کور / کره کتنه / د ننګرهار ړانده چارواکي او ړندې رسنۍ

د ننګرهار ړانده چارواکي او ړندې رسنۍ


دتیری دوشنبی په ماښام ۶بجو او۴۵ دقیقو د بټی کوټ ولسوالۍ باریکاب قریی په قلعه والو کلي کی ددوو کلیوالو ترمنځ دشخړی دله منځه وړلو په خاطر دودیزه جرګه جوړه شوی وه، چی دشخړی یوی خوا یو سیرلی حلال کړی وو او دکلي مشران یی رابللي وو ترڅو د مقابل لوري سره یی پړه وړه ولټوي، دکلي مشرانو خپله خبره وکړه او دډوډۍ خوړلو وروسته یی دماسختن مانځه لپاره مخه وکړه چی ځینی ځوانان په همدی حجره کی ناست پاتی شو او دکلیوال دود مطابق یی خپل بنډار جوړ کړی وو، د سپین ږیرو دوتلو ۱۰دقیقی وروسته یوی وسله والی ډلی په حجری حمله وکړه چی شپږ نفرو ته یی مرګ ژوبله واړوله، تراوسه ددوی څخه یی پنځه کسان مړه او یوزخمی پاتی دی، دولسوالۍ امنیتي موظفینو رسنیو ته دغه پیښه ددوه وسله والو ډلو ترمنځ خپل منځۍ شخړه وروپیژندله خو عیني شاهدان او د کلي خلک بیا نور څه وایی، په حجره کی ۱۳ نفرناست وو چی ۵ تری مړه او پاتی یی پیښه پدی ډول بیانوي:
دوی وای کله چی سپین ږیري لاړل مونږ چای څکلی، پدی وخت کی دوه وسله وال نفرراننوتل او غږ یی وکړ چی ونه خوځیګۍ! مونږ حیران شو چی څه خبره ده دوی سمدستي لټونه کش کړل او ډزی یی وکړی، یونفر دامین په نوم په کړکۍ ورمنډه کړه چی بهرووځي دبهر لخوانه پری دپیکا ډزی وشوی اوویی ویشت، پدی وخت کی ګیس ډبه هم مړه شوه او تیاره شوه، مونږ ټولو په کونجونو کی ځانونه یوپربل غورځولي وو او په توره تیاره کی ډزی روانی وی، لږه شیبه وروسته دوی ووتل او یونفر پری غږوکړ چی څوک خو به پاتی نه وي؟ دوی ورته وویل چی نه ټول مو خوندي کړل، بیا یی د بیرون نه په کوټه دوه دراکټ مرمۍ فیر کړی اودواړه مرمۍ غلی شوی او ونه چاودلی چی په بله ورځ دولسوالۍ نفرو دځان سره یوړلی، کله چی ارامي شوه مونږ راپاڅیدو ګورو چی دری نفره ځای پرځای مړه وو او دری زخمیان وو، په مړو کی یوامین دی چی دڅوکلونو راهیسی دثمرخیلو په تالاشۍ کی دپیښور څخه راوړونکو څارویو دمحصول په کار بوخت وو، دوهم نفر وحیدجان دی چی په بټۍ کی خښتی اچوي، دریم نفر دصفت په نوم دی چی دتورو شیشو په موټر کی دننګرهار دواکدارانو سره ګرځیده، څلورم او پنځم چی هغه هم په شفاخانو کی مړه شول مجاهد او میرافضل دي چی دواړه ډریوران دی مجاهد خپل باردار موټر هینو لري هغه یی چلوله او میرافضل د یوشرکت سره په ډریورۍ موټر چلولو، پاتی ځوانان هم څوک دهقانان او څوک مزدورکاران دي، ځنی خلک په دی کسانو نیوکی کوي او وایی چی داهلکان ښه هلکان نه وو او ورانکاري وو خو په حکومت زمونږ نیوکه داده چی دا خو پټ خلک نه وو، ټول ازادګرځیدل، پورته ذکرشوي کارونه یی ترسره کول، ولسوالۍ ته ورتلل، جلال آباد او په هرځای کی ښه ازاد تګ راتګ یی درلود، که چیری دوی مجرمان وو نو حکومت دوی ولی نه نیول اویا مجازات کول یی ولی نه په دغه ډول په حجره کی په عادي ناستی ددوی مرګ ته کوم قانون جواز ورکړی دی؟
د پېښې عيني شاهدان چې دهغوی څخه ځینی خلکو یی وسله وال کسان په ځینی ځایونو کی ځای پرځای لیدلي دي، دوی حجری ته ددوه لارو لخوا راغلي دي او ډیر په تیزۍ او منډو راغلي دي، په  فکر دوسله والو پروګرام د جرګی سپین ږیرو ته وو او هدف یی دقومي مشرانو ترور وو، دوی داخبره هم کوي چی کیدای شي د دی جرګی راپور دلوی جرګی لپاره دامادګۍ دجرګی په خاطر ورغلی وي او دا ډله دلوی جرګی د مخالفینو له جملی څخه وي، خو پدی وخت کی مشران لمانځه ته تللي وو نو دمرمیو ښکار ځوانان شول، دولسوالۍ د موظفینو په اړه خلک فکرکوي چی دپیښی ځای ته دولسوالۍ په وخت نه راتګ او بیا رسنیو ته دا څرګندونی چی نښته ددوه وسله والو ډلو تر منځ شوی ده ددی ښکارندوی ده چی دوی د وسله والو سره اړیکی لري ځکه خو دوی دولس څخه ددفاع پر ځای پر هغوی د بلی وسله والی ډلی تور ولګولو.
افسوس دادی چې د ننګرهار د ړندو چارواکو ترڅنګ چې تل يې ولسونه په دروغو او چل فريب غولولي دي د ننګرهار ړندې ميډيا او پلورل شويو ژورنالستانو هم و د چارواکو په خوله داسې بې اساسه خبرونه خپاره کړل چې له هېڅ ژورنالستیک معیار سره اړخ نه لګوي، دوی دواړو ( چارواکو او ژورنالستانو ) په حقايقو سترګې پټې کړې او مظلوم يې خلکو ته د ظالم په توګه معرفي کړ، اوس نو قضاوت تاسې وکړئ چې ايا چارواکي او رسنۍ دواړه په غبرګو ړانده نه دي؟ او پیښی ته په کتو سره دخلکو دا اندیښنه څرنګه ارزوۍ چی چارواکي د وسله والو ډلو سره اړیکی لري؟.
شیربهادر همت
اړیکی شمیره:۰۷۰۰۶۰۳۸۱۶