کور / کیسه / جادوګره بي بي

جادوګره بي بي

  د داودخان د باچهۍ ورځي او شپې وې اتم ټولګی مي تازه خلاص کړی وو د ژمي سړې شپې او ورځي وې ، چې له کابله هيُتان راغله او له هر ښونځی څخه يې يو کس د کابل مکتب ته پکار وو ، د شاوخوا ټولو ولسواليو د ښونځيو وتلي زده کونکی يې دازمويني لپاره را وغوښتل . په ازموينه کې چانس ياري راسره وکړه او له خپل ښونځي څخه کابل ته غوره سوم ، دپلاوي مشر يو سپين ږيری هوښيار او مهربانه سړی وو ، لاس يې راکړ او په مينه يې راته وويل بچيه مبارک دي شه ، که خير وو نوي پسرلي ته به کابل ته ځې او پاته سبق به دي هلته تماموې ، د ټکټ او لاري د خرڅې لپاره يې يو څه پيسې هم راکړې او رخصت يې کړم . دغه پسرلی زه او کابل ….. هو دا داسي زېری وو چې له خوشحالۍ څخه په جامو کې نه ځايدم پلار او مور مي هم خوښ وه او دا به يې ويل چې شکر خدايه په سيالانوکې مې سترګي لوړي شوې زوی مي د مکتب يوازنی هلک دی چې کابل ته کامياب سوو او دا پسرلی کابل ته روان دی ، پسرلی خو بې له دې هم ښکلی او نوم يې پر هر چاه ښه لګې ،هرچاه ته نوي هيلي او خوښۍ ډالۍ کوي ، خو زما لپاره دا ځل پسرلی دوه اختره سوو هم کابل او هم پسرلی . هسي خو مي پخوا هم د کابل کيسې ډېري اورېدلي وې چې ښې يخي اوبه ، ښکلې هوا د مېلو او سيلونو ښکلي ځايونه لري . زما کليوال تور هنرهم له ډېره وخته په کابل کې سبق وايه ،په دې کال نو تازه پوهنتون ته روان وو ،خورا خوښ وو،لوکسي ښاري جامې به يې اغوستي وې ، ساټ او باټ به ګرځېدی ،که څه هم په رنګ خوار وو توره بوچه پزه لنډه ونه خونور ه کمي یې نه وه ، خبري هم ډېري ښې ورتلې چې شروع به سوو ټولو به غوږ ورته نيوی ، د وطن خلک وه هغوی ته به چې څومره تېز ږغېدې هغومره به يې خوند ورکاوه ټولو به ويل چې يا لا دا هنر خان ته په دې کم عمر خدای څونه پوهه ورکړې ، په دې خبرو به هنر نور هم باټ باټ سوو ، ټو له ورځ به چمچلانې غوندي انډی انډی کېدی ، چې مجلس ته به راغی ، نو بل چاه ته د خبرو حاجت نه وو ،تياره د خبروو بوخچه وو ، ځېني وختونه چې به دخبرو لپاره مو ضوع نه وه نو بيا به يې ويل ، هلکه اسده خبر يې که نه که خېر وو د سرمعلم صاحب لور کوم ، او ځيني وختونه خو به يې تردې هم لوړ ټوپونه وهل . هنر خبر سوی وو چې زه هم نوی پسرلی کابل ته روان يم خورا خوښ وو ، کورته د مبارکۍ لپاره راغی ، چې کښېنستی له عادت سره سم ،خپله شروع سوو ګوره اسده غټ سړی به شې ،کابل ته ځې مېلې به وکړې ، مېلې د کابل د کوم ځا ی کيسه به درته وکړم ، چې راغلې که خير وو دقرغې او پغمان مېلو ته به دي بوزم ، بابر بڼ او پاس بڼ خو يې بېخي د خولې ورد ګرځېدلي وه . زما خو بېله هغه هم د کابل ليدوو ته تلوسه وه ، هنر خو پر مخ راته دځمکي جنت جوړ کړ ، د خبرو په منځ کې به يو دم راته موسکی سوو او په ټوکه ټوکه به يې راته ويل ګوره چې