کندهار: له چاودېدونکو توکو ډک موټرسايکل ونيول سو

د لراوبر اداره | نوومبر 30th, 2011


افغانم لي پوليسو تېره ورځ د کندهار په ميوند ولسوالۍ کي د چاڼيزو عملياتو پرمهال يو موټر سايکل چي پکښي چاودېدونکي توکي ځاى پر ځاى سوي وه کشف او چاودنه يې ورته ورکړه.


دغه موټر سايکل د مخالفينو لخوا چارج سوى او چاودني ته اماده سوى ؤ چي د پوليسو لخواکشف سو او په دې توګه يې د يوې غمجني پيښي مخه ونيوله.


افغانم لي پوليسو تېره ورځ د ميوند ولسوالۍ ترڅنګ د کندهار په شاوليکوټ ولسوالۍ کي هم چاڼيز عمليات کړي او پرمهال يې يو شمېر وسلې او مهمات لاسته ورغلي دي.


دغه عمليات تېره ورځ د يادي ولسوالۍ د وچ باختو په کلي سوي او په نتيجه کي يې دوه بالازن توپکونه، دوه ميله کلاشنکوف، ٨٢ کيلو ګرامه چاودېدونکي توکي، څلور کړۍماينونه او دوه سوه متره ثانيه سوز لين د پوليسو لاسته ورغلى دى.


شاوليکوټ د کندهار ولايت د شمالي ولسواليو له ډلي ده چي پکښي نژدې دوې اوونۍ وړاندي پکښي دوسلوالو مخالفينو د محدود شمېر فعاليتونو د مخنيوي  لپاره د افغان مشرۍ چاڼيز عمليات پيل سول.

Copyright Larawbar 2007-2024