کور / اسلامي / د مولوي عنايت الله اخندزاده په ږغ کي سيرت النبي پرليکه سو

د مولوي عنايت الله اخندزاده په ږغ کي سيرت النبي پرليکه سو

د لوی خدای جل جلاله شکر ادا کوو چي د کلونو ارزو مو پوره سوه او په لراوبر ويبپاڼه کي د مولوي عنايت الله اخندزاده په خواږه ږغ او روانه پښتو ژبه د سيرت النبي په خپرولو بريالي سوو .


ددې کار په بشړه کېدو کي پخپله مولوي عنايت الله اخندزاده ته ډير کوردانئ وايم او له لوی خدای جل جلاله څخه د افغانانو او مسلمانانو لپاره دډېرو دغسي اسلامي خدمتونو ترسره کېدو توان او توفيق غواړم .


په سعودي عربستان کي د ښاغلي عبدالله ناصري ورور څخه ډېره ډېره مننه کوم چي په دې برخه کي يې پر ځان ستونزي ومنلې ، وخت يې ضايع کړ او دغه ټوله ږغيزي ټوټې يې  په تخنيکي لحاظ د انلاين اويدلو جوګه کړې . دغه ډول د لراوبر ويبپاڼي د تخنيکي چارو مسول انجنير ګل اغا کاکړ څخه مننه کوم دغه سيرت النبي يې د يو لوړ نورو مهمو اوارزښتناکو اسلامي معلوماتو سره يوځای تر موږ او تاسو پوري د رارسولو ، اوريدلو او ډاونلود کولو جوګه کړ .


ښاغلی مولوي عنايت الله اخندزاده د سعودي عربستان په مدينه منوره کي اوسيږي ، د لراوبر دغه هڅه يې وستايله او خوښي يې څرګنده کړه چي نوي تکنالوژي د پښتو ژبي او د اسلام د مقدس دين په اړه د پوهني پراختيا په لاره کي کارول کيږي . نوموړي وويل چي د سيرت النبي پر ثبت او چمتو کېدو يې تر دوه زيات کار کړئ دی . نوموړي وويل چي ددې کار څخه يې هدف خپلو هيوادوالو او د اسلام مقدس دين ته خدمت او د خدای جل جلاله رضا حاصلول دي .


نوموړي پردغو لاندي موضوعګانو په تفصيل سره خبري کړي دي چي دغه ټوله اوس د لراوبر ويبپاڼي څخه اوريدل کيدائ سي .


سيرت النبي ( صل الله عليه وسلم)


ابوبکر صديق او عمر فاروق


اخيري سفر په


قِصص الانبيا


د امام اعظم مناقب


د سحر او ساحر د شر څخه خلاصون


د عقيدې مسايل


د ژبي ګناهونه او ضررونه او د هغو څخه د ځان ساتلو لاري


د لمانځه فضايل ، احکام او معنی


د کلمه طيبه فضايل او معنا


په ښځو پوري خاص مسايل


د انسان د خلقت څخه مقصد او د نبوت دلايل


د همسايه حقوق


حيات الصحابه رض


د مسلمانۍ پنځه بناوي


اسلامي تاريخ  یا د عبدالله ابن ذبير رض ژوند


په ودونو او ښاديو کي حرام رواجونه


د علم او عالم فضيلت


مرګ لوی عبرت دی


طب او اسلام


اخلاق


د الله جل جلاله څخه بېره


د الله جل جلاله شکر


په قرآن مجيد سره علاج


د قبر يا برزخ عذاب


شيطان د انسان دښمن دی


عزت چالره دی


په اسلام کي د ښځي مقام


د يادوني وړ ده چي ښاغلي اخندزاده صاحب پورتنۍ موضوعګاني د ټيپ په ۱۰۰ بېلابېلو پيتو ( کسيټونو ) کي ثبت کړي او خپاره کړي دي ، د نوموړي دا هڅه په لراوبر افغان وطن او ټوله نړۍ کي افغانانو په پراخه کچه وستايله او ددې لړۍ د مډرن کېدلو غوښتونکي سول ، څنګه چي د ۱۰۰ کسيټونو وزن او حجم زيات و ، له يوه ځايه څخه يې بل ځای ته لېږدېدل هم اسان کار نه و ، له دې امله به ځينو کورنيو ته يوه موضوع په هغه شمېر کسيټونو کي رسېدله چي په سر – منځ يا پای کي به يې ځينی شمېرې کمي وې ، دادی په لومړي ځل لراوبر ويبپاڼي د سيرت النبي د ټولو مينه والو دا ارمان پوره کړ چي غوښتل يې د مولوي عنايت الله اخندزاده په لاس د ثبت سوو کيسټونو پوره سيټ واوري .


دغه ارزښتناکه او مهيم اسلامي معلومات د لراوبر د ږغونو په برخه کي پر www.larawbar.com/audio واورئ .