زړه وانه چوې ، دا اول کال به دي لږ خواري وي نور په کابل کې نه دېغېږې ، چې أسماي غره ته وخېژې نو هم به لغمان وينې او هم به پغمان ، دا نومونه خو مي کله هم نه وه اورېدلي پر زړه راته داسي لګېده لکه ملهم ، له ځان سره به مې ويل لکه جنت ته چې روان يم او که څنګه . لنډه دا چې پسرلی هم راورسېدی ،خپله غوټه مي وتړله ،مور مي راته ژړل چې زويه نوردي نو په مياشتو او کلو نه وينم صبر مي پر خدای دی ،چې ولاړې بيانو خط را لېږه . له پلار او موره مي دوعا واخيسته ،کابل ته چې روانېدو نو له ما پرته له فراه ولايته لس نور هلکان هم راسره وه ، د ښوونې مدير لا له وخته د موټر ټکيټان راته اخېستي وه او پر کابل يې را رخصت کړو شبه پر لار بله ورځ يې کابل ته را ورسولو ،کابل ته خو راغلم ، د نورو انډيوالانو سره يو ځای ليسې ته ورغلو ، نور خو مکتب مو ښکلی وو پخې د خوب کوټې ، کټوري ته اړتيا نه وه سپاه د نلکۍ اوبه وې ،هر څه ښه وه ، خو لانجه دا وه چې نه د آمر په خبر ه پوهېدم نه د معلم سر د ځمکي لار راڅخه ورکه سوه . نور مې د انډيوالانو بغل ټينګ کړی وو چېرته چې به هغوی تله ما به منډي پسې وهلې ، ورځ دوې خو زموږ د فراه د نودې يو بارګزی وو چې کومه خبره به سوه هغه به راته ترجمه کوله په درېيمه ورځ راته غوسه سوو ، تا خو زه په څه وايي… څه وايي لېونی کړم خدای دي خوار کړه ، ځه ورک سه دا کابل دی دلته پّه دغسي مغسي ژوند نه کېږي سمي انسان غوندي خبري کوه ، دې خبرو هغه د وطن کيسې را څخه ورکي کړې ، نه لغمان سوو نه پغمان ،هنر هم له خپلو کيسو سره ورک سوو ، خوښي خو مي هم دومره وه چې تر کابله را رسېدم ، له يوې خوا د مکتب سبقونه وه له بلې خوا مې ټکی پاړسي نه وه زده ، سمه لار راڅخه ورکه وه ، حيران پاته وم چې څه وکړم معلم به ټول ورځ شروع وو له سلو خبروو يې په يوې دوو که پوهېدلی وای ،ګونګی به ناست وم ،يوه ورځ معلم په ټولګي کي د شېخ سعدي شعرونه را ته لوستل ، په شېخ او په سعدي خو يې پوهېدم خو نور مي سر نه په خلاصېدی ، نابوبره معلم را څخه وپوښتل کاکو پاميدي ؟ ددې لپاره چې را باندي پوه نه سي په چټکۍ مي ورته وويل وو صاحب خو له کابلي معلمه پټېدل هم څه اسانه نه وه بيا يې راته وويل ، .. تو چطور کابل امدي ، ادب ګپ بزن وو صاحب نه ګوو …….. بلې صاحب بګوو چي مردمي آورده له ځانه سره خو به يو څه نور هم وغورېدی اخري خبره به یې داوه (کور کر شوي چي چيزهاي اوردي )« منظور يې د هيُت مشر وو » ورځ دوې خومي وو صاحب …. بلې صاحب سوو خو خبره پّه دې نه خلاصېده د درس په پای کې چې به معلم وویل څو ک پوښتنه لري ، نو حيران به ناست وم چې خدايه زه خو پر مخ ټول پوښتني يم خو کومه ده هغه خوله چې په ويې وايم ، پر بده بلا اوښتی وم ، . نور هغه دکابل خيالونه او چرتونه خو مي د ما رغۍ غوندي له سره والوتل . بېرته کلي ته هم له شرمه تګ آسانه