کور / شعر / پښتنو ته پيښور وي هم کابل ګران

پښتنو ته پيښور وي هم کابل ګران


يم حيران تاته ئې ولې دي منل ګران
بې لتاته ډېر منزل ته دی مزل ګران
 
پښتون نۀ دی يو ته ښۀ بل ته چې بد وئ
پښتنو ته پيښور وي هم کابل ګران
 
بې ضميره دی خبرو پورې خاندې
څوک چې وئ، دي ضميرونه خرڅول ګران
 
ملګرتيا راسره ستا چې پکښې نۀ وي
دا دَ مينې جنګ به ماته شي ګټل ګران
 
ما خو ځائی يوازي نۀ ، ټول دربخښلی
ستا پۀ زړۀ کښې راته ځائی دي جوړول ګران
 
خلقو څۀ څۀ پرې ؤنکړل خو پوئ نۀ شو
زما خيال دی پښتانۀ دي پويول ګران
 
نفرتونو ورله زړونۀ کړل سم کاڼي
خلق خلقو ته چې نۀ دي ژړول ګران
 
دَ غرور پۀ اس دي دومره لرې مۀ ځۀ
درته پرې بۀ اوځي ډېر راستنېدل ګران
 
مونږ کۀ لږ هم دَ هغو نۀ عبرت واخست
مونږ ته هم نۀ دي سپوږمۍ ته بيا ختل ګران
 
لرې ستا نه زۀ تواب خوشحاله نۀ يم
دَ نصيب دَ لاسه ماته دي درتلل ګران
             ¯¯¯¯¯¯¯   
              20/11/2011- الرياض