ملي امنيت دوه وسله وال او نشه يې توکي نيولي دي
دکندهاردملي امنيت کارکوونکو په کندهارښارکي دځانګړو عملياتو پرمهال ددوووسله والو مخالفينو په ګډون لسګونه ګېلوګرامه نشه يې توکو نيولي دي.
لراوبر ته په رسېدلې خبرپاڼه کي راغلي چي دکندهاردملي امنيت رياست منسوبينو دوه تنه وسله وال مخالفين ،چي پرافغان او بهرنيو ځواکونويې په بېلابېلو بريدونو کي لاس درلوده،په روانه اوونۍ کي ددوی په وينا کره استخباراتي معلوماتو پربنسټ نيولي دي.
دملي امنيت چارواکو په وينا نوموړئ دکندهار ښاردڅلورمي ناحيې اوسېدونکي نعمت الله چي په کندهارښارکي دغلچکي بريدونو دترسره کولو قوماندان دئ، تردې وړاندي يې په اشرفيه مدرسه کي زده کړي کولې.
هغه درسنيو سره په خبرو کي وويل،چي ديادي مدرسې ديوه ديني عالم له لوري دزده کړو کولو پرمهال دې کار ته وهڅول سو.
دوهم نيول سوى تن دعبدالصمد په نوم دکندهاردزاړه ښار اوسېدونکى دی،چي تردې وړاندي يې دزابل په شاجوئ ولسوالۍ کي ژوند کاوه.
هغه وويل،چي دزاړه ښار اړوند په ماشور کلي کي يې ددولت پرضد وسله وال مخالفت کاوه،چي دماينونو ښخولو وروسته ونيول سو.
دملي امنيت دچارواکو په وينا چي ديادو کسانو سره يې څلور ميله کلاشينکوفونه او زياته اندازه چاودېدونکو توکي هم نيولي دي.
ديادوني وړده،چي يادو ځواکونو په روانه اوونۍ کي دکندهارښار دپنځمي ناحيې اړونددبولدک دوه لاري سره ٢٤ کڅوړي هيرويين ديوه کرولا موټر سره نيولي،خوتورن کس يې په تېښته بريالى سوى دي.