کور / هراړخیز / جنسي تېرئ (لومړۍ برخه)

جنسي تېرئ (لومړۍ برخه)

سږ کال د ناروې په پلازمینه اسلو کې د جنسي تېریو شمېره خورا لوړه شوي ده د پروسږکال په پرتله په دا ډول تېریو کې دوه چنده(ټولټال ۵۳ پېښي) زیاتوالی راغلی دی. په دې کې د خواشیني خبره دا ده چې سږکال په دې ناوړه کړنه کې د متهمو بهرنیانو شمېره د پروسږکال په پرتله خورا لوړه شوي او دې ته په پام سره ناروېجي رسنیو هم د موضوع په همدې اړخ ډېر څه خپلو لوستونکو او اورېدونکو ته وړاندي کړي چې تر پخوا زیات ېې د ناروې مېشتو بهرنیانو ښه شهرت ته تاوان رسولی دی . رسنی او حتئ دولتي مقامات دعوا لري په سلو کې نوي دغه ډول تیري دمسلمانانو له لوري ترسره شوي دي افغانان هم د بهرنیانو اقلیتونو یوه وړه ډله ده چې په یادو جنسي تېریو کې د یو شل کلن افغان د ښکېلتیا او وروسته په څلورنیم کاله زندان دهغه دمحکومیت ، له امله د عام ناروېجي ولس پام ور اوښتی دی. سږ کال د جون په مېاشت کې په ناروې کې غیر قانوني مېشت یوه افغان په دوه ناروېجي پېغلو جنسي تېری کړی وو چې دواړه پېښي د پېښې ځای ته څېرمه لګول شویو ویدویي کمرو افشا کړې او پولیسو بیا وروسته د دغه ځوان انځور او نوم رسنیو ته د هغه د نیونې په نېت ورکړ. نوموړی افغان وروسته د (فوکوسېرت ډاټ کام) د ویبپاڼې له قوله د یو شمېر نورو قانون ته ژمنو افغانانو د هڅو له برکته په خپله پولیسو ته ځان ورـ وسپاره. یاد شوي افغان د جنسي تېري دواړه اتهامونه رد کړي او ځان پېګناه بولي.
ډېری ناروې مېشتي افغانان د دې افغان دا ناوړه کړني په کلکه غندي او وایي چې دا کس په هېڅ صورت د ټولو افغانانو استازیتوب نه شي کولی.
دا بېله موضوع ده چي آیا یو کس د یوې لوې ټولنې استازیتوب کولای شي او که نه، خو دې کړنې زمونږ په ناروېمېشته افغاني ټولنه کې دننه د اخلاقیاتو ټېکه دارانو ته د غیبت او بدوینې یوه بله موکه په لاس ورکړي. پوښتنه دا ده چې آیا د یادشوي متهم افغان پدې جرم کې، یوازي دی خپله او که نور څوک هم شریک دي؟
یو بل اساسي ټکی دا دی چې آیا د ناروېجي رسنیو دا دعوا چې ګواکې د دې کسانو دا کړني د هغوی په خپلو ټاټوبو کې له شته دودونو، د ماشومانو او ښځینه وو په اړوند د شته ناسم لیدلوري او ناسمې روزنې نه سرچينه اخلي، تر کومه بریده پر ځای ده ؟
۲ . مونږ د والدنیو او ټولنې په حیث د داسې پېښو په مخنیوي کې څومره اوږدمهاله وقایوي کار کړی او څه پروګرام ورته لرو او د دې ستونزې شتون مو تر کومه بریده منلی او که ترې منکر یو؟
۳ . د افغانستان اساسي قانون په دې اړوند څه وایي او دولت په دې اړوند څه کړي او کوي؟ روڼوالی او د معلوماتو کمی په کوم حد کې دی ـ‏؟
تر دې وړاندې چې دغو پوښتنو ته ځواب ورکړو غوره ده په دې خبرې وکړو چې جنسي تیری څه شی دی ؟


نارویژیانی جنسي تیری داسي تعریفوي: جنسي تېری داسي یو جرم دی چې په هغې کې یو کس سېکس ته د زور، ګواښ او یا د نشه ایي درملو د کارونې له طریقه اړ ایستل شي. له داسې یو چا سره جنسي مقاربت چې یا نابالغه وي، یا په هوښ نه وي او یا د نورو دلایلو له وجې د مجرم په مقابل کې د مقاومت وړتیا ونه لري ، جنسي تېری بلل کېږي. یو څوک د زور او یا ګواښ په مټ له ځان او یا له بل کس سره سېکسي کړنو ته اړ ایستل هم، جنسي تېری ګڼلی شي. د یو چا له خوښې پرته له هغه یا هغې سره جنسي مقاربت، تحقیري سیکسي کړني او یا بل کوم ناسم چلند چې مقابل طرف ته سپکاوی تعبیر شي، جرم دی. د کم عمره کسانو په مقابل کې جنسي تېری معمولا د ماشوم د کورنۍ د نژدي غړو او یا خپلوانو لخوا تر سره کېږي. د جنسي تېري ډولونه په لاندي ډول دي: سېکسي تېري، پېدوفیلي(پر ۱۳ کلن یا تر هغې کشرماشوم تېری)، بچه بازي(له تنکیو ځوانانو سره مقاربت)، زنا المحارم یا له محرم کس سره زنا(اینسېست)، له لغړوالي او ځان لغړښودلو نه لذت اخیستل او د یو چا له موافقې پرته د هغې یا هغه د بدن په ځینو برخو لاس وهل.
