کور / اسلامي / شیطان پيژندنه – لسمه برخه

شیطان پيژندنه – لسمه برخه

ددې لړۍ تېره برخه له دې ځايه ولولی


  دشیطان نومونه
۱- ابلیس : مفرد دی ، چې دوه جمع (اباليس و بالسه ) لري چي  دهغه مانا ده  د خدای (ج) له رحمته ناهیلې او مایوس سوي .
۲-وسواس: وسوسه اچوونکی، وسوسه کوونکی، یاني هغه کلام چي د انسان په باطن کې تیریږي، اود انسان له دننه  راپورته کیږي. وسواس په اصل کې کرار ږغ ته وایي ، چې د زینتي شیانو له یوبل سره له مښتلو څخه  راپورته کیږي اوبله مانا يې بد فکرونه او سوچونه دي ، چې  دانسان په ذهن کې  تیریږي او څوک په کرار ږغ یو کار ته اړ باسي.
 وسواس په قرانکریم کې پېنځه واري راغلی دی
((من شر الوسواس الخناس ، الذى يوسوس فى صدور الناس )) )
((فوسوس لهما الشيطان ))
((فوسوس اليه الشيطان ))
((و لقد خلقنا الانسان و نعلم ما يوسوس به نفسه )) )
۳-خناس: بیرته را ګرځیدل،  یو اړخ ته کیدل، پټیدل ، هر وخت چې انسان د خدای (ج) یادوي او د هغه نوم واخلي شیطان پټیږي ، او چي انسان خدای (ج) هیر کړی  شیطان  دهغه وسوسه او اغوا کولو ته را ځي


۴-رجیم- د سنګسار ول ، ډبرې ويښتل، اود ګمان له رویه خبری کول او رټل سوی مانا لري
۵-عزازیل : یانی د ملایکو تر منځ عزیز و
۶-حارث-شیعه ګان  د شیطان   نوم حارث بولی
۷- صاغر:د شیطان یو صفت دی د پست او ذلیل مانا لري
شیطان چي ادم ته  سجده ونه کړه خدا ی(ج) وویل :
فاخرج انك من الصاغرين( له جنته ووځه ته له ذلیل سوی  څخه یې)
۸ ، ۹-مذئوم و مدموره –  په خواری رټل سوی یا په غوسه شړل سوی  مانا لري
 ۱۰-مذموم: رتل سوی
۱۱-غوی:د مړینی لار مخی  ته نیول ، د خدای له رحمت څخه ګمراه کیدل
۱۲-عفریت: قوی زورور، ځیرک، اوخبیث
 سلمان (ع) ته د بلقس تخت عفریت پيړی  راوړی   دی
 ۱۳ او۱۴-مارد او مرید-متمرد شیطان مانا لري.(شيطان مارد و شيطانا مريدا)
۱۵-شیصبان : د شیطان یو بل نوم دی
 ۱۶-ابومره: ،۱۷ -ابوخلاف ،۱۸- ابولبین، ۱۹-ا بیض( خښم راوړنکی ) ،۲۰- وهار ( په خوب کې مؤمین ځوروی ) ،۲۱- ابولبینی ( د ابلیس یوه لور ده) ، ۲۲-نائل ،۲۳- ابوالجان
 ۲۴-دشر ملک -شیطان عام نوم دی



 د شیطان کارونه
 دشیطان ختا ایستل  دوه ډوله دي
۱-اغوا: انسانان ګمراه کوی  مګر نه مخلصین
د النجم دسوری په ۲ مبارک  ایت شریف کې راغلی دی
«ما ضل صاحبكم و ما غوي\”
نه دی ګمراه سوی پيغامبر او نه یې لاره ورکه کړی ده ( موخه يې مالومه ده، لاره  ورته مالومه ده او هدف يي هم مالوم دی)


۲-اضلال: په ختا ایستلو کې استثنا نسته هر څوک ختا باسی
د النسا دسوری په ۱۱۹ مبارک ایت شریف کې راغلي دي :
«و لاضلنهم ولامنينهم ولامرنهم\”
 ژباړه : (اوزه به ګمراه کړم دوی اوپه باطلو امیدونو کې به يې واچوم)
محمد دسوری په  (۲۵)مبارک ایت کې راغلي دي :
« …الشَّيْطَانُ سَوَّلَ لَهُمْ وَأَمْلَى لَهُمْ»
 ژباړه : (شیطان  ښایسته کړی دی ( ګناهونه) او مهلت دوی ته )
دشیطان مهمه موخه د انسان دوزخی کول دی   هغه ددې کار لپاره  له  ډول ډول وسایلو او چمونو څخه کار اخلي


شیطان مهم هدفونه د ا دی
۱- شرک
 ۲-بدعت
۳-لوی ګناه وي
 ۴-کوچنی ګناه وي
شرک:
 د شیطان  یوه اصلي موخه شرک دی  ځکه خدای (ج)  وايي هر شی بښم مګر شرک
النسا د سوری په( ۱۱۶ )مبارک ایت کي راغلی  دی
 « إِنَّ اللَّهَ لاَ يَغْفِرُ أَن يُشْرَكَ بِهِ وَيَغْفِرُ مَا دُونَ ذَلِكَ لِمَن يَشَاء …»
 ژباړه : (بیشکه الله نه بښی شرک او بښي هغه (ګناه) چې د هغه کښته وی هغه چا ته چې اراده وفرمايي)
دتوحید ضد د خدای سره ملګری پیدا کولو ته  شرک وايي .
دانسانانو په تاریخ  کې مشریکینو د شیطان په خوله  په څومعبودانو اتفاق کړی دی
هرټبر به بیل بیل معبود ته عبادت کاوه همدارنګه دهري زماني به بیل معبودان وه په یوه زمانه کې به دیوه معبود عبادت کیده ولي په بله زمانه کې به دهغه معبود عبادت کوونکي نه پیداکیدل . نه داچی شرک انسانان دعقیدی له لحاظه بیلوي بلکې په شرک کې ددې صلاحیت نه وي چې انسانان سره متحداو یوځای کړی . همدا علت دی چې ډیر دینونه  منځ ته راغلی دی  چې په دې ډول  شیطان شرک  ته لاره پرانیستی ده  ځکه شرک د شیطان لومړی موخه ده
دالزخرف ایت( ۳۷ )ایت شریف کې راغلی دی
«وَإِنَّهُمْ لَيَصُدُّونَهُمْ عَنِ السَّبِيلِ وَيَحْسَبُونَ أَنَّهُم مُّهْتَدُونَ »
 ژباړه : (شیطان اړوی ملګری له لیاره ( حق) ګمان کوي چې دوی د سمي لارې موندونکي دي )
همدا علت دی چې غیرتوحیدی دینونه يې خلکو ته ښکلی کړی دی او هغو په هغه ټینګ ولاړ دی او سوچ کوی د هغو لاره  سمه او راسته ده
د ابلیس یو مهم کار چې دبشر د ختا ایستلو لپاره يې تر سره کړي دي   هغه د غیر توحیدي دینونه   منځ ته راوړل دی.
دین په روحاني  موجوداتو باندې اعتقاد ته وايي یا دین په روحانی  موجوداتو باور ته وايي .