کور / علمي / خندا څه شي ده؟

خندا څه شي ده؟

خندا په لغات كښي د ښادۍ او خوشحالۍ په وخت كښي دشونډو غوړېدو ته وايي چي كله ږغ
هم ورسره وي او دژړا ضد ده. دخندا پرمهال خوله، پزه، باړخوګان، سترګي، شونډي او
تندى ځانګړي خوځښتونه كوي چي دغاړي پلې شخيږي،مخ سور او شين اوړي او په رګونو كي
دويني تګ ګړندى كيږي.


رحمان بابا بيا ژوند ته خندا وايي:


كه ژوند دى خو همدا دي په جهان


چي له چا سره تېريږي په خندا


ويل كيږي چي خندا دانسان دفريولوژي يوه ډېره پېچلې څرګندونه ده. هر بالغ انسان
په ورځ كي په منځني ډول ۱۷ وراي خاندي.


دفزيولوژي له نظره تخنول اودپوستكي لمسول هم دخندا لامل ګرځي دا په دې دليل چي
په مغزو كي داسي ځانګړي ځايونه سته چي دا الكتروني لمسوني يې دخوشالۍ او خندا لامل
ګرځي. كله چي څو تنه يو ځاي سره وخاندي، دا دهغو تر منځ يوالى او همږغي ښيي.


تر خوږې خندا دي ځار سم راته خانده


په ما لعل او مرغلري چي پرېوان كړې


د چين په فرهنګ كي ويل سوي دي: يوه خندا لس كاله څوك ځوانوي او كولاى سو دسلو
ناروغيو درملنه ورباندي وكړو.


ځيني څېړونكي وايي: هغه خلګ چي لږ او يا هيڅ نه خاندي دزړه په ناروغيو اخته
كېږي.


رحمان بابا وايي:


درحمان خندا په اجر ژړا ده


نازكي دګل په قدر دشبنم وي


دخندا برخي:


خندا دوې برخي لري، يو دڅېرې بدلون او بل هغه ږغ چي توليديږي. كله چي موږ خاندو
ماغزه دخندا كولو امر وركوي، كه په زوره وخاندو نو بيا ماغزه دلاسو او پښو دخوځېدو
امر هم وركوي.


دخندا په وخت كي زموږ دمخ ۱۵ ماچې (عضلات)خوځيږي چي مهم يې د شونډانو دخوځېدو
ميكانيزم دﺉ چي هغه دستوني دحلق ماچې پړسوي چي دا كار د ژر ژر سا ايستلو لامل ګرځي
او كله نا كله اوښكي هم ورسره راتويږي، رنګ سوريږي اودډېر اكسېجن اخيستلو له پاره
خوله خلاصه او تړل كيږي او عجيب ږغونه له خولې راوزي.


دخند نيو توكيو لرغونوالى او منځ ته راتګ:


ننۍ خندا له دوه نه تر څلور ميليونه كاله مخكي پيدا سوې ده. په هغه وخت كي
دانسان صوتي دستګا دغه ږغونه نه سواى تلفظ كولاى (چي نن يې موږ تلفظ كولاى سو) نو
خندا يې دګوريلا شامپانزۍ خندا ته ورته والى درلود او په پرمختګ سره يې انسان
داتوان پيدا كړ چي داسي وخاندي لكه نن چي خاندي.


ماشوم چي څلورو مياشتو ته رسيږي كولاى سي چي سم وخاندي. يو كار پوه ويلي
دي:((خواړه، استراحت، او خندا دنړۍ له ټولونه ډېر ښه درې ډاكټران دي)). ان په
لرغوني تاريخ كي دروغتيا دبيرته لاس ته راوړلو لپاره خندا يو ډول اغېزمن درمل ګڼل
كېده.


