کور / کره کتنه / دملي امنیت ادارې له لورې د بې ګناه خلکو زورونه

دملي امنیت ادارې له لورې د بې ګناه خلکو زورونه


د پنجشنبې ورځ وه که څه هم چې له دندې څخه رخصت وم خو د  رییس له لورې راتګ زنګ راغی تر روغ بړ  وروسته یې راته وویل که کولای شې نن دفتر ته راشه کارونه ډیر دي او په ګډه به یې سره خلاص کړو، دا چې رییس ډیر مهربانه سړی وه ورسره ومې منله ، سمه ده درځم انشاالله.
کور مو له سړک نه لږ څه لیرې پروت دی نو زه به هره ورځ  دتره له زامنو سره یوځای تر ښاره  راتلم ، خو دا چې نن پنجشنبه وه بې له دې چې هغوۍ راته  غږ وکړي را څخه تللي وه، خوبیا هم زما کوچني ورور نصیر احمد موټر چالاند کړ او راته یې وویل چې تر سړکه به دې زه بوځم، سړک ته راورسیدم یو سراچه ډوله موټر څراغ راکړ ما هم لاس ورکړ او ورسره راپورته شوم.
دموټر مخکنۍ څوکۍ خالۍ وه خو دا چې په افغانستان په خاصه توګه په کابل کې مخکنۍ څوکۍ د دوو کسانو لپاره کارول کیږي نو له دې امله شاته سیټ کې کیناستم، په وروستي سیټ کې دوه کسان نور هم ناست وه ، تر اسلام علیکم وروسته مې له دوۍ سره روغ بړ وکړ.
دواړه ښه زیږه پښتانه ښکاریدل او په خپل منځ کې یې سره  کیسې کولې ، ماته هم د ددوۍ خبرو خوند راکړ او د زړه په غوږو ورته غوږ وم ، کله به هم موټر جمپ وخوړ خو بیا مې هم ټول پام د دوۍ خبرو ته وه .
ډریور چې سپین کالي یې په تن و ه ، واسکټ یې هه اغوستی وه دلوړې ونې خاوند وه ، او یواځې یو څو تاره ګیره یې پرمخ بریښیندله  چپه خوله یې خپلې ډریورۍ ته ادامه ورکوله ، ورو ورو خبرې له ټولنیزو چارو او کاروبار څخه سیاست ته واوښتي، او د هیواد دروانو چارو په اړه یې خپل نظرونه سره تبادله کول، پولیس غیرداسې خلک دي ……..اردو داسې خلک دي……..او امنیت خو ډیر بد خلک دي ، له خلکو سره ناوړه چلند کوي اوداسې نور….. یو وخت مې پام شو چې د ډریور له سترګو څخه اوښکې په بهیدو شوې اوبې له دې چې پوښتنه ترې وکړو  په خبرو یې پیل وکړ.
د خپل ماما کرولا موټر مې چالاوه له چوک څخه مې نهمي کارتې ته سوارلۍ وړله، او له دې لارې مې ځان او خپلې بوډۍ مور  ته یوه مړۍ حلاله  ډوډۍ پیدا کوله ، یوه ورځ سهار وه دمعمول په څیر مې نن هم له چوک څخه  دکارته نو سوارلۍ کینوله ، سوارلۍ واله مې ټول پښتانه وه او د ټولو سیمه ایزې جامې پرتن وې .
دشاه شهید لومړي سړک ته په رسیدو سره مې موټر د امنیت د موظفینو لخوامحاصره شو، د عقب په ښیښه کې مې دا ټول کسان ښه له سترګو سره تیر کړل ، ما ویل خدایه خیر انتحاریان خو مې هم نه دي کینولي ، زړه مې ډاډه کړل چې کیدای شي کوم شک به ولري ، بې له کومې پوښتنې دامنیت دوه تنه کارکونکې  راسره په موټر کې کیناستل او راته یې وویل چې په دې هایلکس موټر پسې ځه، له امر څخه مې سرکشي نشو کولای او هایلکس موټر پسې رهی شوم.