د جنسي تېري قرباني کېدای شي یو ماشوم، بالغ نارینه او یا بالغه ښځینه وـاوسي او کېدای شي چې په هر سن او د ټولنې د هرې طبقې استازیتوب وکړي. جنسي تېری داسي یو جرم دی چې زیانمن کس ته څو اړخيزه صدمه رسوالی شي. دا نه یوازي د یو کس پر آزادي، سلامتیا او شخصیت تېری او هغې ته سپکاوی دی بلکه اوږدمهاله رواني ناروغۍ هم پيدا کولاي شي چې هغه بیا په خپل وار د ډول ډول ناروغیو زېږنده وي.
ښه او عامه بېلګه یې له پېښې وروسته یا په بله عباره له زیانمنېدا نه زېږنده رواني اختلال دی:
Posttraumatic stress disorder (PTSD(
البته تر ټولو خطرناکه صدمه یې همدا د زیانمن کس روان ته اوږدمهاله ضربه ده چې زیانمنکس له تېري نه کلونه کلونه وروسته هم هغه هېرولی نه شي او له نورمال سېکس نه د کرکې او له نارینه او یا مشرانو سره د تلپاتي کینې او کرکې د رامنځته کېدو سبب کېږي. زیانمنکس، د جنګ، شکنجې او طبیعي آفاتو نه متاثره کسانو، ته په ورته کچه له جنسي تېري نه زیانمېدای شي او ښایي چې درملنه یې وشي.
له جنسي تېري وروسته عامترینه رابرسېره کېدونکي غبرګونونه عبارت دي له: اضطراب او وېره، د تېري د بیا بیا پېښېدو احساس، په خوب کې اختلال، ځان مقصربلل او ځان د پېښ شوي تېري ذمه وار بلل، غصه او ژر راپارېدنه، د فکري تمرکز او حافظې کمزورتېا، بدني تکلیفونه، له خپل چاپېریال سره د ځان په اعیارولو کې ستونزي، له نژدېوالي او سېکسي مقاربت نه وېره، ګورمجن کېده او ځان وژنې ته لېوالتېا.
هغه کس چې جنسي تېری تر سره کوي حتمي نه د ه چې له فزیکي او یا رواني قوې نه په کار اخیستنې دي دا ناوړه کړنه ترسره کړي. یوه ښه بېلګه یې دا ده چې تېری کونکی د خپلې ناولې کړنې د قرباني په څښاک کې مخدره توکي او یا درمل حل او مقابل طرف د دې محلول څښلو ته تشویق کړي.
هغه درمل چې د الکولي مشروباتو او نورو نشه ایي توکو نه علاوه د جنسي تېري د ترسره کولو لپاره په لویدیځ کې ترېنه ناوړه ګټه اخیستل کېږي عبارت دي له:
Gamma-hydroxybutyric acid, Benzodiazepines, Ketamine


دا درمل له کارونې نه ۱۵ یا ۲۰ دقیقي وروسته تاثیر کوي او اثر یې کېدای شي تر شپږو ساعتونو او حتئ په ځینو حالاتو کې تر ۱۲ ګنټې دوام وکړي. دا درمل د هغه چا چې ناخبره دا توکي کاروي د ډېپریس کېدو،کوما او حتئ مرګ سبب کېدای شي.