اشرف خان هجري دخندا ډالۍ داسي ستايي:



نندارو ته يې وتلي لوي واړه دي


چا غمونه خو چا مسته خندا راوړه


((رابرت پروين)) وايي: (( ښځي ډېري خاندي خو نارينه بيا ډېري خندونكي خبري او
ټوكي كوي)). په حقيقت كي خندا د ځوان پاته كېدو يو راز دﺉ. څېړونكي وايي: خندا
دانسانانو تر منځ دنژدې اړيكو لامل ګرځي، چي څوك له چا سره دارامتيا احساس وكړي نو
دهغه سره خاندي.


كه مو پام كړى وي كله چي ستاسو د كور مشر وخاندي تاسو هم ورسره خاندئ په دې خندا
سره خپل رضايت ښيي، كه دخطر په وخت كي وخاندئ او ګواښوونكي سړى هم درسره وخاندي ربړ
له منځه ځي.


پخوا  چي انسانانو دليكلو توان نه درلودﺉ بيا يې هم خپلوماشومانو ته
دپخوانيو پيښو نكلونه كول چي هغوى له هغه نه خوند او پند واخلي.


دخندا په هكله په ټولو هيوادونو كي ډول ډول متلونه سته چي ځيني بېلګي يې په
لاندي ډول دي:


خندا او مسكا انسان ښكلى كوي.


تندى تريو كول دشيطان كار دﺉ.


خندنۍ څېره تر ډېره په ذهن كي پاته كيږي.


خندا دمړاويتوب پر وړاندي ښه دارو دي.
خندا ددوښمن روحيه مړاوي
اونا ارامه كوي.


له هري ژړا وروسته خندا سته. (ايرانی)


خندا سالمه وينه جوړوي.( ايتاليوى)


نړۍ هنداري غوندي ده كه هغه ته وخاندې هغه تاته خاندي.(انګرېزي)


مسكى انسان تر ټول بريالى دﺉ.( جاپانى)


خندا دبې درمانه درد، درمل دي.( پښتو)


ښه خلګ هغه دي چي خاندي او كولاى سي چي نور وخندوي.(فرانسوى)


دپوهانو په اندخندااوخوښحالي دبدن دخونديتوب واك ډېروي، دروغتيا او ځوانۍ لامل
ګرځي.


رحمان بابا دخندا په اړه وايي:


ما په صبر تا په جور او جفا وكړه


ولي نه سي دژړا په ځاي خندا


موږ ولي كله او پرڅه شي باندي خاندو؟


خندا يو پېچلى ميكانيزم لري چي په طبيعي ډول د ډېرو ناروغيودرمل هم ده نو خندا
په بېلا بيلو حالاتو كي پاريږي چي ډېر يې په خندونكو خبرو، په خندونكو كړو، ټوكو او
تمثيل باندي يې سويچ وهل كيږي او دخندا ږغ پورته كيږي.


تر ټولو مهم سن ماشومتوب دﺉ چي هر شى ورته نوى دئ اوپر هر ساده شي باندي خاندي،
چي سن غټيږي(پورته ځي) سوچ هم توپير كوي، خندا لږيږي يوازي په پېچلو شيانو باندي
خاندي. دخندا ډېروالۍ او لږوالۍدخندا دتوكواو دپيښو په خوند او رنګ پوري اړه لري.
دانسان خندا خوښه ده همدا لامل دﺉ چي ټوكي، كوميډې او طنزونه اوري، ويني يې او پر
خاندي.


خندا لكه ارږمۍ نور خلګ نيسي او سرايت كوي دا ځكه چي د نورو دخندا په سبب داخلي
انرژي راپورته كيږي او لكه سيورى خندا تعقيبوي.


خندا او فكر كول دواړه په يوه وخت كي امكان نه لري په خندا سره فكر دريږي نو ځكه
خندا دذهني نااراميو نه دخلاصون لاره ده.