نه وو ، د پلار ، مور او خپلوانو جواب به مي څه ورکاوه . د جمعې ورځ به نور هلکان پر سېنماګانوو او پارکوو ورک وه ، خو ما به له ناچارۍ څخه د عمومي باغ د پله پر خوا او شاه د کتابونو هټۍ لټولې که خدای وکړي چې يو نيم پښتو کتاب پيدا کړم ،هغه به مي هم په ډېري خوارۍ چې يونيم کتاب وموند نيم به وو او نيم به يې موږک کورډاګي سپړلی وو خو بيا هم تر هيڅ غنيمت وو ، شپه او ورځ مي يوه کړې وه چې ناکامه نه سم دا بيا بل شرم اوغم وو، د اسمايي غره خوا ته خو به مي پېښه کېده ، خو د ورختو وخت له کومه سوی وای ، څو مياشتي ورسته مي په ميرويس ميدان کې هنر وليدی ، هماغسي خوښ خوشحاله وو په ميرويس هوټل کې چې سره کښېنستو تور ي چايې يې را وغوښتې بيا يې نو خپلي اوتي بوتي راته شروع کړې يوه به يې د غره کول بله به يې د بره لږ خو مي صبر وکړ خو نور يې په خبرو کې ور وختم . ګوره هنره تا خو پوښتنه هم ونه کړه چې حال دي څنګه دی … ؟ ، هنر يو دم پر حال سوو ، هو رښتيا حال دي څنګه دی ،کابل دي خوښ سوی که نه ، په دې وختوکې خو موسم هم ښه دی که وسوه يوه ورځ به پغمان ته سره ولاړ سوو ، رښتيا ته کيسه وکړه سبقونه دي څنګه دي …؟ ګوره هنره تا خو يوازي د پغمان کيسې راته کړي وې .. پغمان دي سر ونه خوره تا خو اصلي خبره نه وه راته کړې ، کابل که هر څه دی ماته خو بس سور دوږخ ګرخېدلی ، دادي هم نه وه ويلي چې دلته خو بس ټوله پاړسي ده زماهم کورټ سر نه دی په خلاص چې څومره يې لولم سد مي نه ورلوېږي ، هغه د هلمند نظرګل خوارکی خو هغه بله ورځ په علي اباد روغتون کې بستري سوو ، هلکان خو داسي وايي چې هغه لېونی سوی نور يې له مکتبه شړي ، پر دې بېرېږم چې نظرګل راڅخه جوړ نه شي ،تر دې خو مي هغه دوطن بزګري لا ښه ده ، د معلمۍ په تمه به مي ژوند خراب سي . هنر چې زما پرېشاني وليده پوه سوو چې خبره کړپه ده ، نو په نرمۍ يې راته وويل ، ګوره لاليه دغه لېونۍ ورځي شپې ما هم تېري کړي دي ، لېونتوب به نه کوې هغه د ګلستان زيږې ډبري او لبړۍ چوټي دي در يادي کړه ، دا خو يو چانس وو چې خدای درته برابر کړ ، دخدای بنده ستا حال چاته رسېږي ،نوي تور بوټونه په پښوو او لوکسي جامې دي اغوستي نه حساب سته نه کتاب غم او جم دي پر سرکار دی . يوکال دوه کاله دي خواري ده نور به دي پړسوو هم پاړسي شي او غوټ سړی به هم سې ، ماته خو دي وويل چې بل چاته دا خبره ونه کړې ، ټولو خلکو ته به مي پزه پرې کړې ، ټول به راباندي خاندي چې وطندار يې وتښتېدی ، او اې دا پښتو پښتو نور پرېږده که دمعلم درته پام سوه د فاشيست پّه نوم به دي تر وهلو په ځغلولو ستړی کړي ،همدا ګډه وډه پاړسو دي ور سره وا يه آخر يې زده کوې ، نور يې لاس راکړ او ولاړ ، يوازي پاته سوم ، چې هر څه سوچ مي وکړ بيا به هم د هنر خبري ته راغلم چې خپل پرده وکړم ، ما خو هنر ساده باله خو هغه په هر څه پوه وو خوشي ځان