کور / شعر / غزل

غزل

ترڅوبه ګرځو مرور دواړه


راځه پخلاشو سره ژر دواړه


رانه خپلسري شول کابو مې نه کړل


زما زړګی زما دلبر دواړه


ته وايه شپه ښه ده که ورځ دې ښه ده؟


ماته خو دي لکه سقر دواړه


دپښتنو دښمن یې سوزي په اور


زما کابل اوپېښور دواړه


مهرانه سترګې مې خوږيږي ځکه


ګوري ستا لارې ته اکثر دواړه


۱۳۹۰/۸/۲۹ د لړم- پکتيا مرکز ګردېز


 


يادونه : سقر د دوزخ د يوې کندې نوم دی