کور / خبرتیا او پيغامونه / ددعوت جرېدې مسول ته د مبارکۍ پيغام

ددعوت جرېدې مسول ته د مبارکۍ پيغام

ددعوت د وزيني خپروني، د دعوت د انټرنيټي پاڼي بنسټ ايښېدونکي او پر ما ډېر ګران او محترم ورور طارق بزګر صاحب ته خپل سلامونه او نيکي هيلي ډالۍ کوم !



درناو بزګر صاحب !


دادئ بيا يو بل کال ستاسو د ښکلي ،منلي، با وزني او د محتوی د لحاظه مغزني جريدې يعني دد عوت پر جريدې باندي تيريږي ، زه ستاسو د يوه قلمي همکار ستاسو د جريدې د نورومينه والو او لوستونکو سره يوځای ددې محترمي جريدې د کاليزي د لمانځلو په درشل کي تاسو ته لا مخکي نه مخکي مبارکي وايم .


۲۳ کاله نيژدې د يوې پېړۍ څلورمه برخه ده او تاسو ګران بزګر صاحب دد عوت خپرونه په ډيرو سختو شرايطو کي د زړه په خوږ او په پوره مړانه او ايمان دارۍ هغه هم د وطنپالني او افغان پالني په عالي احساس سره هم و چلوله، هم موخپره کړه او ان هغه موپه ټوله نړۍ کي تر هر کوره او پتي پوري زياتره په خپل مصرف و رسول .


بزګر صاحب څوک چي ستاسو د دعوت د جريدې پاڼي تر سترګو تيروي نو په واقعيت دا زموږ د غملړلي او جنګ وهلي هيواد د ۲۳ کالو د خونړيوتاريخي پيښو، حوادثو، جرياناتو، ستونزو او زموږ په ګران افغانستان کي د نړۍ د سیاسي بازيګرانو د بازيو د ميدان يوه آزاده او خپلواکه دایرة المعارف يا انسایکلو پيډيا ده چي په دواړه پښتو او دري ژبو يې خپروني کړي دي .


لکه ما چي تيروکي هم يادونه کړېوه په بهر او د مهاجرت د ژوندانه د ناخوالو او روحي او اقتصادي فشارونو په ګرداب کي د ژوند هره عرصه په لالهاندۍ کي ډوبه وي، نود داسي مطبوعاتي او ژورناليستکي ملي او افغاني دندي تر سره کول بې له شکه لوړ عزم ، قوي اراده او د وطنپالني او افغانيت شانداره د مسؤليت احساس غواړي چي تاسو ګران بزګر صاحب د خپلي ځوانۍ تخت درويشت کاله و هغه ته وقف کړل او زموږ د هيواد د ۲۳ کالو خونړی بهير مو په خپلو خپرونو کي تاريخ و ګرځولی .


د آزادۍ، د خپلواکۍ، د افغانیت او د سولي او ورور ولی د دعوت چيغه مو همداسي ژوندۍ و ساتله او هغه مو و انټرنيټي نړۍ ته هم د دعوت پاڼي په پرانستلو سره دغه نوم جهاني کړ . د پښتو ژبي په ژوندی ساتلو او د هغه په پاللو کي مو ښایسته ښه پوره ونډه واخیستله او دهغو ناپاکو او نا افغانه عناصرو په خوله کي مو ناړي وچي کړې چي ددې ژبي د مرګ او زوال خوبونه يې لرل .


زه ستاسو د یوه ورور، دوست او قلمي همکار په حيث ستاسو ددې درویشت کلن مطبوعاتي او ژورنالیستکي افغاني خدمت او ملي هڅو ستاينه او درناوی کوم او تاسو ګران ته په دې عرصه کي د لازياتو بريو خواست کوم .پر مړانه، افغانيت او پښتونلۍ مو برکت سه .


پرېږدی چي زموږ په هيواد کي زموږ د هر افغان ځوان په زړونو کي د خپلواکۍ، د ټولنيز عدالت، د سولي، د ورور ولی، د واقعي ډيموکراسۍ ، د ترقۍ، د علم او فرهنګ او د افغانيت د دعوت مشال تل تر تله بل او هغه د هر با هدفه افغان ځوان د لاري يوالهام بخښونکی لارښود وي .


تاسو دي ژوندي ياست !


په درناوي


هدايت الله هدايت


اسټرليا


د ۲۰۱۱ م کال دنوامبر ۲۵ مه