يې په سادګۍ اچولی وو . نور مي چې هر څه سوچ وکړ لاره راڅخه ورکه وه له ناچارۍ مي ځان قسمت ته وسپاری ،کال دوه هرڅه چې وه ومي ذغمل نور هغه د هنر خبره پړسوو مي هم پاړسوو سوه ، خو د وروستيو کلونو توپانونو له کابله په زرګونو ميله لري يوړم ، په وروستيو وختو کې کابل ته په ديدن تللی وم ، کابل خو هماغه کابل وو چې وو ، د افغانانو کلی هم همغه شان کنډ کپر او په دوړو پوښلی وو پر همهغو سميټي دېوالوو يې اوس هم خلک د خپل مراد کتابونه لټوي ، اسمايي غر هم پر خپل ځای ولاړ وو ، خو چې ورته ومي کتل تر ډېرو کلونو وروسته مي د هنر خبره را ياده سوه ، اسمايي غره ته چې وخېژې نو هم به لغمان وينې او هم به پغمان ،هغو تېرو يادونو په کټکي کټکي وخندولم ، څنګ ته چې مي ځيني خلک تېرېدل هغوی هم په تېرېدو کې حيران حيران کتل په خندا مي زړه خالي کړ او همداسي غره ته په ورختو سوم . غره ته د ختوو په خوند دغرو خلک پوهېږي ،ګلستان ته چې خدای لوی نعمت ورکړی ، هغه دسپندو غوندي دنګ غرونه دي چې ما يې په لمنو کې خاړپوڅي کړي ، هو زما دهيلو سپندّو ،د هنر ټوکه رښتيا وخته ،اسمايې غره خو لغمان او پغمان څه چې دسپندو لوړو څوکو ته بوتلم ، چې اسمايې يو غاښ ته هم نه رسي ، چې مخ مي را اړاوه بيا د اسمايي غره پر څوکه وم ، خو ناببره مې يو شلنډ توربخونه ځوان تر سترګوو سوو چې يوې شنې ډبري ته یې څنګ وهلی وو،خدای سته خوښ سوم چې د بانډار انډيوال مې هم پيدا کړ ، بې پوښتني ورنژدې سوم ، سلام مي ورته وکړ دځمکي جواب وو خو دده عليک مي وانه ورېدی ،داسي له خښمه ډک وو ،لکه د ټولي دونيا سره يې چې بدي وي زه خو په دې خيال وم چې زما سلام به يې نه وي اورېدلی ، خو ناڅاپه را ولاړ سوو ، لږ موسکی شو او غېږ يې راکړه وروه په خيرراغلې ، دکلونو انډيوال غوندي تر لاس یې ټينګ ونيولم او خپل څنګ ته يې کښېنولم . خدای سته په خير راغلې خويې ماته هم په زړه کې خوند راکړ ، نور مي هم زړه پر تېکه سوو چې ځه د ووصاحب …..بلې صاحب له جنجاله هم خلاص سوم ، اوس به نو سم وطنی بانډار ورسره کوم ، اول خو مي خپل نوم ورياد کړ بيامي دده نوم ترې وپوښتی هغه هم په سړه سينه ځان راته وښودی داسي چې نوم مي خاوري تور دی خو خلک مي تورخان بولي ، داحمدخان کلا نيازی يم ماخو دا سي وګاڼه چې د احمدزو کوچی به وي خو تورخان ،نيازی وخوت ، د نيازو سره خومو آن وطني راشه درشه هم درلوده او دې خبري نورهم سره نږدې کړو ،خو څو شېبې لا نه وې تېري چې تورخان بيا غمونو پر سر واخيست هيښ او ستومانه ډبري ته تکيه سوو ، هسي مې په ځير ورته وکتل ، خدای ښه ځواني ورکړې وه ، تور ښايسته برېتونه ، پېړ پېړ اندامونه ښه وطنۍ صدرۍ اغوستې خو دګرمۍ جل وهلی ګل ژوبل او مړاوي يې شنې ډبري ته اړخ لګولی وو ، تا به ويل چې ددونيا ټول غمونه دده پر اوږوو دي ، له ځان سره مي ويل ، چې سړی خو ساده نه ښکاري