کور / تازه خبرونه / ۱۹۰۰ امریکایی پوځیانو ځانونه وژلی دي

۱۹۰۰ امریکایی پوځیانو ځانونه وژلی دي

د امریکا د دفاع وزارت وایی چی د ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۰۹ پوری په نهه کلنه موده کی ۱۹۰۰ امریکایی پوځیانو ځانونه وژلی دي . دا تر هغو تلفاتو هم ډیر دی چی په افغانستان کی یې لیدلی دی .
خبر وایی چی تیر کال یعنی په ۲۰۱۰ کی ۲۹۵ امریکایی پوځیانو ځانونه وژلی دي ، په ۲۰۰۹ کی ۳۰۹ او په ۲۰۰۸ کی هم ۲۶۸ امریکایی پوځیانو خودکشۍ کړي وې .
هغه پوځیان چی ځانونه یې وژلی دي ، اکثریت یې سپین پوستان ، نارینه او تر ۲۵ کلنی لږ عمر لرونکي وو .
راپور زیاتوی چی امریکایی پوځ د ځان وژنو پر ضد جګړه بایللې ده او د دې شوم عمل مخنیوﺉ سم نسي کولای .
کارپوهان د دې ناوړه عمل اصلی علت دماغی فشارونه ، روحی تشویشونه ، زخمونه ، بمونه ، د لاسو یا پښو پرې کېدل ، تر راستنېدو وروسته بیکاري او کورنۍ جدایی بولی .