يو طالب قومندان نيول سوی او ناټو پوځي وژل سوی دی

د لراوبر اداره | نوومبر 30th, 2011


ناټو وايي چي تېره شپه يې د لوګر په پل عالم کي د افغان پوځيانوسره د ګډو عملياتو په ترڅ کي د حقاني شبکې يو سيمه ايز قومندان نيولئ دی ، په دې اړه لراوبر ته رارسېدلې خبرپاڼه کي ناټو د قومندان نوم ندئ اخستئ خو وايي چي په سيمه کي يې پر دولتي او بهرنيو ځواکونو په بريدونو کي لاس درلود .


دغه ډول ناټو نن بيا د افغانستان په سهېل کي د خپل يوه بل سرتيري د وژل کېدو خبر ورکړئ دی خو دقيق ځای يې ندئ ښوولئ .

Copyright Larawbar 2007-2024