کور / خبرتیا او پيغامونه / دبغلان دپېښي دي په خپلواکه توګه پلټني وشي

دبغلان دپېښي دي په خپلواکه توګه پلټني وشي

دختيزې سيمې دلېکوالو او ژورنالستانو خپلواکې ټولنې اعلاميه


جلال اباد د١٣٨٦ لړم ١٧ مه

په رښتيا هم چې دبغلان پېښه خواشينوونکې وه او له هره اړخه دغندنې وړ ده
خو داپېښه دغندلو سره سره خپلواکو پلټنو او څېړنو ته هم اړتېا لري .ځکه
له پېښې وروسته چې دبېلابېلو خواو څرګندونې درسنېو له لارى خپرې شوي دم
ګړۍ ته يې دپېښې په اصلي لامل سورې غوړولې .


په دغه څرګندونو کې يو هم
دبغلان دوالي او امنېه قوماندان نه شتون ښودل کيږي خو دا زموږ له نظره
دپام وړ ځکه نده چې قوماندان په رسمي بڼه کابل ته تللې او والي هم دجمهور
ريس له مرستيال سره وو. اوس چې موږ ګورو دپارلمان دوکيلانو مړي په ځانګړي
مراسمو او درناوي خاورو ته سپارل کيږي خو دښوونځيو دهغه زده کوونکو مړي
چې دهمدغه ښاغلو لپاره ددرناوي دمراسمو ښکار شوي په ميدان پاتې دي . زموږ
غوښتنه داده چې هر امتياز چې دپارلمان غړو ته ورکول کيږي هغوې ته دې هم
ورکول شي . دپوهنې له محترم وزير نه مو هيله داده چې دپوهنې هغه چارواکي
معاف نکړي چا چې دښوونځېو زده کوونکي دهرکلي دمراسمو لپاره راويستلي وو.
دغه راز له ولس مشر نه هم غوښتنه کوو چې دپېښې ککړو کسانو دپېژندلو
وروسته له هغوى سره دنرمښت پر ځاى له سختۍ نه کار واخلي.
                                                          


      په درنښت
                دختيزې سيمې لېکوالو او ژورنالستانو خپلواکې ټولنې مشرتابه