کور / شعر / تسکين ته

تسکين ته

وعده خپله په زړه لکه سايه چې راسره وي


درځمه بس وړه  غوندې پلمه چې راسره وي


بيلتون خودې پرما باندې خدای ج مه لوروه ياره


ډاډه يمه  پرتا لکه هغه چې راسره وي


پروا نشته حالات که راته څو چنده ترخه شي


دا ستا  په څېر له زغم ډکه سينه چې راسره وي


چې جنګ  وي ته ولاړمې یې ترڅنګه دا يقين کړم


په لاس  کې مې ډبره ښه درنه چې راسره وي


تسکين دخپل زړګي هغه تسکين ښايم ملګرو


په غم اوخوشالۍ اوږه اوږه چې راسره وي



ننګرهار د  ژبو او ادبياتو پوهنځی