کور / تازه خبرونه / کندهار : د ١٢ خالي بستونو له پاره ازموينه واخستل سوه

کندهار : د ١٢ خالي بستونو له پاره ازموينه واخستل سوه

تېره ورځ د کندهار ولايت مقام د غونډو په تالار کي د دې ولايت په ګمرک کي د ١٢ خالي بستونو له پاره د ٦٣ تنو نوماندانو څخه ازموينه واخستله سوه .
ياده ازموينه د کندهار ولايت مقام ، د ګمرک د استازو ، د ولايتي شورا او نورو په مخ کي واخستل سوه چي وروسته به بريالي نوماندان پر خپلو دنده پيل وکړي .
د کندهار ولايت مقام مالي او اداري رئېس محمد امين کمين وايي چي دا کار يې په ګمرک کي د کارو د ښه والي په موخه ترسره کړى.