داچي په كوم هيواد او كوم كلتور كي ژوند كوئ شايد دنور هيوادونو ټوكي تاسوته
خندونكي نه وي چي دا دكلتور توپير ښيي.په ډليزډول خلګ ډېرخاندي خندا په يوه ډله كي
۳۰ ځلي نسبت يوازيتوب ته ډېره كيږي.خندنۍ ټوكي لومړى دمغز په كيڼي خوا كي څېړل كيږي
بيا دمغز مخكنۍ خوا فعاله كيږي اووروسته دمغز ښى خوا ددې ټوكو موضوع څېړي كه دخندا
وړوي نو دمغزشادخولې او لاسونودخوځېدوامروركوي. هيپوتالاموس دمغزهغه برخه ده چي
دخندا دږغونوايستلولامل ګرځي چي كومه خندنۍ ټوكه ويل كيږي نو مغز په وړاندويني پيل
كوي كه يې پايله بل شى سوه چي هغه ګڼلې وه نوداپايله دخندا لامل ګرځي او يا كله كله
دچاساده ګي، تېروتني او ناداني هم دخندا لامل گرځي.موږ پر هغه شيانو خاندو چي دعقل
او ورځني ژوند دپيښو له نظره امكان نه لري هغه توكي خندا لري چي دانتظاره وتلې
پايله ولري.


ولي خندا دهربې درمانه درد درملنه ده؟


خندا يو طبيعي انتي بيوتيك دﺉ چي دانسانانو ډېر دردونه ښه كوي، سا كښل او دوينو
تګ توندوي،دسر او مخ د پنځلسو غړو او عضلو دخوځېدو لامل گرځي، دويني فشار لږوي او
عمر ډېروي.


دايمونوګلوبين دهارمون ترشح دخندا سره نيغي اړيكي لري چي هغه د بكتريا او
ميكروبو په له منځه وړولو كي مرسته كوي او دناروغيو دمخنيوي لامل ګرځي.


يو انګريز پوه وايي:(( يوه دقيقه دزړه له كومي خندېدل د ۴۵ دقيقو ورزش سره يوشى
دي))


پوهان وايي :(( څوك كه په ورځ كي ۳۰ دقيقې وخاندي دزړه ددوهمي حملې
خطر يې ځنډيږي او هم دوينو فشار لږوي هغه وايي زموږ ورځني رواني تشويشونه سره
راټوليږي اودا بيا دډېرو ناروغيو او رواني ستونزو لامل ګرځي چي دفاعي سيسټم ته زيان
رسوي او دعفوني ناروغيو لامل ګرځي نو ويلاى سو چي خندا درواني فشار په له منځه
وړولوكي يوه اغېزمنه وسله ده.


باك د كاليفورنيا ايالت دلوماليندا د پوهنتون څېړونكى وايي (په كټ كټ خندا سره
دوينو دخج دهورمون دلږوالي لامل گرځي او دبدن خونديتوب ډېره وي ان ارامه خندا
سلامتي ته گټه لري)


خندا دزړه دماچو (ميوكارديوم) دخوځېدو لامل ګرځي چي هغه بيا د لاړو وريدي وينو
دخوځېدو لامل ګرځي چي هغه د ترومبوز د جوړېدو خطر لږوي.


څېړونكي په دې اند چي خندا په حقيفت كي دزړه دناروغيو لپاره ډېره ګټوره درملنه
كېداى سي. څېړونكي وايي هغه خلګ چي لږ او يا هيڅ نه خاندي، د زړه په ناروغيو اخته
كيږي.


دامريكا دبالتيمور دښار دماريلنډ پوهنتون دوقايوي كارډيالوژي دمركز مدير ((
ميكايل ميلر)) يو كنفرانس ته وويل: (( خندا دزړه دناروغيو دمخنيوي لپاره يوه ډېره
گټوره لار ده. ميلر او دهغه ملګرو دزړه دناروغيو دكارپوهانو يوې ډلي ته داسي وويل:
(( موږ باور لرو چي دخندا عمليه دانسان په وجود كي يو ډول كيمياوي مواد توليدوي چي
دوينو رګونو ته ارامتيا او روغتيا ورپه برخه كوي))


خندا نه يوازي داچي دخوښۍ بلكي دزړه دغښتلتيا لامل كيږي. ډاكټر ميلر په دې اند
دﺉ چي ښايي يوه ورځ له خندا څخه د زړه دناروغيو په درملنه كي دېوې ګټوري وسيلې په
توګه كار واخيستل سي.


