وسلوالو په چرګانو بار موټر د دوو سړو سره تښتولئ او …

د لراوبر اداره | مارچ 24th, 2008


لراوبر – لو پښتوخوا



دلكى مروت څخه  يو شميروسله والوپه چرګانو بار موټر سره ددوو وګړو تښتولى دي دباخبرو سرچينو ترمخه   وسله والو كسانو دغه عمليات د لكى مروت بازارته ورڅيرمه دسړك پرسر باندي اجرا كړل ويل كيږي چي وسله بندو لوټمارانو موټر او تښتوونكى وګړى ناڅرګندى سيمي ته ليږدولى دى پوليسو دغلو دنيولو لپاره  خپلى كلكى څيړنى پيل كړيدي.


بل لورته د :: دكالام لائى كوټ  بالا سيمي ته ورڅيرمه دهستوګنى په يوه جونګړه كښى دسخت اوچټك اورلګيدني له امله ښځه ، خاوند او پنځه  ماشومان ځاى په ځاى په حق ورسيدل ديو شخصى تلويزيون داستازى د راپور ترمخه  دا اور په نفرى كښې  لګيدلى وْ چې په پوره چټكى  سره  داسي يو كور ته چي  ټوله وداني ئى  دلرګيو څخه  جوړه شوى وه  ورننوت اود كور پوره8 خوني ئى په  بشپړه توګه  ويجاړى  او وسوځولي  پدى مهال دكور خاوند صالح مند او كډه ئى  سفيره بى بى او پنځه  اولادونه ئي  هر يو حيات على، ذاكر على، كشور بى بى ، عزت بى بى او حليمه په بشپړه توګه وسوځيدل او دكور دننه په حق ورسيدل دځائى  اوسيدونكوله خولي داور لمبى دومره سوځوونكي او ځغلنده  وي چې  تر اوس مهاله  سوځيدلي  جسدونه هم چاندى راويستلي.


بل خوا :: په ډيره بګټى كښى  يو شمير وسله والو كسانو يوعراده بلډوزر په چاوديدونكو موادو سره والوزاوه دځائى پوليسو دراپورترمخه د ډيره بګټى   داوچ  فيلډ په سيمه كى وسله والو كسانو يو بلډوزر په چاوديدونكو موادو سره ويجاړ او والوزاوه خو دلوي خداى \”ج\”  په فضل  اوكرم هيچاته ځانى مرګ ژوبله نده اوشتي.

Copyright Larawbar 2007-2024