کور / اسلامي / شیطان پيژندنه – يوولسمه برخه

شیطان پيژندنه – يوولسمه برخه

غیر توحیدی مهم دینونه


 بت پرستان :
 عربود جاهلیت په  دوران کې د بتانو عبادت کوی چې ځينې مهم  بتان يي دا دي :
ازر-اساف-اسحم-اشهل-اقیصر-اوال-باجر-بجه-بس-بعل-بعیم-بلج-جبت-جبهه-جریش-جهار-خلصه-ذوالخلصه-دار-دوار-ذات الودع-ذو الرجل-ذو الخلصه-ذزیح-ذو الشری-ذو الکعبات-ذو الکفین-ذو اللبا(المرصع)-رئام-ربه-رضی-رضائ-زور-زون-سجه-شارق-شمس-صدا-صمودا-ضمار-ضیزن(ضیزنان)-طاغوت-عائم-عبعب-عتر-عزی-عمیانس-عوض-عوف-فلس(معجم البلدان) قلیس-قراض-کثری-کسعه- کعبه-نجران-محرق-مدان-مرحب-منات-منهب-لات-نائله-نسر-نصبمذهب مغان



صایبان :
صابي په لغت کې له یو دین څخه بل ته اوښتل مانا لري  ،ځینې خلک د یونان فلاسفه صایبون بولی،صایبانو هر ورځ د یو ستوری په نامه نومولې ده  دساری په ډول   شنبه په زحل اړه بولی، هغوی  دستورو عبادت کوي .


قرامطه او زنادقه:
قرامطه د  قرمط   دنامه   او زناقه د زندک له نامه څخه اخیستل سوی چې پيروان یې هغوی پيغامبران بولي    او ددې دین پيروانو ته زندیق ویل سوي دي، هغوی په خدای او اخیریت باور نه لري .


السوفستائیه: 
ددې دین پيروان باور لري ، هغه څه چې ویني اصلي نه دی هغه څه چې په ویښه ویني هغه  څه دی چې په  خوب کې یې ویني


 زرتشت :
 :د زرتشت دین پیروان د اور عبادت کوي
مزدک: دقباد فیروزان په وخت کې یو سړی د مزدک په نامه   راپيدا سو او د زرتشت احکامو ته يي تغییر ورکړ چې زند د هغه کتاب و
مانی: د شاپور بن اردشیر په وخت کي و ،چې د پيغامبري دعوی یې وکړه  هغه ښه رسمونه ایستل او دهغه عبادت يې کاوه .
فتیشسم (روح پرستی) :
ځېنې خلک دادین  د بشر عمومي دین بولي وايي دا دین  د غیر الهی دینونه  تادو دی 
فتیش:  متبرکه شیانو  لکه  کوشنی ډبری ، مری ، طبیعی شیانو په تقدس باور ته وایي د هغوی معابدونه  د غرونو په  سوریو کې وه ، چې هغوی د تبرک لپاره   هغه مس  کول  یا مچول


توتمیسم :
ددې دین پیروان چې په افریقا ، شمالی امریکا او استرلیا کې ژوند کوي هر  دیوشي یا یوحیوان عبادت کوي


آنیمسیم (م قبیله ای) :
دا دینونه قومی بڼه لرله، ددې دین پلویان په  سختو جغرافیایی سیمو کې  ژوند کوي .
د« انیم» کلمه د هڅونې  په مانا ده ،هغوی د روح عبادت کوی او په  نامريي ارواحو او تناسخ يې باور درلود.
 


– هندویزم(برهمائی) :


په دې  دین  کې د توتم پرستی اثار لیدل کیږي  او هغوی خپل لوی نیکه په غوا کې تجسموی غوا هندوانو ته مقدسه ده هغوی په تناسخ باور لري ، یوګا يې ریاضت دی ،  او خواړه يې سبزیجات دی،او  بودا    خپل خدای بولي .



