افغان تيلي کام د پانګه اچونکو په لټه کي دئ

د لراوبر اداره | مارچ 23rd, 2008


افغان تیلې کام د خدمتونو د ښه والي لپاره د پانګه اچوونکو په لټه کې دی



د ۲۰۰۸ زیږدیز کال د مارچ 23 مه نیټه—دورى ۴مه ۱۳۸۷


 


د مخابراتواومعلوماتى تكنالوژي جلالتمآب وزیر نن ورځ اعلان وکړ چې د افغان تیلېکام د ۸۰ فیصده ونډو د پلورلو لپاره د پانګه والو په لټه کې دی. د افغانستان دولت به د افغانانو د ګټو د خوندې ساتلو په موخه پاتې ۲۰ فیصده ونډه له ځانه سره وساتي. 



د افغانستان جمهوري دولت د مخابراتو معلوماتى تكنالوژي وزیر ښاغلي امیرزي سنګین داسې وویل: تلیفوني خدمات په افغانستان کې د ودې په حال کې دی خو په دې برخه کې سیالی مخ به زیاتیدو ده، ځکه نو د افغان تیلیکام شرکت هم د ودې د لوړې کچې د ساتلو په منظور خورا زیاتې پانګې ته اړتیا لري. مونږ غواړو چې دا شرکت د افغانانو د ویاړ وړ وګرځي.  



د افغان تیلیکام موخه مشتریانو ته د ښو خدمتونو برابرول او د هیواد لرې پرتو سیمو ته د دې خدمتونو د پوښښ غزول دي. افغان تیلیکام د (سی ډی ام اې) تر ټولو نوي خدمتونه د هیواد په ټولو ۳۴ ولایتونو کې وړاندې کوي. دا شرکت د ولسواليو د مخابراتي ستلايت شبکو له لارې په ۲۵۴ مرکزونو کې دتيليفون او انترنت خدمتونه وړاندې کوي.



د افغان تیلیکام شرکت په ټول هیواد کې د زروتنو نه زیات کارکوونکي لري. د دې شرکت ریس ښاغلي ګل احمد راستمن داسې وویل: زمونږ کارکوونکي د هغو نویو ګټو او فرصتونو لپاره خوښ او هیله من دي کوم چې د نوې پانګې اچونې په مرسته تر لاسه کیدای شي. دا هغه څه دي چې مونږ د ډیر پخوا نه ورته سترګی په لار ؤ. 



مینه وال کولای شي د ۲۰۰۸ کال د اپریل تر څلورمې نیټې پورې د مخابراتو په وزارت کې نوم لیکنه وکړي. وروسته له هغه د نظر وړ پانګه اچوونکي کولای شي د خپلو آفرونو د وړاندې کولو نه د مخه د شرکت د تاسیساتو نه لیدنه وکړي، د شرکت مالي صورتحسابونه وګوري او د هغه د مسوولینو سره کتنه وکړي. هغه پانګه وال چې د مبایل ټلیفون په سیستمونو کې پخوانۍ سابقه ولري او د ۴۰۰۰۰۰ نه زیات مشتریان یې درلودلي وي او همداشان په دې برخه کې د مالي او عملیاتي ښې تجربې خاوند وي د نظر وړ کاندیدانو په توګه به وڅیړل شي او په دوبي کې به فیصله پرې وشي. 



ښاغلي سنګین زیاته کړه: دونډودپلورلوڅخه عايد به په مستقیمه توګه د دولت بودجې ته ولیږدول شي او ټولې مرحلې به د یوې منصفانه، پرانیستې او روښانه پروسې له لارې پر مخ لاړې شي. حکومت د خپلې بودجې له لارى په هیواد کې د ښوونځیو، سړکونو او روغتونونو جوړولو ته ادامه ورکړي. 



د افغانستان مخابراتي سکټور د تېرو څو کلونو په ترڅ کې نوي ژوند وموند شاوخوا پنځه ملیونه افغانان د موبایل ټلیفون خاوندان دي. تر اوسه پورې په دې سکټور کې د یو ملیارد ډالرو نه زیاته پانګه اچونه شوې ده او د افغانستان په سلو کې د ۷0 نه زیاته برخه د ټلیفون د پوښښ لاندې راغلې. دې سکتور په مستقیمه او یا غیرمستقیمه توګه د ۵۰۰۰۰ نه زیاتو کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده.  



مخابراتي شرکتونه کولای شي د ښاغلي اجمل عیان سره په دې پته : ajmal.ayan@moc.gov.af اويا هم له ښاغلي عبدالهادی هادی سره په دې شمېره اړیکه ونیسۍ: 0700233933 او يا هم له هغه سره د لاندي ايميل له لارې خپلې پوښتنې شريكولاى شى: abdul.hadi@moc.gov.af

Copyright Larawbar 2007-2024