کور / تازه خبرونه / په ژړۍ کي لېسه ، کلينيک او دپوليسو مرکز پرانستل سو

په ژړۍ کي لېسه ، کلينيک او دپوليسو مرکز پرانستل سو

د کندهار ولايت د ژړۍ ولسوالۍ په حوض مدد سيمه کي يو باب لېسه، يو باب کلينيک او يو باب د پوليسو امنيتي ماموريت نن رسماً پرانستل سول.


د پرانستني په دې مراسمو کي د کندهار د عامي روغتيا رئيس، د کندهار د پوهنيرياست مرستيال، د ژړۍ ولسوال، د ولسوالۍ امنيه قومندان، د د ولسوالۍ د پوهني اوروغتيا مديرانو، د ولسوالۍ د پرمختيايي شورا مشر او لسګونه قومي مشرانو او مخوروبرخه لرل.


د ژړۍ ولسوال حاجي نياز محمد سرحدي د پورته ذکر سوو عام المنفعه تاسيساتو دپرانستني پرمهال وويل چي درې واړه تاسيسات د يوې نيمي مياشتي په موده کي د ١٣٥ زرهامريکايي ډالرو په ارزښت ترميم سوي دي.


هغه زياته کړه چي دروغتون او کلينيک په پرانستنه کي ورسره د سيمي اوسېدونکوزياته مرسته او همکاري کړې او ورسره يې ژمنه کړې څو له هر ډول مشکوکو کسانو اوترورستي کړنو څخه يې وساتي.


ولسوال همداراز وويل چي په سيمه کي د خلکو د غوښتني او د مخالفينو د کړنواو تګ راتګ د مخنيوي په موخه د پوليسو يو ماموريت هم فعاله سوى څو هم د مخالفينو دتګ راتګ مخه ډب سي او هم په سيمه کي امنيتي حالت ښه ډاډه او خلک خوندي سي.


 د کندهار د عامي روغتيا رئيس ډاکټر عبدالقيوم پخلا په سيمه کي د رسنيو يوېډلي ته وويل په دې کلينيک چي نن پرانستل سو عاجله څانګه، واکسيناسيون، نرسينګ،لابراتوار، د ساري ناروغيو د کنټرول او مخنيوي او همدا راز د مور او ماشوم د روغتياپالني څانګي موجودي دې چي د سيمي زرګونه کورنيو ته به روغتيايي خدمات وړاندي کړي.


پخلا زياته کړه چي دغه کلينيک لپاره ځانګړې ودانۍ شتون نلري او په سيمه کييوه وطن دوست سړي خپل کور د روغتيايي خدماتو د لرلو په موخه خپل کور ورکړى چي دعامي روغتيا رياست لخوا ورته په مياشتني ډول کرايه ورکوي.


 د کندهار د پوهني رياست مرستيال عبدالقيوم منصف د سنګسار په نوم لېسې دپرانستلو وروسته د قومي مشرانو څخه جوړي سوي غونډي ته وويل چي دغه ښوونځى له تيروشپږو کلونو راهيسي بند و چي په دې وروستيو کي د سيمه ييزي دولتي ادارې او ولسيمخورو د پرله پسې هڅو په نتيجه کي بيا پرانستل سو.


د نوموړي په خبره چي په دې لېسه کي لس درسي خوني، درې اداري خوني او داحاطې دېوال لري چي پر دوه وخته به پکښي د سيمي شاوخوا اته سوه زدکوونکي زدکړيوکړي.


د هغه په وينا چي ژړۍ ولسوالي ټولټال ٣١ ښوونځي لري چي له دې ډلي ١٧ يېفعاله او ١٤ نور غير فعاله دي چي هغه به هم په نژدې راتلونکي کي فعاله سي.