کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / څه ډول پاملرنه ؟

څه ډول پاملرنه ؟

د٢٠٠٧ کال دنوامبرمياشت


دروان کال دنوامبر پر شپژمه نيټه دملګروملتوسازمان زموږپه هيوادکې دافغان دولت دمخالفينودفعاليتونود زياتوالی دغندنې اوانديښودڅرګندولوسربيره دنړيوالی ټولنې نه  وغوښتل چې خپله پاملرنه دې هيوادته لازياته کړي ٠ خوهغه څه چې پدې غوښتنه کې پوره وضاحت نلري هغه داچې دې جګړې ځپلې اوپه جګړه کې لا ښکيل هيوادته څه ډول پاملرنه وشي ؟ داسې پاملرنه چې پدې وروستيوشپژوکلونوکې شوې ده يا بل شانتې پاملرنه ؟ که د( م، م) غوښتنه داوې چې ددې وروستيو کلونوپه څير زموږ هيوادته پاملرنه وشي زموږولس دهغې څخه  بيزاره دۍاوهغه ورته دمنلووړنه ده  ، داځکه چې دا پاملرنه دافغانستان دستونزوحل  په جګړو، بمباريو اوتشددکې ليدلې چې  پايله يې زموږپه هيوادکې  دجګړو ، وژنو ، مرګ اوژوبلې اودافغانانودکړاوونواوبدمرغيو دزياتيدوپرته بل څه نه وو٠


زموږ ځوريدلی ولس چې دزورزياتۍ اوتشدد په منګلو کې برمټه ولس  دۍ وليدل چې دا پاملرنه دافغانستان ناتارته دپای دټکې دکيښودلومعقوله  تګلاره نه وه اونه به وي داځکه چې دټولنيزستونزودحل لاره تشدد نه بلکه سوله ئيزی لارې چارې دي  چې له بده مرغه په افغانستان کې  نړيوالې ټولنې هغې ته شاه کړې ده اويوازې اويوازې پردې ټينګارکړی  چې داوسنی دولت دمخالفينوسره دوسلې اوزورله لارې چلندوشي ، نړيواله ټولنه لکه دناټو واکداران دافغانستان دحالاتودکابوکولواوترهګرې فعاليتونودمنخنيوی لپاره دې هيوادته دلا نوروپوځيانوپه ليږلو، هغه په عصري  وژونکووسلواوتجهيزاتوپه برابرولوکې ويني نه داچې داوسنی دولت اوروان بهير خلاف دمقاومت اصلې لاملونوته ګوته ونيسي اودهغې دحل معقولې اواړينې لارې وسنجوي٠


داډول چلندچې دافغانې ټولنې دواقعيتونو سره سرنه خوري يوځل بياوښودله چې تشدداوزورزياتۍ د تشددزيږنده دۍاودمخالفيولپاره دترهګري اووسله والوفعاليتونوادامې  ته ښی پلمې ګرزي  اوپه تيره بيادافغان ولس سره هيڅکله بايدچې دزورزياتې څخه کاروانه اخيستل شي  ددې ولس تاريخ ددې واقعيت څرګندوی دۍ چې داخوار خوميړنی  ولس هيڅکله  زورورته چې دزور خبره اوعمل يې کړی دي  سر نه دۍ ټيټ کړی اوپرزورپرهغې حکومت کړل ددې ولس دټولنيزروان اوځانګړتياوو سره هيڅ سر نه خوري  اوپوره يقين دۍ چې په نږدې  راتلونکې کې به هم همداسې وي ٠ 


که چيرې يوازې دنوامبر دمياشتې دشپژمې نيټې دردوونکو پيښوته چې په بغلان ، بادغيس اودايکندی ( ځانمرګې بريد ،ددولت له خوا دپوځې عملياتو او دمخالفينوله خوادولسوالۍنيول ) وشولې وکتل شي  چې د لسګونوتنو هيوادوالو( په ولسې جرګه کې دخلکودااستازواودهغې دساتونکو، ددولت دمخالفينواودملکې بيګناه وګړو دمرګ اوژوبلې اوهمدارازددولتې سرتيرودبرمتې ) سبب شوې  وينو چې افغانان دکومومصيبتونواوبدمرغيوسره  لاس اوګريوان دي ٠ 