۲- بدعت
 
هر هغه نوی کار چې نظیر او مثال يي په   اسلامی شریعت، سنتو او د صحابو په اثارو کې  نه وي  هغه بدعت بلل کیږي. لیکن هر بدعت نا پسندیده، ناجائز او حرام نه وي بلکه هغه بدعت حرام او ناجائز ه  وي چې د کتاب او سنت د احکاماتو سره واضحا متعارض او متناقص وي
یا بدعت سیئه او بدعت ضلاله هغه بدعت ته وایي، چې په واضحه توګه سره د کوم متعین سنت د ترک باعث وګرځي. په هغه عمل سره چې سنت نه ترک کیږي نو بیا هغه ناجائز نه دی بلکی مباح دی
د بدعت لغوی مفهوم :
د بدعت لفظ له بدع نه مشتق دی چې لغوی معنی یې ده له کوم پخواني مثال څخه  پرته  نوی کړو ته وايي.
الله جل جلاله دقرآن عظیم الشان په مختلفو ځایونو کې د بدعت د لفظ مشتقات بیان کړیدی له کومو نه چې ددې معنی توثیق کیږی لکه
له بدعت نه مراد هغه کارونه دی چی د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وخت کې نه وه
که بدعت داسی یو کار وی چی د شریعت په امورو کې مستحسن وشمارل سي نو دا ښه بدعت دی او که د شریعت په امورو کې بد وشمارل سي نو دا بیا قبیحه بدعت دی
له دې تعریفونو نه دا څرګندیږی چې په اسلام کې هر نوی کار باید تقبیح نه سی او هر نوی کار مطلقا حرام یا ممنوع نه ده. بلکی هر نوی کار باید ولیدل سی که مستحسن وه او د نورو سنتو د ترک کیدلو باعث نه وو نو روا او ښه بدعت دی او که نه نو ناروا او بد بدعت دی
بد یا قبیحه بدعت د شیطان کار دی ، په دې ټوګه په اسلام کې درز اوفرقی جوړي وي
کومي ډلې چې له شرک نه پیداکیږ ی هغه بیا ورو ورو په قبیلو ، قومونو ، ژبو ، رنګونو ، هیوادونو ،ډولونو او اختلافونو اوړي . بیا دهمدی اختلافنو دزیاتیدوله وجې دانسانانو په مینځ کې تعصبی جنګونه پیداکیږی .تردې پورې چې اخیري کار یې په دنیا کې وینه تویولوو ته رسیږي . که چیر ی تاسی دهمدی تعصب ،مقصد او ریښې ته ځان ورسوۍ نو تاسی ته به مالومه سي چې تاداو یې شیطان ایښي دی.
 بدعت دوې مانا وي لري 
۱-بدع  یانی نوی شی : د اصطلاح له مخکې  هغه  تازه شی چې په قران او سنت کې ځای  نلري
۲-کم یا زیاتول : د دین په نامه یا هر هغه کار چې د د ینداري په نوم تر سره کیږي حال دا چې دین هغه نه وي ویلی
د اسلام په لومړي  پيړۍ کې  په دین کې بدعت پيل سو او هر یو به بل په بدعت محکوم ول


ابن تیمیه\” چي د دی  فکری جریان مشر   دی وايي شیعی، معتزلی ، جهمی، اشعری او خوارج ویاندان ټوله بدعت کاران دی ،ان فارابی او ابن سینا د بدعت په دام کې راګیر سوي دي د هغو   دجشنونو لمانځل  یو بدعت دی
اهل سنت بیله ځانه، ټولې فرقی دبدعت اهل بولي او اشعری بیله  خپل مذهب معتزله ،مرجئه او اشاعره دبدعت اهل بولي
شیعة امامیه بیا اهل سنت ، غلات ، معتزله ، خوارج او صوفیه   د بدعت  اهل بولې
وهابیان د شیعیانو  کارونه بدعت او حرام ګڼي لکه : ټکۍ په لمانځه کي ، زیارت ته تګ، امامان حرم، کربلا ته تګ، د ترحیم جشنونه   او داسی نور
 شیعیه  ګان وايي د اهلي سنتو په لمانځه کې د الحمد وروسته امین ویل  ، لاسوته تړل ،  بدعت دی
دویم ډول بدعت   د روښان اندي په نامه په دین کې کمول او زیاتول دي
حضرت محمد (ص) فرمايي: «كُلُّ بِدْعَةٍ ضَلالَةٌ وَكُلُّ ضَلالَةٍ سَبِیلُها اِلَى النّار»
هر بدعت  ختا ایستونکی دی  او هر ختا ایستل اور ته لار ده
 (سنن ابن ماجه) او (سنن ابى داود).
سلیمان بن سحمان النجدى وایي  په مسجد کې څلور محرابه  چې  د څلور و مذهبو لپاره جوړیري بدعت دی، په لو ړ اواز د قران ویل، پر پيغامبر درود ویل ، د اذان وروسته دعا، په لوړ ږع پر مولود بوللی ویل ، د جمعی د شپې روژی، د اخترو د شپې دعاوی  ،  د زوی په زیږیدو راټولیدنه ،  د شعر او دورد ګډول ، د ذکر په وخت  کې تسبیح  په لاس کې نیول ، په لوړ اواز«لا اله الا الله‏» ویل .، په قبر اوبه شندل ،  د غونډو په ځایو کې دتورو او بیرغونو ځړول  ،تنبور او دایره وهل ، ، د خدای د نورو نومونو سره د جلاله لفظ تکرار ول ، بدعت دی.