په افغانستان کې د ژبو سیاست، او ملي ترمینالوجي
۱. کلتوري جګړې ژبي د تمدن اصلي منځ زړې جوره وي،دغې منځ زړې ته د کلتور، فلسفي، د ژوندانه ډولونو او د دودنو ریښي ور نتلي دي . ژبه د ونو په شان وده نه کوي، ژبه د یو ماشین په شان هم نه چلیږي . ژبه یو خورا اساس ټولنیز جوړښت دی چې په خپل سمیز ځای کې ویښ ویونکی لري او د تل لپاره په بدلونکې وي . ژبه ځواک دی، ژبه د واک چلولو یو توکې کیدای شي . څوک چې پر ژبه باندي واکمن وي هغه پر خلکو واکمن وي. څوک چې په یوه ژبه باندي تسلط نه لري اوهغه ژبه باندي په هیواد کې سیاسي بحثونه کیږي، یا څوک د یو هیواد په راکړه ورکړه ژبه باندي خبري نشي کولی . هغه سړي ډیره لږه اغیزه پر دغو چارو باندي لري . د نړۍ په ډیرو هیوادنو کې څو ژبي یو حقیقت دی .
همدا اوس په نړۍ کې اټکل پر ۶۰۰۰ ژبو خبري کېږي . له دې شمیري نه ډیري ژبي دله منځه تلو په حال کې دي . دا حالت ژبپوهانو او فیلسوفانو ته اشاره کوي، چې د هري یوي ژبې په له منځه تللو سره یو کتابتون سره د یو خاص ژبني ټولنيز اند او فکر د نړۍ څخه په مرګ محکوم کیږي . ژبه په خپله ټوله را څرګنده شوې بڼه کې د انسانی کلتور یوه ژوندۍ نښه ده. خپله ژبه لرل د هر انسان یو منل شوې بنسټیزه حق دي . د خپلوي او یووالي احساسات په ټولنه کې رامینځ ته کوي . هر افغان پښتون چې دغه حق تر پښولاندي کوي، هغه زموږ ملي کلتور، ملي تاریخ، د افغان هویت، زموږ ملي ویاړونه، زموږ زوړ افغاني احساس، زموږ پښتني ټولنه، زموږ دغه نوی اساسي قانون چې د لویې جرګې له خوا تصویب شوی تر پښو لاندې کوي . دافغانستان داساسي قانون د شپاړسمې مادې په يو بند کې داسي راغلي دي چې د هېواد ملي اصطلاحات خوندي دي . له دې کبله د ا طلاعاتو او کلتور وزارت دنده لري چې نه يوازې په دولتي رسنيو کې بلکې په نا دولتي ډلیزه رسنيو کې هم دغه ټکي ته پام وکړي او هيچا ته د دې رښته یا حق ورنه کړي چې په ملي ترمینالوجي اصطلاحاتو چې د افغان ولس د ملي هويت يوه برخه جوړ وي،ملنډې ووهي . د ایران اخوندي فاشیستي رژیم کلتوري یرغل له دریولسیزو څخه پیل شوي دی .څه موده مخکې د تاجکستان په دوشنبي ښار کې د دریو فارسي ژبو هیوادوپه نامه کنفرانس جوړ شو. ښاغلی کرزي د ایران او تاجکستان ولسمشران هم د ګډون لپاره راټول شویو وو. ډیر ژر به په راتلونکې میاشت کې د دریواړو هیوادو بهرنیوچارو وزیران د فارسي ژبو هیوادو یوه اتحادیه او په فارسي ژبه یوه ټلویزیوني سیمیزه شبکه اعلان کړي . د کلتوري یرغل لپاره مخکې مخکې د فارسي ژبو هیوادو په غوڼده کې پلان طرحه شوي وو . چې موخه یې پښتو ژبه ورو ورو دا فغانستان له سیاسي او کلتوري ژوند او صحني څخه وباسي او دغي لرغوني ژبۍ ته د پای ټکې کیږدي . په دې کنفرانس کې له دغې نامه لاندي د افغانستان ګډون د پښتوژبې د حقوقو له پاره دنه پام او نه ارزښت ورکولو له امله یو ستر خیانت او ناورین ګڼل کیږي .په سیمه کې به قومي ژبني او مذهبي بنسټپالني اختلافاتو ته لاره خلاصه کړي . دا ورستي پیښه په مزاري شریف کې د افغان ولس ملي ترمینالوجي پروړاندي د پرديپالو،بیلتونپالی ډلې تپلي او د ایران اخوندي رژیم له خواه یوه پلان شوي سیاسي کلتوري کودتا وه . دا کودتا د ویښو افغانانو او پر ملي ارزښتونو مین ولس له خوا شنډ شوه. افغانان پوهیږي چې دا به نه لومړنې او نه ورستي یرغل وي .
