کور / شعر / باران و دډالـــــــرو

باران و دډالـــــــرو


حیأ ورڅخه  تللې ده  تخت ساتي  په اغیار
موږ ولې  ټیټوي  دا خدای وهلی  فرېبکار
هغه ورځ په ځنګل کې غوړمبېده لکه زمری
په  خدای مو باور وشه  موږ یې  ټول کړو شرمسار
حیران یم دا پخپله که دبل په خوله غږیږي
څوک نشته چې وروښيي سړي غوندې ګفتار
خوله وازه سترګې پټې په اپلتو پیل وکړي
په سور خو په ولله که وي علاج  یې دی  په کار
لمبه شمه ایره شم  چې نیکونه  کړم  رایاد
دا وخت  ټیټ  دی که سر ټیټ  دی زموږه دسردار
هغه ملت چې پاڼې دتاریخ  ولې پرې ښکلې
نن لاس او پښې تړلی په قفس کې دی حصار
ددوو ټنګو لپاره به ایمان خرڅ کړي ښاغلي
دستر احمد دملک به ورکړي نورو ته اختیار
په تېر اخېر یې پښې خطا شوې خدای دې سزأ ورکړي
له چا چا ته ګیله وکړم له چا کړم ځان کنار
سرلوڅ  و که سرپټ  داسې په  تبه سره ناست وو
باران و د ډالرو هر یو و خمار خمار
کڅوړې او جېبونه یې پنډ پنډ مالومېدل
دټولو سترګې ټیټې وې چې کوز شول له تالار
راغلي نابللي به اخېر تښتي له سیمې
بسمله  تر هغو به موږه ټول کړي خوار اوزار