تقریبا د نهمي کارتې لومړي سرک ته رسیدلي وه چې یو زیړ بخوني تعمیر سره نږدې یې راته د دریدو امر وکړ، ټول یې له موټر څخه راښکته کړو او له هر یوه څخه یې بیلې بیلې پوښتنې پیل کړې، هغوۍ یوه یوه په خپل وار سره ورته وویل موږ سوارلۍ یو او نهمي کارتې ته ځو دوۍ یې رخصت کړل او له ما څخه یې تحقیق پیل کړ.
تر درې ساعته تحقیق وروسته یې د صدارت څلور لارې ته راوړم ، ګومان کوم چې دامنیت دریم ریاست وه . لاسونه مې لا له وړاندې ولچک کړي وه یوه داسې ځای ته یې بوتلم چې توره تیاره وه او هلته یې وغورځوله.
داسې یوځای وه چې په یا دیدو سره یې اوس هم ویریږم او ځان نشم کنټرول کولای ، دوه شپې او دوه ورځې په داسې ځای کې پروت وم چې په شپه او ورځ نه پوهیدم ، داسې بوی وه چې ګل مو په مخ سم تشناب وه .
په داسې حال کې چې د دغه اته ویشت کلن ځوان اوښکې په مخ بهیدۍ او سلګیو هم اخیستی وه لږه شیبه چپ شو…………..
بیا یې پیل وکړ نشم ویلای چې هلته څه روان وه او بې ګناه بندیانو ته څه ډول جزا ورکول کیده ………..د تورو تنبو ترشاه په تیارو کې تر دوه شپو او ورځو تیریدو وورسته یې یوځل بیا را ویستم او غوښتل یې تحقیق رانه وکړي .تر هرڅه لومړۍ مې ورته وویل دخدای لپاره په کور کې یواځې یوه بوډۍ مور لرم….دا دتیلفون شمیره  واخلۍ او هغې ته ووایاست چې ځوی دي بندي دی …. هغه به مړه شي ، داسې مه کوۍ .هیڅ چا مې په خبره غوږ نه ګروه ……ورته په ژړا شوم په پښو کې یې ولویدم د خدای لپاره که په ما هرڅه کوۍ خو یو خدای او یوه زړه بوډۍ مور لرم هغې ته خبر ورکړۍ ….هغه به لیونۍ  شي ……..دومره ظلم مه کوۍ.
بیا را څخه تحقیق پیل شو …مونږ ته راپور راغلی وه چې ستا نمبر پلیټ موټر له یوه سور رانګې صرف موټر سره یوځای له خوست څخه له بمونو ډک شوی او کابل ته راځي ځانونه الوځوي ……ښه نو تاسې وایۍ چې زه ځانمرګی بریدګر یم ….هو ته ځانمرګی یې……..
په خدای قسم کوم ……په خپلې بوډۍ مور قسم کوم چې ما تراوسه خوست نه دی لیدلی و له پل علم څخه هغې خواته نه یم تللی …… خو هیڅ لاره نه وه راپاتې چې څنګه دوۍ ته د ځان په اړه سپیناووی وکړم.
یوځل بیا یې د تورو تنبو شاته واچولم او په داسې ډول سزا راکول کیده چې هیڅ بشریت ته د منلو وړ نه ده ………. عبدالله چې سلګیو اخیستی وه شکر ده خدایه چې اوس خو دهغو ظالمانو په واک کې نه یم او راخوشې شوی یم …..عصبي تکلیف راته پیدا شو او کله کله خو  وایم لیونی یم خو بیا هم شکر وباسم.
په موټر کې زما په ګډون ټول سپاره کسان داسې غلي ناست وه او له سترګو څخه یې اوښکې بیدې چې سوڼ یې هم نه خاته .
په ژړغوني غږ مې ترې وپوښتل بیا څه وشول ………..بیا یې خپلې خبرې پیل کړې ، مور مې چې د زړه تکلیف درلوده عصبي تکلیف هم پیدا کړ او په ما پسې سر په صحرا سمه شوې وه ، ډیر ځایونه یې په ما پسې لټولي وه خو هیڅ درک مې نه وه لګیدلی. بلاخره یو چا زما نمبر اخیستی وه او دایې تثبیت کړې وه چې دا نمبر په صدارت سیمه کې ده …………دوستان مې هم دمور ملګري شوي وه زما لټون یې پیل کړای وه .