په دې وروستيوکلونوکې سربيره پردې چې افغان دولت اودهغې حاميانوچې دتشدداوزورزياتۍچلند کړې دۍاو  دساده مؤمنومسلمانو افغانانوځانګړتياوو،غوښتنواو دودونه په پام کې نه دی نيول شوي  دې ته  لاره هواره اوشرايط  برابرکړل چې  دواک څخه رانسکوراودړې وړې  شوی طالبان   دومره پياوړی اوځواکمن  شې  چې دولسواليو کنترول ترلاسه کړي ٠ يوازې دوروستيودوواونيو په ترڅ کې يې   څلورولسوالۍ ترخپلې ولکې لاندې راوړې اويوشمير يې لاپخوانيولې وې که څه هم دپراخه پوځی عملياتوله کبله چې هوايي بريدونوپکی ځانګړی ځای درلودطالبانوځينې دا ولسوالۍ له لاسه ورکړي اونورې به هم  له لاسه ورکړي خودولسواليولاس ترلاس کيدل منطقا اوعملا  دمخالفينودځواک اوددولتی امنيتی قواوودکمزورتيا ښکارندوی دۍ٠  اوداخبره بايد په ډاګه شي چې دالومړی ځل نه دۍ چې ددولت دمخالفينو له خواپر ولسواليوباندې تسلط خبرونه ترغوږوکيږي بلکه پدې وروستيودووکلنونوکې څوځله داپيښې تکرارشوې دي اودتاسف ،خواشينۍ اودشرم خبره خوداده چې هروارځايي چارواکې دولسواليو دلاسه ورکول تکتيکې حرکتونه بللي دي٠  که ددې تکتيکی حرکتونو موخه داوي چې مخالفين په نښه کړي اوبيا يې له منځه يې يوسي دا نوديوه دولت لپاره چې د٣٧ پرمختللوهيوادونودپوځې ملاتړنه برخمن دۍ دشرم پرته بل شی نشوورته ويلای اوله بله پلوه داخوڅرګنده نسل کشی اود يوه ولس ديوې برخې فزيکی نابودول دي چې هغوی ته په لوی لاس سره فرصت ورکړل شي چې پرولسواليومسلط شي اوبياپه پوره بيرحمۍ سره له منځه يوړل شي چې دسليم وجدان خاوندانو ته دمنلووړنه دي ٠


که چيرې مخالفين دومره پياوړې دي چې دناټو سره لاس اوپنجې نرمولاي  شي اودهغه  دملاتړلاندې دولت دې ته اړباسي چې سيمه ئيز دولتې ارګانونه ور پريږدی نوولې دهغوی سره دي يوه ځواکمن ځواک په توګه خبرواتروته نه چمتوکيږي ٠


بل داچې که ملګری ملتونه اوپه ځانګړې توګه دامريکا متحده ايالتونودپخوا په شان دهغوډلو نه چې هغه يې  پرهيواد واکمنې کړې ، دهغې نه يې خپل ملاتړته ادامه ورکړه ، دهغوی واکمنۍ ته يې مشروعيت ورکړاوهغوی دپخوا په څير خپلووګړنيزضداوترقی ضدکړووړواودبشری حقوقو څخه سرغړونې ته دوام ورکوي دخپل ملاتړکچه لاپسې زياتوي افغان ولس ددی نړيوال سازمان ددی ډول پاملرنې څخه مننه کوي اونورهغې ته کومه اړتيا نلري٠


ژوند وښودل چی په تيروشپژو کلونوکې کله چې افغان چارواکودجګړې دپای ته رسيدو په خاطر کوم وړانديزکړی ، دې نړيوال سازمان لکه د ناټويي مشرانوپه شان هغه ردکړی دۍ اودادسولې لپاره لمړنۍ هڅې يې په  نطفه کې شنډې کړې خوبرعکس په افغانستان کې يې دچارواکوهغه پريکړې چې ديوه افغان داعدام مساله ، هغه افغان  چې دبشرې ټولنې نه بيليدونکی غړی دۍ  ملاتړ کړی  چې ددی سازمان شتون يې ترپوښتنې لاندې راوړي داځکه چې دسولې اوتفاهم اودانسانانودژونددخوندې ساتلوهڅه يې نه ده منلې خوديوه انسان يا يوشمير انسانانووژنه يې  تائيدکړې ده اوهغې ته يې لبيک ويلی دۍ خواصلی خبره دلته  ده چې دااعدامونه يوداسی حکومت ترسره کړي اوترسره کوي چې قضايي ارګانونه يې لکه ددولت نورې ادارې دفساد اوبې کفايتۍڅخه رنځ وړي اوپه دغوارګانونو اوادارو کې داسې زورورکسان ترسترګوکيږي چې هغوی په څرګندوجنګې جنايتونواودبشردحقوقو څخه په سرغړونه تورن دي ٠



که چيرې دانړيوال سازمان چې دجوړيدو اصلی هدف يې په نړۍ کې دسولې اوټيکاوساتل اوټينګښت دۍ هغې ته ښايي چې ددې انسانی هدف دپلی کولو په خاطرزموږپه هيوادکې خپلې هلې ځلې متمرکزې کړي اوپه هيوادکې دې سولې اوثبات لپاره کاروکړي نه داچې دنوروپوځيانوکوم چې په پرمختللوعصری وسلواوتجهيزاتوسمبال وي افغانستان  ته دراليږلودپروژې سره همغږی شي ٠ زموږ دهيوادروانه غميزه يوازې اويوازې دسولې له لارې حل کيدونکې ده اودې نړيوال سازمان ته په کارده چې پدې اړوندپه سترودولتونواوناټو زوراوفشارراوړي چې دمخالفينوسره خبرواتروته مخه کړي ٠ دا به ددې نړيوال سازمان هغه اړين ګام اخيستل اودافغانستان ځورونکی وضعيت ته پام راګرزول وي چې افغانان يې غواړي نه داچې ددې وروستيوشپژوکلونوپه شان يې داوسنی دولت دمخالفينودټکولواوځپلوله تګلارې ملاتړ کړی دۍ چې ددې سازمان ددندوسره نه داچې  سرنه خوري بلکه څرګندتضادلري ٠