خنځیر ماتي کړې نو هلته به په یو کونج کی غلی کیناست او سوړ اسوېلیً به یې کیښ . 


د سولې او پخلاینی د غیږو د پروګرام په پای کی بیا خنځیر په لوړ ږغ داسی وویل : زړه ته رانږدې وروڼو ، اوس چی موږ او تاسو رښتیاني وروڼه شوو ، نو یو بل وړاندیز هم لرم او هغه دا چی که ستاسو خوښه وی موږ او تاسو باید یو صدراعظم هم ولرو تر څو آینده کارونه او چارې مو ښه تنظیم شی . زما هیله دا ده چی تاسو په همدغه عالی شانه او تاریخی غونډه کی ډیر ښه اجرأت وکړل خو لطفأ له خپل منځه یو صدراعظم هم وټاکیً .


حیواناتو چی یو بل ته سره وکتل نو په رموزونو او اشارو سره پوه شول چی په یوه کی هم د صدارت کولو توان نور نشته . نو د خنځیر د سوال په ځواب کی ټولو هغه ته خړ خړ کتل او ورته ویې ویل چی صاحبه ، اوس خو بس همدا ته یې ! ډیر ښه دې پخلا کړو او ډیره ښه جرګه دې رهبري کړه ، ستا سابقه خو هم ټولو ته د لمر غوندی روښانه ده ، خدای دې هر څه تا ته مبارک کړی ، راورړه  راوړه کاغذ راوړه چی خپل مُهرونه پرې ولګوو! 




د لراوبر يادښت: د تازه خان ويال په نامه له لندن څخه يوه افغان لراوبر ته خپله دا نيوکه وړاندي کړه چي کورنئ نوم (تخلص) يې ديوې داسي موضوع سره ليکل سوئ دی چي ، نه ده ليکلې ده او نه ورسره موافق دی . له بده مرغه په افغانستان کي خصوصآ په پښتنو ليکوالو کي د کورنيو نومونو ( تخلصونو) ستونزه تر دې مخکي هم په بېلابېلو رسنيو کي رامنځته سوې ده ، لراوبر د خپل اخلاقي مسوليت له مخي له ښاغلي تازه خان ويال څخه له دې امله بخښنه غواړي ، او د ليک هغه برخه چي له دې موضوع سره تړاو لري کټ مټ ورته خپروي .
 د«ځنګلي…» ليکوال څوک دی؟
قدرمنو افغانانو، درنو لوستونکو!
تازه خان ويال د« ځنګلي جرګی » ليکونکی نه دی .


نن (۱۸ / ۱۱ / ۲۰۱۱ ) ماښام چې کورته راغلم، تر هرڅه وړاندیِ مې خپل کمپيوټر راواخيست او د افغاني سايټونو د کتلو په جريان کې مې، د معمول په ډول، د « لراوبر » اينټر ڼيټي پاڼیِ ته هم سر ورجَوَت کړ. هلته مې، په کامِلیِ حيرانتيا سره، په يوې داسیِ «ځنګلي…» ليکنیِ ستر ګیِ ولګيدې چې د ليکونکي په ځای کې يې ، بې له اول نــوم نــه، يـــوازي « ويال » ليکل شوی دی (؟؟؟) . په دې « ځنګلي…» ګډو وډو کرښو کې، د افغان وياړلي ولس د درنو سپينږيرو، مشرانو او معززينو په پته، داسیِ ښکنځلیِ، کرکیِ او تحقيرونه، په داسیِ بدرنګ شکل او کرکيجنیِ محتوا سره قطار شوي دي چې د يوې درنیِ افغاني کورنۍ د تربيې او روزنیِ نه برخوردار ه ذهن به يې تصوُر هم ونه کولی شي، ليکل خو يې لا په ځای پرېږده . البته، د څرګندو دُښمنو ګاونډيو ايسټبليشمينټونو فرمايش يا نوکرانه خوشالونه يې قوي اِحتِمالات جوړَولی شي .
تازه خان ويال
۱۸ / ۱۱ / ۲۰۱۱
لندن ـــ مېډاوېل
ټيليفون : ۰۷۹۴۴۵۸۲۱۴۶
ايمېيل : tazakhanwial@yahoo.co.uk