ایرانی متعصبي دلي پوهیدلي دي چې په پښتوژبه کې د ویښو او پر ملي کلتورمینو افغانانو له خوا یو ملي کلتوري غورځنګ په خوازیدو راغلي دي . دوي خپل شوم پلانونه په خطر کې ویني . دغو نا حقوکلتوري ، ژبنیو حساسیتونو او دښمنیو اوس موږ افغانان له بل هر مهاله د خپل ملي کلتور اوملي ژبې ساتني ته اړ کړي یو او ورسره د هر هومانیست او بشر دوسته انسان دنده ده چې د تمدنو جګړو مخه ونیسی. د ختیز ستر فیلسوف افغان سید جمال الدین لیکې علم له نوروزده کړه خو فرهنګ او کلتور خپل وساته . ستر عالم امانوویل کنت لیکې له دې نه بل هېڅ ستر تاوان یا خساره یو ملت ته نه اوړل کیږي ، کله چې سړي له دوی نه ملي کرکټر، خپل کړي ځانګړې روح او ژبه ځني واخلي .
په ۱۹۹۳ کال کې امریکایې نامتو عالم سمویل هینتونګ په فریګن افیرس مجله کې، د کلتورنو جګړي سرلیک لاندي داسي لیکي. په نړۍ کې د راتلونکو کړکیچونو سرچینه په ایدیالوژيکې او اقتصادي لاملونو کې نه بلکې په کلتوري برخو کې ولټول شي . هینتونګ زیاته وي، چې په راتلونکې کې به اصلې کړکیچونه د ولسونو، ډلو ترمنځه د مختلفو تمدنو تر منځه پیدا کیږي . په ۱۹۹۶ کال کې هینتونګ په خپل بل کتاب کې پوښتني کوي چې څنګه کلتوری جګړه پیل کیږي؟ ایا موږ کولی شو، د تمدنونو کړکیچونه مخه ونیسو؟ ایا کوم بل الترنتیف د کلتوري جګړې په اړه شته؟ ځوابونه په همدی کتاب کې له یو شمیر تیوريو او بیلګو سره د کلتورنو په اړه شته چې دلته د لوستونکو له حوصلي ښایې بهر وي . یو بل المانې عالم هغلد مولر په خپل کتاب کې د کلتورنو ګد ژوند په نامه لیکې او د هینتونګ تیوري یوه ډیره اسانه او تیر وتنه بولي. دي په المان کې بیا د هینتونګ له ځواکمنو ګوتنوونکې څخه ګڼل کیږي . په پای کې سړي دغی پایلي ته رسیږي چې د کلتور نو جګړه یا تکر هلته پیل کیږي کله چې موږ هغه په ریښتا سره وګورو او یا یې احساس کړو. موږ وینوپه هیواد کې کلتوري جګړې خپلي ریښي په غځولو کړي دي .