تر شپاړس ورځو وروسته مې یو اخښی(دخور خاوند) په دې توانیدلی وه چې زما درک ولګوي…..یو  کس راغی او راته یی وویل چې یو سړی او یوه ښځه راغلي ستا پوښتنه کوي .نومونه یې ……….دا دي . که ته ریښتیا دوۍ پیژنې نو یوه نښه راته ووایه چې زه پوه شم ، ما مې د دوه وړو خورييانو نومونه ورته واخیستل سړی لاړ ، ترلږ ځنډ وروسته بیرته راغی او وایي ویل چې دا زر افغانۍ یې تاته رالیږلي دي او  وایي چې دا واخله چې درته به په کار شي.
عبدالله بیا په ژړا پیل وکړ سره له دې چې ډول ډول سزا ګانې راکول کیدې ………سړی سلګیو واخیست او وایي ویل اوس غواړم ټول څه درته ووایم که څوک مې وهم وژني اوس یې وایم …تلوسه مې نوره هم ډیره شوه او ورته و مې ویل ووایه …. ووایه هیڅ څوک هم تاته څه نشي ویلای ……….جامې به یې راڅخه ویستلي او یو ډول کیبلونه وه په هغو به یې وهل پیل کړل ……ټول ځان به یې راته له وهلو شین واړوه ان یو ډول شوک به راباندې راغی …….بیا به یې په کیبل باندې په مور ذاتیو(خوټو) او تناسلي الې وهلم . بې هوښه  به شوم ، بیا به په هوش راغلم …….همداسې ورځې تیریدې او ورته جزار به راکول کیده .
ډیره هڅه مې وکړه چې ځان ووژنم خو هیڅ هم نه وه ………..حتی تر دې چې چای او اوبه به په پلاستیکي ګیلاسونو کې راوړل کیدلی ………ریښتیا هماغه یو پلاستیکي ګیلاس وه ……….اف خدایه که یو ښیښيي پیاله هم وای نو ما به پرې ځان وژلی وای………….بس خدای به مې تر اوسه ژوند نصیب کړای وه ….. څه وکړم.
ورځې او شپې همداسې تیریدي په یو ویشتمه ورځ یې را ویستم او راته یې په بده لهجه وویل چې څوک راغلي او غواړي تا وګوري ،ټیله یې کړم ..هله ژر شه ….. دیوې ښیښې تر شاه یې و درولم …… ومې لیدل چې بوډۍ مور او واده شوې خور مې راغلې.
په داسې حال کې چې د ځوان ګریوان نور له اوښکو لوند وه ویې وی ویل ….باور وکړۍ مور او خور مې زما په لیدو بې هوښه شوې او دواړه ولویدې. زه نه پوهیږم زه به په څه حالت کې وم …………….
تر یو ځنډ وروسته مې مور په  هوښ راغله یواځې دومره مې ورته وویل مورې سپینې شیدې دې مه رابخښه که ما کوم کار کړای وي زه بې ګناه یم ، په تا مې قسم ………..بس بیرته یوړل شوم.
څلویښت ورځې مې له  دې ظالمانو سره په بند کې تیرې کړې ، په داسې بند کې چې په شپه او ورځ نه پوهیدم، او ډول ډول سزاوې راکول کیدې.
په یوڅلویښتمه ورځ یې راویستم او  دضمانت تراخیستو وروسته یې را خوشي کړم ……….ښه ظالمانو چې ګناه مې نه  وه نو ولې مو دا څلویښت  ورځې راباندې دزړه وینې وخوړې ، ومو وهلو ، داسې وهل چې څوک یې انسان ته څه چې حیوان ته هم نه ورکوي ………..تیر شوه هر څه چې وه …
مور مې عصبي تکلیف پیدا کړ خپله هم له ډول ډول تکلیفونو سره لاس او ګریوان یم ………..که څه هم چې عبدالله دملي امنیت له لورې ډول ډول ظلمونه او شکنجې لیدلي دي  خو بیا یې هم وویل زه له خپل دولت نه ډیر خوشحاله یم …..زه څوک نه لرم ……کم زوری یم………..له ډاره وایم زمونږ ډیره ښه دولت ده .
خو د خدای په لحاظ دوۍ ولې داسې کوي مونږ بې وزله خلک خپل غریبانه ژوند ته هم نه پریږدي…….
