کور / سپورټي / کندهار : د زون په کچه د فټبال ټورنمينټ پيل سو

کندهار : د زون په کچه د فټبال ټورنمينټ پيل سو

د کندهار په احمد شاهي لوبغالي کي د سهيلي زون د غوره فټبال کلبونو ترمنځ يو اوونيزه فټبال ټورنمينټ تېره ورځ پيل سو چي په ترڅ کي ئې کندهار او هلمند خپلي لومړۍ لوبي وگټلې.
په دغه ټورنامينټ کي د کندهار تر څنګ د ګاونډي ولايتونو زابل او هلمند او همداراز د سهېل لوېديز ولايت نمروز لوبډلي هم برخه لري چي په درې –درې سياليو کي به د يو بل پر وړاندي خپلي وړتياوي ننداري ته وړاندي کړي.
ددې ټورنامينټ په لومړۍ ورځ د لوبو د مهالوېش سره سم زابل ولايت فټبال لوبډله د هلمند فټبال لوبډلي پر وړاندي چي زياته قوي لوبډله شمېرل کيږي د لوبي ډګر ته ووته او په ټاکل سوي وخت (٩٠ دقيقې) کي ئې له مخالفي لوبډلي هلمند څخه ٩ ګولونه وخوړل.
په لومړۍ لوبه کي چي زرګونه کندهاريانو يي ننداره وکړه د هلمند لوبډله زياته برلاسې وه او له وړاندي ئې نورو دوو لوبډلو ته هم د بې شمېره ستونزو جوړولو خبردارى ورکړى.
د تېري ورځي په دويمه لوبه کوربه کندهار د نيمروز ولايت د فټبال لوبډلي پر وړاندي د لوبي ډګر ته راووت او په خپلو کورني لوبغالي کي يې د خپلو نندارچيانو پر وړاندي قانع کوونکي لوبه وکړه.
کندهارۍ لوبډلي که څه هم د زياتو ګولونو وهلو بيا بيا هڅي وکړې ولي د مېلمه لوبډلي لخوا ئې مخه ونيول سوه چي بلاخره لوبه دوه ګوله د يوه په مقابل کي د کندهار په ګټه پاى ته ورسېده.
هلمند لوبډله چي لوبغاړي يې د ښو تخنيکونو او وړتياوو خاوندان دي په ياد ټورنامينټ کي له خپلي اتلولۍ دفاع کوي او د پرون ورځي په لوبه سره يې وښودل چي لاهم د اتلولۍ ساتلو لپاره زيات څه کولاى سي.د کندهار په احمد شاهي لوبغالي کي د پيل سوى فټبال ټورنمينټ اتله لوبډله د هېواد په کچه د اتلو کلبونو په سياليو کي برخه اخلي څو هلته هم د نورو ٧ زونونو د اتلو لوبډلو په مقابل کي خپلي وړتياوي و ازمويي.