له يوه ځايه راروان دی دا غمجن حال هم څه ناڅاپي خبره نه ده ، دکابل په ښوو او ښاديو کې خو ما هم يو وخت دا ډول غمجني شپې ډېري سباکړي دي ، هسي خو چې غمونه ډېر شي ، په زړه کې ساتل يې هم څه ټوکه نه ده ، پکار ده چې په يو ډول نه يو ډول يې دا دغم کڅوړه تشه شي ، که نه نو نظرګل خوارکی به ځيني جوړېږي . سړی مي لږ دې خوا هاخوا سره وښوراوه ، په کراره مې ترې وپوښتل تورخانه وروره ، غمجن پر څه يې د پسرلي موسم دی ، خدای سته دلته را وختم چې کابل ښه په پراخ زړه وګورم او د ژوند ستومانۍ مي په ورکي کړم . ستا ليدو نور هم خوښ کړم چې د غره پر سر هم خدای انډيوال راکړ خو ته داسي ناست يې لکه له ټولي دونيا چې دي خواه بده وي . تورخان زما په خبرو لږ سره وښورېدی ، پوه سووچې رښتيا هم خواخوږي ورسره کوم پټي غوندي سترګي يې سوکه سوکه خلاصي کړې ، سوړساه يې وايست لږ يې پر برېتو هم يوخوا بل خوا لاس تېر کړ او په نرمۍ يې راته وويل اې وروره له ټولي دونيا سره خوابدي خو د لېونو کاردی ، کاشکي مي غم له دونيا سره وای ، عالمي غم چاه غم ګڼلی ، خدای دي سړی د کور له غمه ساتي ، ښه خاني او جايداد مو درلود خو د کور دبي بي له لاسه راته توري اېرې دی ، پوهېږم چې پسرلی دی ټو ل خلک خوښحاله دي ، خو په دې خوښيو کې زما برخه نه سته ……… سړی یودم چارج شوو اې وروره ……ا ها پخواني وختونه خو لا ښه وه چې کله به د پسرلي ښکلی موسم راورسېدی نوخلک به په خپل کر کرونده بوخت شول ځينو به د غنمو فصلونه سمبالول ،ځينو به نيالګي ايښودل او ځينو به هم د رنګارنګ ګلونو تخمونه شيندل او کوچيانو به تياري نيوله چې له ژمنيو مېنو څخه د غرونو د لمنو ورشوګانو ته وروکوچېږي . او سهاري مهال به چې کله د لمر زرينو وړانګو د شنه اسمان کنارې د سروو ګلونو په څېر رنګينې کړې او دسباوون وږمو به د ونو تازه را ټوکېدلي څانګي سوکه سوکه ول پرول اړولې رااړولې د طوطيانو او بلبلو چيغار او نارو به خلک دشپې د درانه خوب له غېږي را پاڅول او چې لمر به په تودېدو سوو نو خلک به په مزه مزه په خپلو کارو بوخت سوه او کله نا کله به ناڅاپه د غرونو ياغي غرڅه د دنګو غرونو له درو او شېلو څخه د هښمي غوندي په کليو را ګډ سول له يوې خوا به هلکانو منډي پسې وهلې او له بلي خوا به ښکاري تازيان پسې ورمات وه اوپه خلکو کې به عجيبه غوندي خوښي ، ځوږ او ولوله جوړه سوه موږ وړونو هم ځانو ته پوره جايداد او شته درلوده او د نورو غوندي مو ښه ژوند تېرېده . کله چې به دژمي يخي شپې ورځي راورسېدې او نور به بهر ته وتل ګرانه وه ، بيا به نو خپل خپلوان ماما ،تره ،خاله او نور خپلوان د تاوده نغري پر خوا او شاه را ټولېدو اود مومين خان او شيرينو ،ظريپ خان او مابۍ،ښادي خان او بيبو او ………په کيسو به مو مينه ماتوله خبره به څه اوږدوم ملي هنداره به د نغري پر خوا وشاه هره ورځ لاس پر لاس کېده او کله کله به مو هم لعل ماما ته چې دپريو ،دېبانو ،او تورو بلاوو خيالي کيسې به يې په ډېر خوند سره کولې خواست کاوه چې د ملوک او بدرۍ ، زبزباني شاپېرۍ ، ګلنازي او تور دېب کيسې راته وکړي . لعل ماما هم چې توره .