کور / نثر / ريښتينولي

ريښتينولي

له نورو اوچته كلمه…


تر ټولو لوړه معنى


دا كومه كلمه ده؟؟


هغه كلمه ده، چې تاته ډاډ دربښي، تاته سكون دركوي


هغه كلمه چې ته يې هيله لرې


د ځان لپاره يې خوښوې، د بل لپاره يې غوره بولې اوهم يې په لټه كې ياست.


دا صداقت او ريښتينولي ده.


ريښتينولي په سخت او توند باران او په ټكنده ګرمۍ كې چترۍ ده.


په توره شپه كې رڼا او ځلا ده


د رانډه او مشر د لاس امسا ده


๏° ๏°๏°๏ ๏° ๏°๏°๏ ๏° ๏°๏°๏ ๏° ๏°๏°๏
ريښتينولي د لمر په څېر نه ډوبېږي


ريښتينولي د واورې په شان نه ولېږي


ريښتينولي نه مړه كېږي


ريښتينولي نه زړېږي او نه مړاوې كېږي 
๏° ๏°๏°๏ ๏° ๏°๏°๏ ๏° ๏°๏°๏ ๏° ๏°๏°๏
ريښتينولي مينه او باور دى


ريښتينولي زغم او فداكاري ده


ريښتينولي مهربانه او مخلص ضمير دى


ريښتينولي نه وزن كېداى شي او نه يې بيه ټاكل كېږي.


ريښتينولي د هر انسان لومړۍ اړتيا ده.


๏° ๏°๏°๏ ๏° ๏°๏°๏ ๏° ๏°๏°๏ ๏° ๏°๏°๏
د ځمكې مېوې په يو ځانګړي موسم كې راټولېږي، خو د ريښتينولۍ مېوه هره شېبه ترلاسه كېږي


ريښتينولي، يوازنى هغه ګل دى، چې اغزي نلري
ريښتينولي هغه مخ دى، چې زنګ نلري، خيرى نلري او توروالى نلري
ريښتينولي بې وزره مرغۍ ده …


๏° ๏°๏°๏ ๏° ๏°๏°๏ ๏° ๏°๏°๏ ๏° ๏°๏°๏
نو ريښتينى ملګرى څوك دى


او آيا په دې زمانه كې ريښتينى ملګرى پيدا كېږي؟


ريښتينى ملګرى هغه دى، چې تاسې تل ورسره وى، كه يوازې هم وې د هغه فكر درسره وي


ريښتينى ملګرى هغه دى، چې بښنه درته كوي، تېروتنه دې بښي، مرسته درسره كوي


كه ته نه وې تشه دې ډكوي… 
๏° ๏°๏°๏ ๏° ๏°๏°๏ ๏° ๏°๏°๏ ๏° ๏°๏°๏
كېداى شي چې دريښتني ملګري دپيدا كولو هڅه وكړي، خو پيدا يې نكړې


خو بيا هم هڅه وكړئ، چې ريښتينى ملګر پيدا كړې، داسې ملګرى چې وفادار وي، ستا د رازونو ځولۍ وي، له هغه سره د ملګرۍ داسې پول وتړې چې نه خمېږي او نه ړنګېږي. داسې ملګرى پيدا كړه، چې مرسته درسره وكړي…


په خوشالۍ د خوشاله، په غم دې اوښكه تويې كړي، ستا اوښكې پاكې كړي، مينه درسره ولري، له ځانه د غوره وبولي…. 


aminwardak@gmail.com