کور / کره کتنه / د واده ډولۍ او ایمرجنسي سائرن

د واده ډولۍ او ایمرجنسي سائرن

د اوښ نه چا پوښتنه وکړه چې دا ورمیږ دې ولې کوږ دی هغه وویل کوم ځای مې سم دی !
د پښتو ددې مشهور متل لیکل مې په اول سر کې ځکه اړین وګڼل چې د ټولو هیوادوالو زړه د کرزي د حکومت د چارواکو نه شین دی ، او زه چې نن څه ویل غواړم هغه ددې چارواکو د نا اهلۍ دیره کوچنۍ نمونه ده ، خو څه وکړو هره ورځ بلکه هره شیبه په ملک کې داسې حالات ګورو ، وینو او اورو چې په خیټه کې د ډوډۍ هضمیدل ګران شویدي . کله نا کله ددې ناخوالو له امله په زړه کې جوړې شوې غمبادې ویلې او د قلم له څوکې یې د کاغذ پر مخ توی کړو په دې امید نه چې ګوندې کوم چارواکی به یې ولولي او د څه سمون تکل به وکړي کلّا و حا شا ، خو فقط د خپل زړه د بوج د سپکولو په خاطر .
اوس راځم اصلي خبرې ته :
د تیرې جمعې په ورځ ( د لړم ۲۷ ) د ننګرهار ولایت د کامې ولسوالۍ ته د یوه دوست د لیدلو لپاره تللی وم ، مازدیګر موده د بیرته راستنیدو پر مهال کله چې د کامې په بر سر کې د مُختم بابا هدیرې ته لنډ شو د ګڼ شمیر ډزو اوازونه مو تر غوږه شو ، مونږ ټول په موټر کې سپاره کسان ښه په ویره کې شو خو په ښکاره مو ځانونه یو بل ته ډاډه وښودل . تر لږ ځنډ وروسته يو ګلپوش کرولا موټر او یو سپین دولتي ټویوټا هایلکس موټر چې په عامه توګه یې ډاټسن بولي او څو تنه ټوپک سري په کې سپاره ول زمونږ مخې ته د کامې د منځ لیارې نه پاخه سړک ته را داخل شو  ، ورپسې د بې بندوباره ، بې عقله او بې غیرته ځوانانو یو څو موټرې او یو څه زنانه او ماشومان هم د پیښور نه د راوړونکو چرګانو په څیر په څو موټرو کې بار وو ، د موټرو غر و پش وو ، واده والا خوشحاله وو او په دې ډول یې خلکو ته د خپلې خوښې اظهار کاوه ، د نورو لارویو دې خدای مل شي.
دغه نا أهلو ټوپک سرو د خپل واده په خوشالۍ کې دزې کړې وې او ددې خبرې هیڅ خیال ور سره نه وو چې په دې وطن کې د تیرو درې لسیزو را په دې خوا د ټوپک په هر ډز  یوه مور بوره شوې ، یوه ښځه کونډه شوې ، ماشوم یتیم شوې او هر چا ته یې د غم پیغام ورکړی نه د خوښۍ او خوشالۍ زیری !
زمونږ د خلکو او اولس روح او روان اوس د ټوپک ډز  د غم د پیغام په نامه پیژني نه د خوشالۍ د زیري په حیث!
دلته د خلکو رواني او عقلي توازن ددې ډزو په اوریدو دومره خرابیږي لکه په کور یې چې د غم غږ وشي ! خو د چا یې څه ، د واده خرمستان په خپله خرمستۍ کې وو او د عقل جاله ډوبه وه !
برسیره پر دې د واده والا د کامې جلال آباد د لارې په اوږدو کې هر ځای چې وغوښتل (څو ځایه) ودرید او د سړک په سر په عامه لار یې د خپلې بې عقلۍ ، بې ننګۍ ، او بې شرمۍ مظاهرۍ وکړې او د سرک په سر ګډا ګانو او رقصونو پارچې یې تقدیم کړې او ځانونه یې خلکو ته په کچه کاڼي درانه او په پاخه کاڼي سپک کړه.
کله چې به ددې سپکې فنکارۍ له امله د سرک په سر موټرې جمع شوې نو بیا به دولتي ډاټسن د ایمرجنسي سائرن چالان کړ  ، ناوې به یې مخکې کړه او دوی په ورپسې د باد په سرعت ټول روان شو .
د ایمرجنسي سائرن چې ددې د غږولو عام مفهوم هم د خلکو سره دادی چې ګوندې چیرته څه بده پیښه شویده چټک غبرګون ته اړتیا ده او یا هم اور لګیدلی دی او حکومت یا د عامه خدماتو ادارې یې مرستې ته ورځغلی .
اور خو ربښتیا هم لګیدلی دی خو د کرزي د حکومت د چارواکو په عقل ، شعور ، ننګ او غیرت چې په وجه یې ټول ملک د تباهۍ او هلاکت خواته روان دی .
زه باور لرم چې تاسو ټولو ګرانو لوستونکو به د پولیسو ، او اردو (د ملي ټکی ورسره زیب نه کئ ) په رینجرو کې د واده جوړې او د ښځو چمبې او لا تر دې زیات زیات نور څه هم لیدلې وي خو د ایمرجنسي سائرن په غږولو د ناوې بدرګه یو نوی باب دی .
ددې چارواکو لا څه د پاسه دوه کاله نور هم پاته دي ټینګ به شئ ورته ؟ !