ږيره يې په کيسو نکلونو کې سپينه کړې وه او ځيني وختونه به يې د خپلي ناکامي ميني سوز هم څرګنداوه په مينه او خوند به يې تر نيمو شپو کيسې او نکلونه کول خو کله چې به د کيسې په کومه برخه کي نوبت تور دېب او ياتوري بلا ته ورسېدی په داسي بوږنده انداز به يې ويله چې دناستو کسانو په زړه کې به يې وحشت پيداکړ ، خو شېبه وروسته به یې په کټکي وخندل او ويل به يې مامکه بېرېږی مه دا خو همداسي خيالي کيسې دي چې وخت په تېروو که نه نو دا دژمي يخي او اوږدې شپې به په څه لنډوو . ( خو جادوګره بي بي ) : هو داهغه د ملوک او بدرۍ ګلنازه او توره بلانه ده کوم چې لعل ماما به يې کيسې کولې دا داسي جادوګره ده چې په بې رحمۍ او مکر کې يې د نکلونو جادوګري او افسانوي بلاوي ګوته ته هم نه رسېږي. افسانوي بلاوو تش ډارول کول خو جادوګره بي بي هم تېرايستل ، هم ډارول او هم وژل کوي ، په مکر او چلول کې هم داسي پهلوانه ده چې پلار له زوی ، ورور له ورور ،کور او کلی په جګړه سره اچوي . موږ وړونه او شا وخوا خپلوان خو يې د بديو تر پولي رسولي يو او بي بي زموږ ټولو شته او جايداد په سپينه ورځ برمته کړي ، نه حساب مني نه کتاب او نه هم د خدای پار. په دې غملړي زمانه کې خو هسي هم ژوند داسي شوو چې ځيني خلک دباچاهانو په چوپړ کې ولاړ وي او هر څه د باچا د تخت او بخت لپاره کوي ، ځيني بيا د تاج او تخت لپاره خپل نيلی زين کړي او چې کله د سرکار کوټواليان په خبر شي نو نصيب يې بند او يا دار شي . خو موږ وړونه د خدای فضل دی له دې خبرو خلاص يو . نه د بل لپاره باچهي ګټو او نه يې د ځانو لپاره دعوه لرو ، خو بيا هم ددې زمانې د فرعونانوله نادودو او ضلمونو څخه په کرار نه يو ،غوسه پر بل وي خو دوه خرواوري بمونه يې پر موږ خوارانو ورېږي ، معاله يې له نوروو سره ده خو په ډم کې يې موږ ډوبېږو ، پخوا مو يوازي دنيکه پرجايداد له بي بي سره دکور لانجه وه خو اوس چې دا ظالمان زموږ او بي بي په لانجه خبر شوي ، نو بي بي يې نوره هم راته پړسولې ، هغه خو بېله دې هم لکه ډک توپک راته پر ماشه وه ، خو اوس دمست لوک غوندي پر سر راته چوکېږي او پر داسي غم يې اړولي يو چې دوه خرواري بمونه مو له خوا او خاطره وتي دي ،اول خو يې له حرم سرايه وشړلو او د نيکه پر شتو يې غېږ را وګرځوله او اوس خو يې نيت دی چې له کلي مو هم وباسي ،موږ وړونه که هرڅو ځانونه ځيني ساتو خو بي بي مو نه پرېږدي . هو جادوګره بي بي …. کله چې بابا ته ورواده سوه نوهمېشه به يې په ناز او نخرو نخرو ويل چې د بر کلي د لوی خان لور ده او په ظاهره هم داسي ايسېده چې له يوه ځايه راروانه ده . هسي