په ډېریو مملکتونو کې د جنسي تېري جزا مرګ دی. د امریکي په ځینو ایالتونو کې اوس هم د دې جرم جزا مرګ دی چې لویسیانو یې ښه بېلګه ده. البته ډیریو ایالتونو کې اوس دا له منځه تللي خو ځیني ایالتونه اوس هم پر نابالغه کس د تېري په مقابل کې د مرګ جزا ورکوي. په ناروې کې هم تر ۱۵۸۲ کال پورې د دې جرم جزا مرګ وه خو په راوروسته موده کې بیا مجرم له زیانمنې سره د واده په صورت کې له دې جزا نه خلاصېدای شوای خو په دې شرط چې زیانمنه او والدین یې ورسره موافق وي. په هغو حالاتو کې چې دواړه لوري به موافقې ته نه رسېدل نو مجرم به زیانمن ته نقدې جرمانه ورکوله. که یوکس د دوهم ځل لپاره د جنسي تېري په جرم ګېر شوای وای جزا یې بیا هم مرګ وه.
د یو شمېر مملکتونو قوانین بیا د جنسي تېري د مجرم ساتنه کوي. ښه بېلګه یې نایجېریا ده. په داسي مملکتونو کې یوې مجردې حامله ښځې ته، که څه هم د جنسي تېري له درکه حامله شوي وي یعنې زورزیاتی ورسره شوی وي د شلاقوهنې، سنګسار او حتئ مرګ جزا ورکول کېږي. په یو شمېر نورو مملکتونو کې د جنسي تېري قرباني ته د منطقوي دودونو او قواعدو نه د سرغړونکي په سترګه کتل کېږي او له دې سره سم جزا ورکول کېږي. ځیني نور بیا دا کار د مقابل طرف د ذلیلولو او یا د غچ اخیستنې په نیت کوي. په هغه مملکتونو کې چې دا ډول جنسي تېری پکې په سیستماتیکه توګه تر سره کېږي کولای شو د پاکستان، سریلانکا او افغانستان یادونه هم وکړو. د دې بېلګي په امریکې کې هم لیدل شوي دي.
په جګړو کې بیا له جنسي تېري نه د یوي وسلې په توګه کار اخیستل کېږي او د دښمن په ماشومانو، ښځینه وو او نارینه وو جنسي تېری د وګړو د وېرولو، د مورال د کمزوري کولو، شرمولو او د عام ولس د په ګونډو کولو لپاره کارول کېږي. کوسووا، سوډان، بوسنېاهرڅګوینیا او برما یې د سیستماتیکې کارونې ځيني بېلګي دي. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۰۰۸ کال ۱۸۲۰ پرېکړه لیک جنسې تېری په جګړه کې له نورو کارول شویو وسلو سره ورته بللی په دې مفهوم چې مرتکب یې د جنګې جرمونو د تر سره کولو په تور محاکمه کېدای شي.
په ناروې کې جنسي تېري ته له زورزیاتۍ نه د زیږنده جرم په سترګه کتل کېږي او جزا یې له ۲ نه تر لس کاله زندان دی. د جرم په دروندوالي کې د زیانمن کس سن خورا ژور رول لري. که جنسي تېری، قرباني ټپي کړي او، د هغه یا هغې روغتیا ته د زیاتې صدمې د رسېدو او یا مرګ سبب وګرځي او یا دا چې دا ناوړه کړنه د یو ګروپ لخوا په شریکه تر سره شي ، کېدای شي مجرم یې په ۲۱ کاله قید محکوم شي. یو مجرم کېداي شي چې د قید د تېرولو تر څنګ قرباني ته د زیانمنېدا په مقابل کې د نقدي جرماني په ورکړه هم محکوم شي چې زمونږ شل کلن افغان هم په څلورنیم کاله قید سربېره دواړه قربانیانو ته په ترتیب سره د ۱۵۰ زره او سل زره کرونو په ورکړه محکوم شوی دی. البته یادشوي افغان د جنسي تېري دا اتهام نه دی منلی او ځان بېګناه بولي.