د بشر حقوقو دویمه ماده د ژبې سره تبعیض منع اعلان وي . له همدي امله یو ژبې او ګڼ توکمیزه دولت باید د ژبې سیاست یا د ژبې پالیسی سمه ولیکې، چې له دې سره د ډیرو ژبو حقوق، وده او غوښتنه په مناسب ډول سره تنظیم شي . په نړیواله کچه دغه کړکچه پر انګیزي ژبه باندي زور اچوي . د برتیش کونسل، د انګریز حکومت کلتوري اورګانیزیشن، د انګزیزي ژبۍ دومینانس یا برلاسي په نړۍ کې ډیر ځله د واک او ځواک یو خورا لوي فکتور ګڼلي دي . دا حالت د برتیش اغیزه په نړۍ کې سره د انګریزي امپراتوري له منځه تلو سره بیا راژوندي کوي او تنظمینوي . ۲ . ترمینالوجي ترمینالوجي د یوي مسلکې رشتي د مسلکي لغاتو خزاني ته ویل کیږي . ترمینالوجي یا د مسلکې لغاتو پوهنه . چیرته چې مسلکې پوهه کاریږي او ورکول کیږي ، هلته پوهنه پرته له ترمینالوجي ناشوني ده . له ترمینالوجي پرته مسلکي مالومات به هېڅ اعتبار ونه لري. د ژبې ترمینالوجي د ژبې پالنه او ساتنه ده،دغه چار دیره ګرانه اواکاډیمیکه هم ده . ترمینالوجي باید د ټولو علومو او رشتو له پاره جوړه شي او د ترمینالوجي ساتنه او پالنه هم خورا مهمه ده . دا په یوې ژبې پورې اړه نه لري دا د ټول ولس شریکه شتمني ده. دافغانستان ملي ټرمینالوژي د ډیرو ژبو څخه په ګده جوړه شوي، داملي مصطلحات یوازې په پښتو ژبه ندي بلکې د افغانستان ټولې ژبي پکې برخه لري. د افغانستان اساسي قانون د ملي ترمینالوجۍ ساتنه په اړه د اطلاعات او کلتور وزارت مکلف بولي .
ملي ترمینالوجي په دی مانا نه ده چې له دې لارې د چا د مورنۍ ژبې مخنيوى وشي، دنویو ویونې یا لغاتونو، توري جوړول د هري ژبې حق او اړتیاده . ترمینالوجي د یو ولس یو ارزښت دی . نن سبا سړي داسي خبري اوري لکه چې ډیر پوه خلک د اساسي قانون له مادوڅخه خبر نه وي او یا نه غواړي چې اساسي قانون ومني ، د ملي ترمینالوجي له شتون څخه انکار کوي او ورسره ټولنیز ملي تړون ماتوي او په ټولنه کې کلتوري ګد ژوند، د ژبوکړکېچ رامنځته کوي، سوله ثبات له ګواښ سره مخامخ کوي . الف . د المانی ژبې ترمینالوجي له پاره شوراد المانی ژبې ترمینالوجي شورا ۲۵ کسه مسلکي متخصصین لري . دا کسان د اقتصاد، پوهني، اداري او د الماني ژبې ترمینالوجي ښووني او روزنې سیمو څخه راټول شوی دي . دوی د ترمینالوجي پوښتنو، استعمال ،د ترمینالوجي زده کړي په برخه کې بوخت دي . دغه شورا د اروپا له نورو هیوادنو سره یوځاي په استراتیژیکي پوښتنوباندي کار کوي، په اروپایې کچه د الماني ژبې حالت یا پوزیشن باندي خبري اترې او بحثونه کوي . چې څنګه د الماني ژبې ترمینالوجي د اداري، حقوقي ترمینالوجي برسیره خپل نور ټولیدي صادرات، صنعتي، سوداګریزه توکې او نور ماشین الاتو نومونه په دې نني نړیوالتوب کې، څنګه د انګریزي یوه اندازه ځواکمني ژبې سره سیالي وکړي . بې له دې چې دوی د ناسونالستي اړخ ته ارزښت ورکړي، دوی وایې که همداسي په همدي کچه له پردي ژبې څخه نوي لغاتونه او توکې واخیستل شي، د الماني ژبې له منځه تلو ته په کتو سره دغه ژبه نوره به هم ورسته ولاړه شي . د المانی ژبې ترمینالوجي د انګریزي ژبې اغیزه پر الماني مسلکی ژبه باندي څیړي . د اطلانتیک سمندر په ډواړو غاړو کې نه یواځي موټر د سړکو په مختلفو غاړو٬په ښي لاس او کین لاس ٬٬ چلیزي، بلکې انګریزان او امریکایان هر یو د خپلي ترمینالوجي ساتنه کوي .
