کور / تازه خبرونه / د بلخ په ولايت كي د ملخو پر ضد د مبارزي كمپاين پيل شو

د بلخ په ولايت كي د ملخو پر ضد د مبارزي كمپاين پيل شو

د بلخ په ولايت كي د ملخو پر ضد د مبارزي كمپاين پيل شو هر كال به ددي لپاره چي دا كمپاين په وخت نه پيليده نو په لسهاوو زره هكتاره ځمكه كښت به ملخو له منځه ووړ خو سږ كال دا پروګرام د وخته پيل شو او په لومړي مرحله كي ملخ په لاروا كي وژل كيږي د كرنيزو چارو پوهان وايي چي مراكشي ملخ چي د افغانستان د كښتونو د خطرناكو حشرو نه شميرل كيږي د ژوند پنځه مرحلي لري چي په لومړيو دري مرحلو كي كله چي ملخ لاروا يا وړوكي په هګي كي بچي وي نو مخه يي نيول كيداي شي خو كه اولوتونكي شول نو سيمه هره ګړي بدلوي او كنترول يي هم ګرانيږي د بلخ ولايت د كرني ريس ددي كمپاين په اړه وايي :: فعاليت خو داسي دي چي ديتامترين او سايكلوبنېوران دوا ګاني موټر سايكلونه دواپاش خيمي او هر څه د كرني وزارت راكړي دي له مخكي نه په سيمه كي ځايونه ځانګړي شوي زمونږ ټيمونه سيمو ته د تجهيزاتو سره ځي هلته په څلوريشت ساعته توګه فعاليت كوي او د جوزا د مياشتي تر پايه هلته وي زه شخصا په خپله سيمي ته ځم او د چارو كنترول كوم د كرني ريس همداراز وويل چي مخكي به دا كمپاينونه د اف اي او موسسي كول خو سږ كال يي مسوليت يوازي د كرني وزارت اخيستي دي :: مخكي داسي وو چي د كرني وزارت د ملخو پر ضد د مبارزي مسوليت درلود خو سږ كال د كرني وزارت لخوا موږ ته تجهيزات راكړل شوي زموږ ټيمونه مخكي سيمو ته تللي هلته يي د ملخانو د ژوند علايم ليدلي چي پدي برخه كي د سيمو د خلكو د ملاتړ غوښتونكي يو د بلخ ولايت د كرني رياست اوس مهال ۵۰۰۰ ليتره دوا لري چي هرليتريي ۳۰ جريبه ځمكي ته كفايت كوي د كرني ريس وويل چي ددوي مجادله دري مياشتي دوام لري او تردري مياشتو به يو ملخ هم په سيمه كي پاتي نشي كه د نورو شمال ولايتونو هم اړتيا درلوده او هلته ملخ وليدل شول نو دوي تيار دي چي مبارزي ته يي ورشي تير كلونه به بزګرانو شكايت كاوه چي ملخ ميوه په غوره كي خوري غنم و جواري له منځه وړي آن چي د مالونو څړ ځايونه سپينوي او مالونه وږي پاته كيږي .