خوست:ناپيژاندو کسانو دټيلفون پايې الوزولي دي

د لراوبر اداره | نوومبر 22nd, 2011


په خوست کې دلکڼوپه مرکزي سيمه او دعليشېرو ولسوالۍ په خوشبويي کلي کې دافغان بيسم شبکې دوې پايې په چاوديدونکو توکو له منځه وړل شوي دي .تراوسه کومې وسله والې ډلې مسؤليت ندی منلي ،خوپه سيمه کې طالبانو دګرځنده تليفونونو شبکو ته لا دمخه خبرداری ورکړی دی چې دشپې لخوا خپلې دستګاوې وتړي . په ياده سيمه کي خلکو شکايت کاوه چي د شپې له خوا د ټيلفوني اسانتياو څخه کار نسي اخستلای .


دپکتيا ولایت په مرکز ګرديز ښار او ولسوليو کې هم  ميشت خلک دورته ستونزو سره مخ دي ، تراوسه هيڅ يوه مخابراتي شرکت  دستونزو دحل لپاره کوم ګام ندی پورته کړی .


که څه هم وسله والو طالبانو د نننۍ پېښي په اړه تر اوسه څه ندي ويلي خو تر دې مخکي يې دټيلفوني شبکو دبندېدو د علت په اړه ويلي وو چي په يادو سيمو کي دکورنيو او بهرنيو استخباراتو پټ کسان ددوی په اړه معلومات ورکوي او دټيلفوني زيګنالونو له لاري په ځينو سيمو کي ددوی تګ راتګ تعقيبيږي .


دا چي دموبايل ټيلفون څنګه دځای او اړيکو په اړه معلومات ثبتوي د لراوبر په دې مقاله کي يې ولولئ






د مبایل یا ګرځنده تیلیفون له لاری څوک څنګه تعقیبیدلای شی
د مبایل یا ګرځنده تیلیفون له لاری څوک څنګه تعقیبیدلای شی
2011-11-21 انجنیر سید احمد شاه سادات


 

»

Copyright Larawbar 2007-2024