خو به دلويو کورونو ښځو لوی کارونه کول چي چاته به ورواده سوه نو دهغه کور عزت به يې ساته خو بي بي داسي کارونه کوي چې پر توري جټي به شکر وباسې ، دکور عزت خو يې په اور وسوځه موږ وړونه لا څه چې دونيا ته يې ځان دخندا کړی او پر موږ يې هم ژوند سور تنور ګرځولی چې له ناچارۍ څخه مو خبره تر محکمې او قاضي پوري رسېدلې او بابا پکير خو يې د ګور مېلمه کړ . بابا پکير ته خدای ډېر شته ، ښه خلق او جايداد ورکړي وه ،په ځوانۍ ،پراخ لاس او پېرزويني کې يې هم د کلي نورو ځوانانو سيالي نه سوه کولای ، د نيکه له وختو يوه مصرۍ توره په ميراث کې ورته پاته وه ،هري خوا ته به چې تلو هماغه توره به يې په تېکه کې وه . کلی مو هم ښېرازه او زموږ جايداد هم په کښې پوره غوښن وو ، کله چې به د پسرلي موسم را ورسېدی نو بابا به هر مازديګری دکښتونو سيل او کله ناکله يې هم د خيرګټو او زرکو په ښکار د ګاونډ کلي خوا ته چکر لګاوه او د ګاونډ کلي نجلکو او هلکانو ته به هم دبابا د خندا ډکې خولې ،لوی او مهربانه زړه او خلاص لاس خوند ورکاوه ، چې کله به هغه د ګاونډ کلي خوا ته روان سوو نو دګاونډ کلي پېغلوټي به د پريو غوندي د ګودر پر لور را ماتي سوې او هرې يوې به يې له بابا سره د يارانې بغل لګاوه ،تر دې چې بابا يې د خپلو سهرګرو سترګو او ياقوتي شونډو په لومه کي بند کړ ، هغه دي خدا وبخښي په اولوو وختو کي به يې زه هم کله ناکله د کښتونو نندارې او ښکار ته له ځان سره بيولم ، ناببره يې عادت واوښت او يوه ورځ يې په غوسه راته وويل زويه ته څه کوې ؟ هره ورځ پل پر پل راپسې يې آخر اوس خو نو لوی سوې ،ښه نه ده هرې خواته چې زه ځم ته را پسې يې . نور يې له ځانه سره نه بيولم ، په لومړيو ورځو شپوکې به مي لا کله ناکله ژړا غوغا جوړه کړه ، خوکرار کرار مي زړه صبر سوو ، او د بابا دا خبره مي هم زړه ته لګېده ،رښتيا هم ماشوم چې ځوان او لوی سي نورنو له پلاره سره هري خوا ته نه ځي ،او چې ځان ته به مي وکتل هم به مي زړه خوښ شو چې رښتيا هم لکه چې زلمی شوی يم . نور مي له بابا څخه ځان لري ساته ،هغهُ هم نور هغه پخوانۍ مينه نه کوله ، په کور کې يې هم زموږ له مور خوارکۍ سره سلوک زيږ شوو ،تر دې چې خبره يې ښکنځا ،وهلو او ټکولو ته ورسېده ،خوشي په خوشي انې پلمې بهُ يې خوارکۍ ته جوړولې ، کله به یې ورته ويل چې خبري دي نه زده د غروو کوچۍ بلا يې په ايت او بيت دي سر نه خلاصېږي ، دونيا سپوږمۍ ته وختله او ته لا همغسي د غره وچه پرښه پاته يې ، نه دي جان زده او نه دي کوربان ،اوږدې کشاله جامو او دا لغوړنو کوڅيو ته دي ګوره ….