کور / تازه خبرونه / پاکستان خپلو پوځيانو ته د هر راز حملې اجازه ورکړه

پاکستان خپلو پوځيانو ته د هر راز حملې اجازه ورکړه

د پاکستان لوى درستيز جنرال پروېز اشفاق کياني پاکستاني پوځيانو ته امر کړى چي که د افغانستان له خوا حمله پر وسي، بېله دې چي د ده سره مشوره ورکړي په هغه ګړي د هر راز جوابي حملې اجازه لري.
اشفاق کياني وروسته له هغه پوځ ته دغه امر کړى چي تېره اونۍ د ناټو پوځيانو يوې الوتکي ډيورنډ ته څرمه د پاکستاني پوځيانو يوه پوسته بمبار کړه او شاوخوا ٢٧ پاکستاني پوځيان يې ووژل.
پاکستان د ناټو د حملې خاطر د افغانستان په باب د بن په جوړېدونکي غونډه کي له ګډون څخه انکار وکړ.