دا چې نوموړي د یوازیتوب خبرې وکړي نو پوښتنه مې ترې وکړه ته نور ورونه او بل هیڅ څوک نه لرې………..
په ژړغوني غږ یې وویل پلار مې سوداګر وه او هغه مهال چې زه اوه کلن وم پلار مې خپل ژوند راوبخښه ……….درې ورونه او  خور له پلاره پاتې شو.
که څه هم چې زما نه یادیږي خو مور مې  راته د پلار په اړه ویلي دي . پلاره مې ښه کار او بار درلوده خو څه ووایم …….دمور د تره په لور مې مین شوی وه او ټوله دنیا یې په هغې ووهله بلاخره ومړ.
زه ډیر کوچنی  وم ورور به مې راته ویلې زه کار وکړه ، نور څه مې نشو کولای اوبه به مې پلورلي بس دهماغه وخت دوه سوه ، درې سوه روپۍ به مې دورځې جوړولې …..د ورځې په پای  کې به چې کور ته راغلو پیسې به مې مشر ورور رانه واخیستي او بیا به یې هم غومبس کاوه نن دې کم  کار کړای ده ……..له ښوونځي نه پاتې شوم خو مشر ورور مې ښوونځی زما په پیسو سر ته ورساوه ، بلاخره یې واده وکړ او په خپله مخ لاړ .
زه تر یو څه وخت وروسته ایران ته لاړم او هلته مې مزدورۍ ته ادامه ورکړه بلاخره څو کاله وړاندې هیواد ته راستون شوم ، ډیره مزدوري مې کړې وه او په زړه کې مې د خوښیو ماڼۍ جوړولې ، له ځان سره مې ویل نوی ژوند به پیل کړم واده به وکړم موټر به واخلم ، کور به جوړ کړم خو خبر نه وم چې هر څه په اوبو لاهو شول.
هغه څنګه ؟ کله چې راغلم تر ما مشر ورور مې په پوست راننوت او راته یې وویل زه دې مشر ورور یم دا پیسې ماته راکړه ،واده به پرې وکړم بیا به تاته واده وکړم ، ما او تا خو نور څوک نه لرو….تا چې زما او زه ستا په درد ونه خورم نو نور څوک به څنګه را سره مرسته وکړي اود اسې نور……..دمور او پلاره اولاد وه ما ته هم دا دخوشحالۍ خبره وه ..ورور ته مې واده وکړ ، پیسې مې ټولې مصرف شوې ، خوشحاله وم چې د ورور کور مې ودان شو .
خو دیوې میاشتې په تیریدو سره یې ګډه بار  کړه او په خپله مخه لاړ. زه او بوډۍ مور پاتې شوو ، ورور ته مې ډیر عذرونه وکړل ، په پښو کې مې ورته سر کیښود ، دمور او پلار اولاد مې یې بوډۍ مور چاته پریږدې ………هغه راته په ځواب کې وویل ځه ځه دې مور زما لپاره څه کړي دي ، اوس مې واده وکړ په تاسې څه وکړم ، باسواده ښځه مې کړې ده ، مونږ له تاسې سره ګډ ژوند کول نه غواړو……بس له هماغه وخته ژوند راته بې معنی شو …. نه غواړم پیسې پیدا کړم ، نه غواړم واده وکړم ………
بس خدای مې دې مور راته ژوندۍ لري ……….اوس زه هیڅ څوک نه لرم یواځې خدای او بوډۍ مور ،خدای دې زما عمر هم زما مور ته ورکړي ..تر هغې مې چې مور ژوندۍ وي زه به هیڅ چاته څه نه وایم ، ځکه مور راباندې ډیره ګرانه ده او هغه خفه نشم لیدلی، که څومره غمجن هم وم خو کور ته چې زما دمور لپاره خندا کوم …خو خدای مه کړه که مور مې مړه شوه زه به د ټولو ژوند د ځان په ځیر تریخوم ……
که ژوند کول یواځې دپیسو لپاره وي خو زه  یې نه غواړم او نه به هم پیسې پیدا کړم………او که ژوند کول د خلکو  ترمنځ دمینې ، محبت ،ورولې او سوله وي نو زه حاضر یم د خپلو لپاره ، سره له دې چې له ما نه یې هر څه اخیستې دې کار وکړم.