کور / تازه خبرونه / کندهار: د ماين چاودني د يوه ماشوم پښه پرې کړه

کندهار: د ماين چاودني د يوه ماشوم پښه پرې کړه

د يوه ماين يوې چاودني چي نن غرمه ١ بجه د ارغنداب ولسوالۍ د بي بي هوا کلاچې په سيمه کي رامنځ ته سوه د يوه ماشوم يوه پښه پرې او بله يې زخمي کړه .


دکندهار ولايت څخه لراوبر ته په لېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چی زخمي سوى ماشوم د کندهار هوايي ډګر ختيځ لورته د افغان ملي پوځ د ٢٠٥ اتل قول اردونظامي روغتون ته وړل سوى دى.


چارواکي وايي تراوسه نه ده معلومه چي چاودېدلى ماين د وسلوالو مخالفينو لخوا ځاى پر ځاى سوى ؤ اوکه پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د يرغل له کلونو پاته ؤ.


دارغنداب ولسوالۍ د امنيه قومندانۍ د پلټني پلاوى سيمي ته رسېدلى څو د ماين چاودني په اړه بشپړه پلټنه وکړي.


د يوې اوونۍ په اوږدو کي دا دريمه پېښه ده قربانيان يې يوازي تنکي ماشومان او په کور کي ناستي مېرمني دي ، تېره يکشنبه د ناټو لخوا پر يوه کور د هاوان په بريد کي درې مېرمني وژل سوي ، دوې زخمياني سوې ، تر هغه يوه ورځ وړاندي د ناټو الوتکو په ژړۍ کي ۷ په لوبو اخته ماشومان ووژل او درې يې سخت ټپيان کړل .


ناټو او افغان دولت د تېرو لسو کلونو په دوران کي تر حساب تېر ځله د پلټنو د پيل او تېروتنو د نه تکرار خبره کړېده . د کندهار يوه اوسيدونکي لراوبر وويل : دغو پېښو او د طالبانو لخوا په ماينونو او بريدونو کي ملکي خلکو ته ور اوښتو زيانونو له ولس څخه حق اوناحق ورک کړيدي .