کور / تازه خبرونه / هلمند: شپږ زره هکتاره ځمکه د کوکنارو له کښته پاکه شوه

هلمند: شپږ زره هکتاره ځمکه د کوکنارو له کښته پاکه شوه

٢٠٠٨مارچ ٢٤


د هلمند چاوراکي وايې چي ددغه ولايت په څلورو ولسواليو او مرکز لښکرګاه کي يې تر دا مهاله شپږ زره هکتاره ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړې ده .


ويل کيږي په نوموړي ولايت  کي د کوکنارو د له منځه وړلو لپاره کار کوي د چارواکو په خبره سږکال په هلمند کي سل زره هکتاره کوکنار کرل سوي دي .



افغان چارواکي وايې چي  د هلمند ولايت په مرکز لښکر ګاه او څلورو ولسواليو نادعلي ، مارجې ، ناوې او ګرشک  يې له دوو مياشتو را په دېخوا د کوکنارو د له منځه وړلو کمپاينونه  روان دي  او تر اوسه له داسي ستونزي سره نه دي مخامخ سوي چي د کار په وړاندي يې خنډ را منځ ته کړي .


د نشيې توکو پر وړاندي  د مبارزې رئيس انجنير عبدالمنان  ددوشنبې په ورځ آريانا ټلوېزيون ته وويل چي په هلمند کي دوه کمپاينونه  چي يو د کابل څخه راغلى او بل  خپله د هلمند ولايت  د امنيې قوماندانۍ لخوا دى په فعاليت بوخت دي او تر اوسه يې شپږ زره او پنځه سوه (٦٥٠٠) هکتاره ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړې ده .


نوموړي  وويل چي سږکال په هلمند کي نژدې سل زره هکتاره کوکنار کرل سوي او بهرني ځواکونه  يې له دوئ سره په  له منځه وړلو کي مرسته نه کوي  .


کارپوهان په دې باور دي چي هلمند مېشت برټانوي ځواکونه او افغان  خپلسري قوماندانان  د نشيې توکو په قاچاق کي لاس لري نو ځکه   د نشيې توکو کچه کال په کال لوړېږي ، خو ځايې چارواکي وايې چي که هرڅوک د نشيې توکو د قاچاق په تور ونيول سي نو د قانون منګولو ته به وسپارل سي .


تيرکال هم په دغه ولايت کي  په سلګونو زره هکتاره کوکنار کرل سوي وه چي  افغانستان ته يې د نشيې توکو په توليد کي لومړى مقام خپل کړ .