خو ايا دا ممكنه ده چي دخپګان، خوابدۍ او دغوسې پر مهال په زور او فشار ځان خندا
ته وهڅوو؟هو!


كه چيري په پرله پسې ډول وخاندو، نو زموږ دخندا غړي خامخا پياوړي كيږي. ډاكټر
ميلر زياتوي چي اوس په دې لټه كي دﺉ چي پيداكړي دخندا په وسيله څنګه دانسان په وجود
كي كيمياوي مواد توليديږي  او بيا څرنګه دوينو شريانونه تر خپلي اغېزې لاندي
راولي.


خنداوي ډير مهال دغاښونو ناروغي چي دزړه دناروغيو ستر لامل گڼل كيږي، كمزورې كوي
خو هيجانات، غوسې او ذهني ګډوډى دانسان په وجود كي داسي كيمياوي مواد توليدوي چي په
حجرواوشيريانونو كي دويني دبندېدو لامل ګرځي نو په يوه ټاكلي زماني واټن كي خندا او
ساتېرۍ دزړه دناروغيوددرملني اووقايې په لار كي ستر رول لوبوي. خندا داعصابو پارنده
او خرابي له منځه وړي.په خندا سره پام بلي خواته كېږي او درد كميږي. دخندا يو بله
ښه اغېزه په تېز اندي او ديادښت په ښه كولو كي ده. جالبه لا داده چي سل واري خندېدل
لكه ۱۵ دقيقي بايسكل چلول ګټه لري نو ويلاى سو خندايو ورزش دﺉ. نو‎ځکه هر کال د مې
دمياشتي په لومړي يکشنبي باندي د خندا ورځ لمانځل کيږي خو په هند کي يې د جنوري په
يولسمه هم يادونه کيږي ځکه د لومړي ځل لپاره ډاکټر کتاريا په همدي ورځ خلک ګډي
خندا  ته رابللي وه ، اوس دنړۍ په بيلابيلو هيوادنو کي د ډاکتر کتاريا تجربه
عملي کيږي او خلک تر ي خوند اخلي.


خندا د شريعت له نظره:


الله جل جلا له انسان ته دخندا او موسكا نعمت ورپېرزو كړى دﺉ چي ناروغوته
روغتياډالۍ كوي، دوېرځپلو انسانانو زړونه خوشحاله وي،دوېرونكو اوښكي وچوي،ددنيوي
غمونو مخ نيوى كوي،دژوندانه تروږمۍدهغه دغاښونوپه بريښ روښانه وي ،اودژوندانه په
پړاو كي نه يوازي هغه ته بلكي نورو انسانانو ته هم رڼا وركوي.


خندا دانسان له ذهنه منفي سوچونه، وېري، غوسې، بخيلي او خودخواهي باسي، نورو ته
فدراكاري،درناوى كول ورزده كوي او مينه په وجود كي ژوندى كوي.


ګران پيغمبر حضرت محمد صلی الله عليه وسلم فرمايي :


عن أبي ذر قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم تبسمك في وجه أخيك صدقة


(صحيح ابن حبان).


ژباړه:له أبوذر رضي الله تعالی عنه څخه روايت دﺉ چي رسول الله صلی الله عليه
وسلم


وفرمايل : ستا موسکا(ورين تندی) ستا د مسلمان ورور په حضور کي يوه صدقه او خيرات
دﺉ.


 نو له پورتني حديث څخه د خندا ګټي ښکاره معلوميږي ، چي ورته صدقه يې ويلې
ده، او د حضور صلى الله عليه وسلم په شونډو به تل مسکا وه.خوکوښښ بايد وسي چي په
ډېرلوړ اوز څوک ونه خاندي داسي نه چي دده یا ددې خندادنور له پاره مزاحمت ونه
ګرځي. 



ماخذونه:


پوهنمل محمودنظري، طنزڅه شی دﺉ


حیمدي محمد عالم، ژوري خبري


بېلابیلي انګلیسي ویب پاڼي