د همدي ترمینالوجي پربنسټ د انګلستان انګریزي ژبه او د امریکي انګریزي ژبې ترمنځه جوت توپیر لیدل کیږي . څوک چې په انګریزي پوهیږي هغه دا ترمینالوجي هم پیږني . که څوک په قصدې توګه د هیواد ژبنې ملي ترمینالوجي له پامه غورځوي، هغه یوه مسلکې څانګې له پامه غورځوي . ځکه د ترمینالوجي څانګه د ژبو او ادبیاتو په پوهنځي کې د یوي رښتي په حیث تدریس کیدای شي . د ګران افغانستان ګاوندي پاکستان او ایران د څولسیزو راپه ديخوا زموږ مادي او معنوي شتمني لوټ کړي دي . یو یې د پوځي سیاسي او بل یې مذهبي، کلتوري سیاسي یرغل هڅې کړي او کوي . موږ ټول پدې پوه يو چې خپل اصل پښتني او افغاني کلتور مو نن تر بل هر وخت زيات د بهرنيو کلتوري يرغلونو سره مخامخ دي، ځيني په کور دننه داسې کړي شته چې د بهرنيانو او په ځانګړي ډول له ګاونډيانو سره پدې يرغل کې لاس په لاس دي او هڅه کوي چې زموږ ملي ترمينالوجي په پرديو اصطلا حاتو بدله کړي . د ملي ترمینالوجي د له منځه وړلو سره دوی غواړي زموږ پر فکر ،اند،ملي کلتوري ارزښتونه باندي هم یرغل وکړي . موږ په دې هم پوهیږو چې د نورو ژبو اصطلاحات لکه انګلیسي، عربي، ترکي کارول کیږي څوک د هغو پروړاندي څه نه وایې او د پښتو ژبۍ د څو محدودو ټکو پسي راخیستي ده . زموږ نیکمرغې دا ده چې ریښتیني افغانان د دا ډول ناوړه سلوک او د دغې ویروس پر وړاندي اوس ډیر ښه واکسین شوې دي . زموږ افغان درې ژبي چې پښتو ژبه یې ډیره ښه زده ده، دوی اصلاٌ په خپل سر نه په دولتي چارو کې، نه په کابینه کې ،نه په ولسي او مشرانو جرګوکې،نه په رادیو، ټلویزیون، اخبار او داسي نورو برخو کې په پښتو ژبه خبري نه کوي . په خواښني سره له هغو څخه چې دخپل هیواد لومړي رسمي ژبه زده نه ده ګیله نه کیږي . ښاغلي یونس قانونی ښه پښتو ژبه زده ده او په خپل ولسمشري انتخاباتي کمپاین کې په کندهار کې خلکوته په دري ژبه خبري کولی او د دوی څخه یې په درې ژبه ځانه ته وټونه را ټولول . شریفو کندهاریانو به له تعصبه ورته غوږ نیولي وو. ایا معکوس یې په درې ژبو سیمو کې یو پښتون ته دا حالت شونې دي ؟ د ژبو کړکیچ هلته رامنځ ته کیږي ، کله چې دوي خپلواکي مختلفي ژبي یو بل ته مخامخ شي، یوه ژبه د بلي ژبې په پرتله په سیاسي ډګر کې سیاسي حاکمه او بله سیاسي محکومه شي، د ژبو کړکیچ رامنځ ته کوي په افغانستان کې خبره نوره هم ورانه ده، هغه دا چې پښتوژبه دلوی اکثریت ژبه د ځیني خلکو له خوا په ډیر سپین سترګتوب سره دمحکومیت ټاپه پر وهل کیږي ولې ځیني درې ژبې د پښتو ژبې له ویلو، لیکلوڅخه دډه کوي او په ډیرو برخو کې د پښتوژبې پروړاندي حساسیت او نفرت لیدل کیږي؟ څوک چې زما ژبۍ ته درنښت نه لري،هغه زما هویت ته هغه زما د ولس تاریخ ته هم درنښت نه لري .