کور / کره کتنه / په هلمند کي دکوکناروځاى ناستئ

په هلمند کي دکوکناروځاى ناستئ

په تېره يوه لسيزه کي دا هرچا ته څرګنده سوه چي نه افغان دولت ديوې سپېڅلي ادارې په رامنځ ته کېدو بريالى سو اونه هم نړيوالي ټولني خپلي ژمني پوره کړې ؛بهرنيانوخو بس ټول پام  د خپلو اهدافو خوا ته اړولې افغان ولس ته يې دوينوپه بدل کي يوه بوجۍ غنم او دوه ټيمه غوړي ورکړه اوبس دبنسټيزوکاروبېلگه يې نه په افغانستان کي د ښکېلو بهرنيانو سره سته او نه هم د افغان دولت سره خود امريکا اومتحدينو دا دوه مخي چلند هر افغان له نژدې څاري اوهيڅکله به يې هېر نه کړي.  افغانان نه يوازي نن دپرديو دشتون او ددې  ډول  حالت سره مخ دي بلکه موږ ( افغانان) د بهرنيو سره په مبارزه کي د زرگونو کلونو تجريبې لرو اوتل مو نيکونو ددې ډول ستونزو غم خوړلى اوله مخه يې ليري کړي دبېلگي په توگه دمصر اثوريانو، ماديانو ، هخامنشيانو،دهند موريا يانو،يونا نيانو ،عربانو ، چنګيزيانو، ګوډتېمور،بابريانو،د ايران صفويانو،انگرېزانو،روسانو پاکستانيانو او امريکانو پوري مو د ټولوسره مخينه لرواوموږ هم بايد دې ستونزو ته اوږه ورکړو او پخپل مټ ددې ناورين غم وخورو.
 له موضوع څخه ليري نه ځو راځو هغه څه ته چي په تېرو لسو کالو کي بېله ترديده په هلمند ولايت کي د تارياکو(کوکنارو) بديل کېداى سو هغه د هلمند د تصدى بست (دغوړو)فابريکه ، د حجارۍ او نجارۍ فابريکه او په څنګ کي ورسره دپنبې د کښت پياوړتيا ده . 
لږ څه به ددې دواړو فابريکو پر مخينه او وړتيا رڼا واچوو چي څه وخت جوړه سوې ؟، څومره کاري ظرفيت لري او څومره کسان پکښي په کار لويږي ترڅو درانه هيوادوال يې له ګتو خبرسي .


١ : د هلمند د حجارۍ او نجارۍ فابريکه : دا فابريکه چي د لښکرګاه ښار په منځ کي شتون لري په کال ١٣٤١ لمريز د حمل يا وري دمياشتي په اته ويشتمه نېټه د سه شنبې په ورځ د امريکا په مرسته د محمد ظاهر شاه  دواکمنۍ په وخت د همده په لاس پرانستل سوه او په فعاليت يې پيل وکړ.


نوموړې فابريکه درې برخي لري ١ حجاري (د ډبري) ،٢ نجاري ٣ ساختماني
مزائيک .
په دې فابريکې دحجارۍ (د ډبري)په برخه کي د هلمند د ديشو د ولسوالۍ د( چکون )په سيمه کي د( سورديک) په نوم دمرمرين غره درخام او مرمر ډبره کارېږي چي ښکلي جوړسوي توکي يې زموږ پرهيواد سربېره د نړۍ نورو هيوادو لکه لندن ،امريکا،چين ،روسيې،جاپان اوعربي هيوادو ته صادرېدل . 
په دې فاريکه کي په يوه وخت دنجارۍ په برخه کي چي له کنړونواونوروځايو څخه يې لرگي راتلل  له(٢٠٠) تر( ٣٠٠) تنه د حجارۍ په برخه کي( ١٥٠) تر (٢٥٠) تنه د مزائيک په برخه کي تر( ١٠٠) تنو پوري چي ټول شاوخوا (٥٥٠) تنو ته رسيږي په کار بوخت وه چي دا شمېره اوس يوڅو د گوتوپه شمار ده .
نوموړى فابريکه د حکومت په نه پاملرنه او نه پياوړي کېدو دخصوصي سکتور په واک کي په کال ١٣٨٦ ورکړل سوه چي په دې کي٤٩د دولت ونډه او( ٥١ )سلنه د سکتور په واک کي ده .
په دې فابريکه کي چي د لسوکالو لپاره په قرارداد ورکول سوې سکتور په پکښي تردامهاله اوه لکه ډالرسرمايه اچولې ده .