ته خو له ازله بدمرغه يې نه پوهېږم څه ګناه مي کړې وه چې خدای غاړي ته راواچولې ، بيا به ورته سور او شين سوو پرورمنډه به يې کړه ، خوارکۍ به يې ترکوڅيو ونيوله ډب او آخ به جوړ سوو دځمکي ږغ به پور ته سووخو ددې خواري آه هم چا نه اورېدی ،خو موږ وړونواو خوېندو به چې کله په کور کې بابا خپل اتڼ پيل کړ او پر مور خوارکۍبه يې سوټی راواخيست نو د ژړا او کريږو محشر جوړ کړ ،خو دومره څوک مو هم نه درلودی چې د بابا لاس ونيسي چې آخر مسلمانه له خپل اولاده سره دا ضلم پر څه . موږ هم نه پوهېدو چې پلار مو ولي له خپل اولاداو کهول سره دا دومره ظلم کوي ،پخوا خو به يې په کور کي موږ ته خواږه خواږه نکلونه او د نيکه د وختو خوږې خوږې کيسې کولې ،. دغم لړلي ګورګين کيسه خو يې د خولې ورد ګرځېدلې وه .خو نور په کور کې د هغو کيسو او نکلونو هډو څرک نه لګېدی او ځای يې يوازي ښکنځا او ژړا نيولی وو . داسي ورځ به نه وه چې زموږ وړنو ګرېوانونه به په اوښکو نه وای لانده ، نور بابا په کور کي له ناستي پاستي هم لاس پر سر شوو د ورځي به د ښکار په پلمه ووت او تر نيمو شپو به يې پته نه لګېده ،کرار کرار یې کور ته له راتلو هم ډه ډه وکړه ، څو شپې او ورځي بيخي کور ته را نه غی او موږ پّه وېره کي سوو چې خدای مه کړه څه ورپېښ شوي نه وي ،پلار که هر څومره هم ضالم شي ،اولاد يې بيا هم د خپل سر سېوری ګڼي او هر ګړی به مو لاره څارل چې يوه ورځ سهاري مهال په داسي حال کې چې د شينکي آسمان څنډي د لمر په سرو شغلو رنګيني وې د کور وره ته څېرمه د نيلي آس شېشنی پورته سوو ،که ګورو چې بابا تکي سپيني جامې اغوستي ، ملا يې په سره ټوکري تړلې او پر نيلي آس يې يوه دنګه پېغله سپره راوسته ، په کټکي يې راته وخندل او په ناز يې راته وويل راشه زويه ، دلته راشه دادي نوې مورده ، سلام ورته وکړه ،لاسونه يې ور ښکول کړه . خو ماته د پلار دا خبره داسي وبرېښېده چې پرتي وايې که څه بل چل دی ، مور خو مي په کور کې ده او دا پردۍ چټه خو مي کله په خوب کې هم نه ده ليدلې ،خو د بابا له ډاره مي دهغې لاسونه ور ښکل کړه . دلته مي سد سرته راغی چې بابا خوشي شاه نه وه راته اړولې بي بي ته خدای توري بادامي سترګي د لعلو غوندي تنکۍ سرې شونډي او د ملغلرو په څېر سپين غاښونه او ښکلې ځواني خدای ورکړې وه . کېسه به څه اوږدوم نوي بي بي کورته له راتلو سره جوخت دکور ټول اختيار په خپل لاس کې واخيست ،موږ وړونو هم له خپلي مور سره په ګډه د بي بي په چوپړ کي وو ،خو بي بي به لا هم خوښه او راضي نه ښکارېده ، لويه ستونځه خو لا دا وه چې نوې بي بي د کور کلي ژبه نه وه زده او تر مياشتو مياشتو به مو ګونګيانو غوندي هغه پّه اشارو پوهوله ،اېله چې ترمودو مودو وروسته مو د زړه په خوږ د هغې ژبه زده او په خوی او عادت يې پوی شوو، موږ خو د بابا له خاطره د بي بي ژبه خپله کړه ، خو بي بي لا هماغسي کبرجنه وه او زموږ پر دغسي مغسي به يې ملنډي وهلې . ما چې به د نوي بي بي کبر ، تروې ټنډي او بې مهرۍ ته کتل ، داسي شک راته پيدا وو چې نوي بي بي خو به د بابا شتو او دنيکه څخه را پاته جايداد ته سترګي نه وي پټي کړي . ،په دې چې يو