کور / تازه خبرونه / انګلستان ایراني دپلوماتان شړي

انګلستان ایراني دپلوماتان شړي

د انګستان د بهرنیو چارو وزیر نن پارلمان ته په خبر وکې وویل چې له ایران څخه به خپل دپلوماتان وباسی.

او په انګستان کې یې د ایرانی سفارت کارکوونکو ته هم ۴۸ ساعته وخت ورکړی چې د انګستان له خاورې ووځي.

انګستان دا کار وروسته له هغه وکړ چې تیره ورځ د ایران په پلازمینه تهران کې قهرجنو ایراني زده کوونکو د انګستان په سفارت برید وکړ او د انګستان بیرغ ته یې اور واچاوه، د سفارت اسناد یې له کړکیو بهر و غورځول او د سفارت ودانۍ ته یې هم زیان واړو.

ایراني زده کوونکي هغه وخت قهر لا پسې واخیستل چې د ایران پارلمان د تیرې یکشنبې په ورځ پریکړه وکړه چې له انګستان سره خپلې اړیکې کمې کړي.

انګستان غواړي په ایران باندې د هستوي بڼۍ د کارونو د نه دریدو له امله شته بندیزونو کې سختوالی راولي.