له پورته کاږل شویو حقایقو نه پوهېدای شو چې جنسي تېری په رښتیا هم یو دروند جرم دی چې پایلي یې د یو کس لپاره نه بلکه په ټوله کې د ټولنې لپاره درنې او اوږد مهاله دي. له جنسي تېري نه زیانمن کس د یو چا لور، خور، مور، ورور او پلار کېدای شي واوسي. که یوه خور، ښځه، مور، ورور، پلار له داسي تېري سره مخامخ کېږي او هغه په ټولنه کې شته شرم ته په پام سره له چا سره خپله دا ناخواله شریک نه کړای شي، پولیسو ته عرض ونه کړای شي او حتئ د بدني ژوبلېدا په حالت کې له شرمه روغتیاپالو ته مراجع ونه کړای شي، نو بیا یوازي زیانمن کس نه دی چې له ډول ډول ناروغیو او د خطر له مرګ سره مخ دی بلکه د ټولنې سالمه سبا د ناروغو وګړیو په شتون کې تر پوښتنې لاندي راځي. جرم، جرم زېږوي. زور زیاتی زروزیاتی زېږوي او په یو چا چې تېری شوی وي له هغه نه هم د سبا ورځې تېری کوونکی جوړېدای شي.
راګرځم د خپلو پوښتنو ځواب ته:
آیا جنسي تېری بیلابیل ډولونه لکه د سېکسي تېري، پېدوفيلي، بچه بازي، اېنسېست او د دې ته ورته تېریو نوري بڼي په افغاني ټولنه کې اصلا شته؟
د دې د پوهېدو لپاره همدومره بس ده چې د غښتلي ژورنالیست نجیب الله قریشي مستند فلم (د افغانستان نڅاګره هلکان) وګورو. دا فلم په شمال کې د زورواکو او شتمنو نارینه وو لخوا د بیوزلو ماشومانو پېرودل او د نڅا او جنسي مقاربت لپاره له هغوی ناوړه ګټه اخیستنه خپلو لیدونکو ته راسپړي.
http://www.youtube.com/watch?vKuJkNzEyHJ0
د کابل د کتابپلورنځي د کتاب لیکواله د خپل کتاب په ۲۵۶ پاڼه کې بیا ورته ناخوالي د افغانستان په یو بل ګوټ کې انځوروي:
،،هغه په ځمکه پلترۍ وهلي، چای څښي او غوږ یې نیولی دی. دا ټوله موده په یو بل سرتېري په مینه لاس راکاږي. دوی یو بل ټینګ سره نیولي او په دا یو یې غېږ راتاوکړي. له سرتېرو نه ډېر یې د تاجمیر په لور شوقي نظر وراړوي.
د افغانستان په ځینو برخو کې، په ځانګړي ډول د مملکت په سویل ختیځو برخو کې همجنسبازي په پراخه کچه شته او په خاموشۍ کې منل شوي هم ده. ډېری قوماندانان څو څو تنکي معشوقان لري، او سړی اکثرا زاړه سړی ویني چې د تنکیو هلکانو له ډلګۍ سره ګرځي راګرځي. دې هلکانو بیا په ویښتانو یا د غوږ شا کې او یا د کمیس د تڼۍ سوري کې د ګل په کېښودلو ځان سینګار کړی وي. همجنسبازۍ ته بیا د مملکت په ختیځو او سویلي سیمو کې د سختې پردې پالنه بهانه نیول کېږي. اکثرا سړی ورپسې زنګیدونکي هلکان ویني. دوی د سترګو شاوخوا د رنجو ډبلي لیکي ایستي وي او خوځېدا یې په لویدیځ کې نرښځیانو ته ورته وي.،،
مجیب
دوهم برخه


اساسي ټکی دا دی چې آیا د ناروېجي رسنیو دا دعوا چې ګواکې د دې کسانو دا کړني د هغوی په خپلو ټاټوبو کې له شته دودونو، ماشومانو او ښځینه وو په اړوند له شته ناسم لیدلوري او ناسمې روزنې نه سرچينه اخلي، تر کومه بریده پر ځای ده ؟
۲ . آیا مونږ د والدنیو او ټولنې په حیث د داسې پېښو په مخنیوي کې څومره اوږدمهاله وقایوي چلند کړی او د دې ستونزې شتون مو تر کومه بریده منلی او یا ترې منکر یو؟
۳ . د افغانستان اساسي قانون په دې اړوند څه وایي او دولت په دې اړوند څه کړي او کوي؟
په دې اړه به په بله برخه کې خبرې وکړو.