کور / شعر / طرحي مشاعره

طرحي مشاعره

Als de bijlage afbeeldingen bevat, worden deze niet weergegeven.  De oorspronkelijke bijlage downloaden
 


د نويد زيري،فريداحمدتسکين او رفيق مهران طرحي مشاعره



زېری: هسې ودې کړه خبره


خو را نه غلې زوروره


مهران: زما زړه اوبه اوبه دی


داستا زړه  لکه ډبره


تسکين: سپيلني ځان ته لوګی کړه


چېرته نه شې له نظره


زېری: ماپرهغه لاره ګرد کړې!


چې درځي داستا  تر دره


مهران: راشه راشه تنهايي ده


ای دمينې  پيغمبره


تسکين: خندا نه لرم پرشونډو


پام چې را نه شې اختره


زېری: پرهغو زلمومين يم


چې سېنه یې وي ببره


مهران: زما زړه یې چې نيولی


جانان نه دی بې هنره


تسکين: له پښتون جانان قربان شم


يارانه یې وي په نره


زېری: که مې غږکړوچې ګلابه


دابه تا ښيم  دلبره


مهران: دخوبونو ټېکه دار یې


غم دې نشته بختوره


تسکين: خدای ج دې وساته له شره


زما ګل ګل پېښوره