موږ پښتنو درې ژبه په مینه زده ده او په خپله مورنې ژبه کې په سلګونو د درې ژبې لغاتونه به له کوم تبعیض او تعصبه استعمالو.دا ځکه چې موږ په خپل کور کې دوی ته د یو افغان په څیر درنښت لرو او درنښت متقابل دی . ایا دې ته چا فکر کړي دي چې دغه حالت به ترڅو داسي روان وي او پښتانه په دې اړه څه فکر لري؟ موږ پښتنو هېڅکله دا هڅه نه ده کړي چې دري ژبه د افغانستان له سیاسي او کلتوري صحني څخه وباسو. ب. لومړي پوښتنه دا ده چې ولې پښتانه سیاسي چارواکي، د ولسي او مشرانو جرګي غړي او ځیني روڼ اندي لیکوال په خپله مورنۍ، رسمي ژبه له خپل ربړدیدلي،کړیدلي او نالوستي ولس سره خبري نه کوي ؟ او یا ولې پښتانه په خپله نه یوازې په ورځینو خپلمنځي خبرواترو او یا د ویناوو کې ملي ترمینالوجي یا پښتو نومونه نه کاروي . زما په اند ښایي چې دوی فکر کوي چې ملي یوالي له دې لاري ساتل کيږي . دوی اصلا دا فکر نه کوي چې دوی د هیواد ۶۰ څخه تر ۶۵ سلني وګړو يا پښتانو ته اهمیت نه ورکوي . دوی اصلا دا فکر نه کوي چې د اساسي قانون په تاریخ کې دا ژبه دافغانانو کله رسمي کله ملي ژبه ده،له دغي ژبې سره داسي چلند ولې وکړي . دوی اصلا دا فکر نه کوي چې دا دولتي، پوهنیزه رسمي ژبه ده . دوی اصلا فکر نه کوي چې دوی د خوږو یتیمانو، کوشنیانو، کوڼدو،سپین ژیرو او مشرانو حقوق باندي پښه ژدي . ښایي دوی فکرکوي چې پښتنانه خو هسی په دي خبرو نه پوهیږي . دوی فکر کوي چې پښتانه خومي هسي خپل دي راځه چې دا نور خپل کړه. دوی فکر کوي چې که زه په پښتو خبري وکړم نو ساده او کليوالي به وبریښم . دوی فکرکوي چې زما شخصیت خوهسي تیت دی،نور به هم تیټ شي . ښایې دوی د کمتري احساس له مخې خپلی ژبه نه بلکې نورو ژبوته ارزښت ورکړي . دوی فکر کوي چې په پردي ژبه کې به ښه ولیدل شو . دوی فکر کوي که په پښتو خبري وکړم نو فاشیست یا ناسیونالیست به را ته څوک و وایې . دوی اصلا دا فکر نه کوي چې دا بل ورور ته او د نړۍ ټولو دولتي چارواکو ته هېڅ څوک داسي ویلې نه شي. دوی فکر کوي چې پښتانه خو هسي تبعیض او تعصب نه لري . دوی فکر کوي چې دا څه خبره ده، دواړه دافغانستان ژبي دي چې په کومي باندي خبري کوم دا زما اختیار دی . دوی اصلا دا فکر نه کوي چې په شخصي ژوند کې خو نه یم دا د دولت رسمي دنده ده، په قران کریم، او قانون مې لوړه کړي ده چې دغي مظلوم ولس ته چوپړ کوم او حقوقو ته یې درناوي کوم . دوی اصلا دا فکر نه کوي چې د بي بي سي رادیو پښتو خپرونې سره مجبور دي په پښتو وګړیزي ، خو د خپل خوارولس سره مجبور نه دې چې په پښتو وږغیږي . دوی دا فکر هم نه کوي چې د پرديو له خوا د دوی په مورنۍ ژبه ملنډې ووهل کیږي نه پوهیږي چې څه وکړي؟ . دوی فکر کوي چې ما خو ښوونځي په دري ژبه لوستي، ماخو ټول عمر په بلې ژبې خبري کړي دي . دوی فکر کوي چې پښتانه خو مې هسي غلط کړه راځه چې دانور هم غلط کړمه . دوی اصلا دا سي فکر نه کوي چې دا زما د مور ژبه ده، دا زما حق دی دا په نړۍ کې یو منل شوي فورمول دي چې یو دولتي چارواکې مجبور دی په خپل هیواد کې پر خپله رسمي، دولتي او مورني ژبه خبري کوي . دوی اصلا دې ته پام نه کوي چې نړیواله ټولنه په کابل کې حضور لري دوی ته متوجهی دي چې پښتانه څومره په خپل کلتوراو ژبه ولاړ خلک دي .دوی اصلا داسي فکر نه کوي چې دابل ورور په نره په خپل هیواد کې پر خپله مورنې ژبه خبري کوي ،زه یې ولې نه شم کولې ؟ . دوی اصلا داسي فکر نه کوي که خبره د ملي وحدت ده . دغه درې ژبې ورورنه هم مجبور دي، یا زه بي په یو رنګ نه یورنګ دې ملي وحدت اړ کوم ، چې زما په رسمي ژبه هم زما ولس ته خبري وکړي، ما چې دستا درنه ژبه زده کړي ده ،ته څه خدا وهلي چې نوري ژبي لکه انګریزي زده کوي خو زما رسمي دولتي ژبه نه زده کوي او کلتوري ګدژوند تمه هم لري . دوی دا فکر هم نه کوي چې د ولسي جرګې د فرهنګي کمیسیون مشر د هیواد په یوه رسمي ژبه نه پوهیږي او هغه دغي دنډې ته ټاکې . دوی دا فکر هم نه کوي چې په هیواد کې دوی د یوه لوی اکثریت استازیتوب کوي . دوی اصلا دا فکر نه کوي چې ځیني درې ژبو خو پښتو ژبه زده ده ، خو خبري نه پر کوي، دا ځکه چې پښتانه په خپله خپلي پښتو ژبې ته درنښت نه لري، نوهغه بل ورور یې ولې ولري؟ دوی اصلا دا فکر نه کوي کله چې دوی په دولتي رسمي چارو کې په پښتو ژبه له خبري کولو څخه ډده کوي، د غي نا قانوني عمل ناوړه اغیزي به څه وی؟ . دوی اصلا فکر نه کوي چې زه خو د نورستاني، پشه یي ،اوزبک، ترکمن، هندو او بلوڅې ورونو څخه دا جرعت او مینه اخلم چې په پښتو ژبه له پښتانو ورونو سره خبري وکړي ، دوی چې په مینه د هیواد ملي، رسمي پښتو ژبه زده کړي ده، څنګه په دولتي چارو کې خبري پر وکړي ؟. دا ورورنه فکر کوي چې پښتانه په خپله پښتو ژبې ته درنښت نه لري نو ولې د هیواد لومړي رسمي ژبه زده کړي . دوی دا فکر هم نه کوي چې ټولو پوهنتونو، ښونڅیو او اداري دفاترو تدریس ژبه په درې ده، دا زما دژبې حقوق څه شول ؟، دوی دا فکر هم نه کوي چې د دوی دا عمل د خلکو احساسات راپاروي او ملي یوالی خرابوي . دوی اصلا دا فکر نه کوي چې اطلاعاتو او کلتور وزیر ولې د اساسي قانون د پلي کولو په تور ولسي جرګې ته ور غويښتل کیږي؟ . دوی اصلا دا فکر نه کوي چې دوي هم د پردیپالو سره یو ځاي کلتور ي یرغل ته دروازي خلاصي کړي دي . دوی اصلا دا فکر نه کوي چې دا دوی هم دي په هیواد کې د ژبو کړکیچ کې ستره برخه اخلي . زما په اند نن هره روڼ اندي افغانه، هر ویښ پښتون د هیواد په دننه او بهرکې د خپل پلارني هیواد د مورني ژبې او ملي کلتوري اتشي رول لوبه وي . که د ژبې سیاست حالات همداسي دوام وکړي، زموږ درانه مشران ،واکمن ، استازي او پوهاند دغي ټکي یا بشري حق ته پام ونه کړي . ولس به خامخا ډیر شدید غبرګون دغي پښتانو واکمنو ته وښیې . ژبه یوه وسیله ده چې انسان وکړی شي خپل فکرونه، احساسات او اراده څرګند اوبیان کړي . افغانان اوس خپل حق او غوښتنه د ډلیزو رسنیو، سیمینارونو او غوندو له لاري په سولیزه او ولسواکې ډول طرحه کوي . افغان ولس پر هغو ولسي استازوچې ځانونه د ولس ټېکداران، ټاکل شوي استازي، غړي ، واکمن او وکیلان بولي غږ کوي چې که دوی له ولس سره په خپله مورنۍ رسمي ژبې خبرې و نه کړي او د ولس رسمي او دولتي ژبې ته پاملرنه و نه کړي، دوی ته د ولسي جرګې د ټاکلو په لوبه کې سور کارټ ورکول کیږي او له صحنې څخه به وځي او یا د دوی ویناوی به نه اوریدل کیږي او داسي نور غبرګونونه . په ولسي جرګې او مشرانو جرګه کې باید چې د ولس په مورنې رسمي ژبه د ولس په راتلونکي برخلیک، ملي هیلو او د ولس په حق خبرې وشي . کله چې حکومت ، مشرانو، ولسي جرګو غړي او استازي د ولس بنسټیزو حقوقو ته درناوی ونه کړي ، نو هغه استازي به دوی ته څنګه چوپړ وکړای شي ؟ او د خپل ربړیدلي په ژبه غوڅ ولس ډیرو نورو ملي ارزښتونو ته به هم پام ونه کړي. د پام وړ خبره دا ده چې ځیني افغان چارواکې په ولسي او مشرانو جرګوکې، ډلیزو رسنیو خبرونوکې، په کردي میزونو، لیدلور خپرونه کې، په ځینو نورو پروګرامونو کې لیدل کیږي چې په هره ژبه پوښتنه یا خبري ورسره کیږي، ځواب په پښتو ژبه ورکوي . دغه بیلګې د هیواد په ملي او اریانا تلویزیونو کې ښه لیدل کیږي . د کلتوري ګد ژوند او په ټولنه کې د ژبنیو کړکېچ راکمولو ته یو لامل کیداي شي ورسره د افغانستان دوې رسمي ژبي یا بیلینګووالیتت ،، دوه ژبي توب،، ورښیی . په هنرمندانو او سنرغاړو کې لکه ناشناس ، فرهاد دریا، احمد ولي ، وحید قاسمي ، طاهر شباب ، داود حنیف او داسي نور لږ یا ډیر د پښتو او درې ژبې انډول ساتي . دغه سندرغاړي به ولس کې ډیر مینوال او اوریدونکې لري . سړي حیران شي چې ښاغلي هر یومسکینیار، تیمورشاه حسن، د نوید ټلویزیون مسوول اورکزۍ ځانونه پوه افغانان او ژورنالستان ولس ته ورپیژني، څنګه سړي دوی ته دافغانستان د ژبو کړ کیچ د حاکمي او محکومي ژبې اندول ،د مورنۍ ژبې، ملي رسمي ژبې حقوق او ارزښتونه ور زده کړي ؟ ایا دوی فکر نه کوي، چې درې ژبې فکر کوي چې ته خپلي مورنۍ او رسمي ژبې حقوقو او ارزښتو نه نه پیږني او نه درناوي ورته لري، نو زموږ د ژبې حقوقو او درنښت به تاسو څنګه وپیږني؟ د غه بدلون ژبني تبعیضونو، توپیرونو ته لمن وهل نه دي دغه زموږ بنسټیز حق دی او له احساساتو څخه کار نه اخستل نه دي . زما کورنې ، پلار، نیکه له نږدي سلو کالو څخه را په دیخوا په کابل کې هستوګنه لري . زما زوکړ ، زما زده کړه ، لوړه زده کړه په کابل کې ترسره شوي دي . موږ په کابل کې د افغان درې ژبو سره ډیره ښه خپلوي او راکړه ور کړه درلوده او لرویې . زه په خپله ډیر شریف، باعزته پوه، په هیواد، ملي وحدت، اسلامیت، افغانیت مین درې ژبي افغانان پیژنمه . زما ګیله له درې ژبو روڼ اندو لیکوالو څخه دا ده، چې ولې تر اوسه یوه لیکنه د پښتو ژبۍ د حقوقو د بیرته اعادهٌ په اړه ونه لیکله اویا د پښتنو څخه یې د ژبنیوحقوقو ملاتړ و نه کړو . ایا دوی په هیواد کې دغه ناوړه چلند د پښتوژبۍ په اړه نه ویني ؟ نوره موږ پر خپلي مورنۍ ژبې حقوقو او ارزښت باندي سترګې نه شو پټولي .نوره موږ د خپلي ژبې حق او امتیاز بلې ژبې ته نه شو ورکولي . انشااله په افغانستان کې به پښتو ژبه د ټول ولس په مرسته ډیر ژر په خپله ټاکل شوي درني کرسي کې کښیني . ۳ . وړاندیز په نړیوال کلتوري بهیر کې زموږ افغاني مورني ژبه پښتو هم حق لري چې د خپلو اړتیاوو د پوره کولو له پاره ځان په نړیوال ارنو ، کمپیوټري نړۍ او دژبو نړیوال فیستیوال او ماکیت کې وښیې او جوګه کړي . د افغانستان ملي، رسمي ژبواو ملي ترمینالوجي د ودې ، پیاوړتیا ، پراختیا ، پالني ، ساتني او اغیزناکه پروګرامونه لپاره یوه علمي ملي کمیټه رامنځ ته شي . تر څو ژر شونتیا ولري د کلتوري او ټولنیزو حقوقو په برخه کی عدالت پلي کړي . چې ورسره موخه یې د ژبنیو کړکیچونو مخه ونیول شي . د دولت ټول لوړ پوړي چارواکو ته له ولسمشره تر ولسکشره د ژبو انډول یو پروټوکول جوړ شي ، په دغه پروټوکول کې دملي، رسمي ژبو انډول او برخه وټاکل شي، چې کله دولتي چارواکي یا دحکومت درې ګونه اورګانو د حکومت د ژبو سیاست څنګه مراعات کړي . چې کله دولتي چارواکي په کومه ژبه خپل ولس ته خبرې وکوي . ځکه د دولت ټول لوړ چارواکې په دواړو ملي او رسمي ژبو پوهیږي . د نړۍ په ټولو هیوادو کې سیاسي اداري اصطلاحات واحد ډول لري چې د مسوولو چارواکو له خوا تعین او تثبیت کیږي . د اطلاعاتو او کلتور وزارت د علومو اکاډیمي، افغان پښتو اکادیمي ، پښتوټولنو،او داسي نور پوهنیزو سیاسي څانګو سره په ګده ټول اداري، پوهنیزه، سیاسي، حقوقي، پوځي، روغتیایي ،ښونیزه اصطلاحات را ټول کړي او رسماٌ په ډلیزو رسنیو کې استعمال او خپاره کړل شي، تر څو ټول وګړي د ملي ترمینالوجي خپل قانوني پولي وپیژني . د ملي ترمینالوجي ساتلو ، کمیت او کیفیت په برخه کې د پښتوژبې ژبپوهانو بیړنۍ راټولیدنه اړینه بولم . دوی باید په پښتو ژبه کې له اړتیا سره نوي ریفورمونه او سمونونه رامنځ ته او پلي کړي . دولت او ولس وپوهول شي چې په دغه بدلونونو کې کوټلي قانوني ګامونه واخلي . فخرې افغان پاچا خان لیکې . چې کوم قام ته خپله ژبه سپکه شي، نوهغه سپک شي،خپله ژبه ترې ورکه شي ، نوورک شي . د افغانانو د کلتوري، ژبني سولیز ویښ ګډ ژوند او ملي یوالي په لور