دا کار په هغه وخت کي امريکا ځکه وکړپه چي په هغه وخت کي دوى په سيمه کي د روسانو سره سيالۍ کي بوخت وه اوهغه وخت نن ورځي ته په رارسېدو دوى په خپلوکارونو کي تريوځايه رښتيني وه، اوهمدې کار په شلمه زېږدي  پېړۍ کي په هلمند کي د صنعت انقلاب رامنځ ته کړ.
 اوس امريکا اوملګري يې نه غواړي چي بنسټيزي پروژې پلي کړي ځکه په ښکاره ډول همدا ددوى دپاليسۍ يوه برخه جوړوي خوبيا هم ورڅخه په وار وار ددې فابريکې د بيا جوړولو او عصري کولو غوښتنه سوې خو نه يې ده منلې ،د افغان دولت خو همدومره توان ؤ چي نيمه يې وپلورل دديشو دمرمرو کان دپاکستاني مختورو په لاس پاکستان ته په نامشروع ډول وړکيږي او ولايت يې له قصر څخه سيل کوي .


٢ : د هلمند د پنبې او غوړو فابريکه : دا فابريکه هم د لښکرګاه ښار په منځ کي شتون لري چي په کال( ١٣٤٢) لمريز د انګلستان په مرسته د پخواني پاچاه محمدظاهرشاه په لاس پرانستل سوه .
ددې فابريکې دتوليد اصلي توکى مالوچ اوپنبه اوغوړي دي فرعي توکي يې صابون ،کنجاره ، پوستک اونور دي.
نوموړې فابريکې د خپل فعاليت په لومړيو وختو کي تر (٣٢٠٠٠) دوه ديرش زره ټنو پوري د پندانې د کارولو ظرفيت درلود او په يوه وخت کي پکښي (١١٥٠)يوولس سوه پنځوس تنو کار کاوه خواوس د پندانې دکارولو کچه (٣٠٠٠) درې زره ټنه ته را کښته سوې ده او کارکوونکي هم ډېرلږ سوي دي .
هلمند پنبه او غوړي نړيواله پېژنده لري .
 دا فابريکه د هلمند ، فراه اوکندهارپه ولايتونو کي کالکو او پندانې دکرلو په منظور جوړه سوې وه،دې فابريکې ديادو ولايتو دبزګرانودژوند ډېرى اړتياوي ورپوره کولې اوله دې فابريکې څخه د پنبې ، غوړو،صابون ،دسونګ پوستک ،او دڅارويو د خوراک لپاره کنجاړه بزګرانو ته وړيا او يا په ډېره لږه بيه ورکول کېدل خو ددې هرڅه څخه اوس دهلمند اويادو ولايتوبزګران بې برخي دي.
داچي ولي په يادو فابريکو مصرف نه کيږي او نه رغول کيږي هلمنديان د بهرنيانو چي په راز کي يې امريکا ده د دوى ريښتنولۍ ته د شک په سترګه ګوري او وايي چي امريکا او انګلستان د ورسره ملګرو سره په تېرو لسو کلونو کي يوازي د خپلو اهدافو لپاره کارکړى دى او د ډېرى پلټونکو په اند چي اصلا امريکا نه غواړي چي تارياک بندسي ځکه دوى يې خپله تجارت کوي اوپه افغانستان کي دخپل لګښت يوه برخه له همدې لاري پوره کوي.
د هلمنديانو لپاره په تېره لسيزه يو بنسټيز کار هم لکه ( برېښنا،د اوبو بندونه او د هلمند له بېخ بنا څخه ګته اخيستل) نه دى ترسره سوى او نه يې هم له امريکا اوملگرو سره بېلګه سته، په ورستيۍ کي دي هلمنديان اونور هيواد وال  په دې پوه وي چي يوازي د خپلو بيخ بناوو په مرسته دنوي صنعت انقلاب موږ دنور له احتياج څخه ژغورلاى سي .